
په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو عملياتي مرستیال جنرال (جوزېف اوسترمن)
وايي، چې له افغانستان څخه د امريکايي او ناټو
ځواکونو تر وتلو وروسته به د القاعده يو شمېر غړي په افغانستان کې پاتې وي، خو دوی به دومره ځواک نه لري چې
دپخوا په څېر لوی بريدونه ترسره کړي. د اوسترمن په وينا همدا اوس د افغانستان په ختيز ولايت نورستان کې د القاعدې شاوخوا سل
تنه غړي فعاليت کوي، خو اوسمهال دوی هڅه کوي يوازې ځانونه وساتي او کوم ګواښ نه
بلل کېږي.