
قدرمنو زما ورونو افغانانو
عزتمنو غیرتمنو بانورانو
سره ېو شې
اتفاق ته ضروررت دی
نن راغلی د غیرت وخت مومنانو
دشمنانو ستاسو مرګ ته ملا تړلې
امرېکا سره ېې نورو پاټنارانو
داحمد خاورې ته بیا راننوتې
ېو ځل بیا خو تیرې کړې پیرنګیانو
دخوشال د تورې شرنګ اورنګ هیر کړې
سترګې سرې دې راوېستلې مغولیانو
د نیولو خیال لرې زما د خاورې
ترورېزم په نامه امرېکاېانو
ته وېده ېې لا خبر نه ېی د ځان نه
ه چې ولیدلې ېی په لاس د خونکارانو
د نیکه شمله دې اوس په ټیټیدو دی
ه درنه اخلې ستا تارېخ د اتلانو
نه پو هیږمه چې څه ګناه دې کړې
بندو بس د مرګ دې کړې هم خپلوانو
د افغان بچیانو ولې نه پوهیږې
خبر نیستې لا په نیت د ګاونډېانو
تاته واېم کنړونو ننګرهاره
پکتیا او اې لغمانه کندهاره
د هرات نه تر هلمنده بیا تر غوره
د غزنې نه تر کابل او چارېکاره
اې روزګانه
پګتیکا سره شینډنده
اې فراه او اې لوګره زما ېاره
نپوهیږمه چې څه در باندې شوې
بس دې بس دې شې د خوبه رابیداره
تا سره نه ښاېی غلامې زما قومونو
نور نر څو به یی روان په کږه لاره
اپرېدو مهمند شینوارو
اې غلجیو درانیو بر خوردارو
اې تڼیو اې ځدراڼو اې منګلو
اې ساپیو باجوړېو اې زردارو
اې مروتو اې وزېرو سلار زیوو
اې خوستیو اې مسیدو احمد زېو
بارکزېو سدوزېو ورکزېو
و اې قومونو زما ورونو اې ځاځیو
دی و طن له قربانې ته ضرورت دې
امانې غوندې میړانې اوجرت ته ضرورت دې
ستا نیکونو وه ښکلاک ّپه ګونډو کړې
لوې قیام او او حرېت ته ضرورت دې
پیرنګانو او اورنګ لاس دې ېو کړې
واکمنې غواړې دوې بیا د ظالمانو
د غیرت سبق زما نکیه و ورکړې
لوټوې مې اوس تارېخ د نیاکانو
د بدبه او عظمت مې وړې له مینځه
لوټوې مې اتل نوم د باتورانو
خداې لپاره سره ټول شې
مرکه شې
سره ېو ځاې شې
جرګه شې
نن په لار د ازادې کۍ
ېوه نغمه شې
د نیکونو دتارېخ
نوې صحنه شې
د و طن په قربانې کې ټول حاضر شې
کور او کلې د حالاتو نه خبر شې
اتحاد او اتفاق کې شې ېو موټې
د ښکیلاک په مقابل کې کلک سنګر شۍ
په خپل مینځ کې ېو او بل سره خبر کړې
په دې راز باندې هم پوه لر او بر کړې
د پتنګ غوندی قربان کړی ځان له شمعی
په دشمن باندې هم جوړ د غم محشر کړې
د احمد اود میروېس نیکه اې کوره
د تورزنو پښتنو شاه ځلمو کوره
د وطن دازادې تورې ته لاس که
د ولس د غیرتې پرګنو کوره
هر قدم دې د بچو په وېنو رنګ دې
هر وګړې دې ظالم له لاسه تنګ دې
ېو ه ناره د تکبیر پورته که په زوره
نن دخاورې د وطن په نامه جنګ دې
اې وطنه نن دې غږ په بچو وکړه
هم وزېر او دا مسعود د ځان سره که
دغ جنګ نن په بونیر دی
هم په صوات او پیښور دې
په وزیرو نن قیامت دی
پری بل شوی هم سور اور دی
د وطن د ناوې سره لوپټه سره شوله په وېنو
سر ې نکرېځې ېې په لاس واده ېې په ګوردی
خداې لپاره خپلو پیغلو تپوس وکړه
هم خبر که په ظالم باندې خیبر
د چنګیز مقابلې ته چې تیار شی
هم خبر که نن د هر پښتون ټبر
ور په ېادې د اېمل هغه جګړې کړه
شاه ځلمو ته درېا خان کړې هم په ېاد
د نیکونو قیصې ودې کړه بچو ته
غیر تې نوم د عجب خان کړه ورته ېاد
دا ولیدلې بیرغ بیا جګول غواړې
دملالې ېوه ټپه او منګول غواړې
شاه ځلمې چې سره ېو لښکر کې ټول کړې
اېوب خان غوندې فاتح او کهول غواړې
د خوشال اه کارنامې دې راژوندې کړه
د اکبر غازې حماسې دې راژوندې کړه
دا مړه ژوانده زړونه ټول ېو ځل قوې کړه
ازادې د ننګ نغمې دې راژوندې کړه
د غیرت او د همت سبق بیا ورکړه
میړنو هسکې شملې دې راژوندې کړه
ېو د بل سره د وررې لاسونه ورکړې
د ولس د ننګ لمحې دې راژوندې کړه
چې بې ستره زما خوېندې نورې نه شې
د حیا او دغیرت بدن لوڅ نه شې
چې مې ونه داړې میندې
ظالمان په تورو سپو نور
دسپین ږېرو بدنونه تن لوڅ نه شې
خیر دې خیر دې
ځینې ورونه دې خرڅ شوې
د د پیسو په بدله ګمارل شوې
د پردو سره ستا د مرګ سلاح ېې کړې
ېو ځل نه دې څو څو واره پلورل شوې
د هغوې نه د دفاع طمع ونکړۍ
اوس پردې دې نور دې نه راځې پکار
صرف په دې دې چې ځانونه کړې ماړه
جاسوسان دې ستا سره نه ځی په لار
بس پاڅیږه دا نعره مې اخرې ده
نور کیننې لاس تر زنې لاندې ګوره
د پیغور د ژوندانه نه مرګ بهتر دې
د خبل ځان په قربانې کی
دې دشمن باسه له کوره
لرې نه ده دا خبره پرونې ده
تا خو سره پوځونه ټول وه لړزولې
د هغوې سلطه دې ختمه کړه دنیا کې
د وطن نه دې وه په تیښته سرخوړلې
ېو ځل پا ّڅه بیا هماغسې افغان شه
د عصرې ښکیلا په سر باندې ګذار شه
د ښکیلاک په وړاندې کلکه مبارزه
بد بینې نه په خپل مینځ کې نور بیزار شه
ددې مور ساتنه تا باندې ده فرض
دشهیدې ناوې غچ درباندې پور دې
چې په سرو لاسو تور قبر ته کوزېږې
روفې که ننګ ونکړې
د قیامته داپیغور دېپې