
پرون د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ په بازار کې د يو ځانمرګي بريد
له امله اوه تنه ووژل شول او اوه تنه نور
ټپيان شول. په بريد کې د طالبانو ضد يو وسله وال مشر (دولت خان) له خپلو دريو تنو ساتونکو سره ووژل شو او ورسره
درې تنه نور ملکي وګړي هم ووژل شول. داسې اټکل کېږي، چې د برید اصلي موخه به دولت
خان و.