د خوست قومي مشرانو د يوه هېواد شموله محور د رامنځته کيدو غوښتنه کړې

د خوست قومي مشرانواو د مدني ټولنو غړو په هيواد کې اړتياته په کتو له ټولو قومونو وغوښتل چې يو داسې هيواد شموله محور رامنځ ته كړي چې د پياوړي او ملي ځواک په توګه د هيواد او ولس له ګټو دفاع وکړي، همدا راز په راتلونكې كې په هيواد كې د احتمالي ستونزو او كړكچونو مخه ونيسي، دوى ويره څرګنده كړه چې په هيواد كې ګاونډيو هيوادونو دومره نـفوذ كړى چې له امله به يې هيواد وال يوځل بيا د هغوى د ګټو قرباني شي.
دغه مشران، ځوانان او ميرمنې د خوست ښارد جرګو په تالارکې پدې موخه راټول شوي وو چې څنګه هيوادوال وكولاى شي نور ځانونه او خپل ولس له ستونزو او خواريو نه راوباسي او څه ډول به د ګاونډيو هيوادونو له شرځانونه وژغوري، د غونډې په اوږدو کې پدې هوكړه وشوه چې اړتياته په کتو دې ټول مليتونه په داسې يوهيواد شموله محور راټول شي چې د پياوړي او ملي ځواک په توګه د هيواد او ولس له ګټو دفاع وکړي.
ځكه دوى ويره څرګنده كړه چې زموږ په هيواد كې ګڼ هيوادونه په خپل نـفوذ سره داسې څه كوي چې په اصل كې يې افغانان نه غواړي، ولس د ملي پرځاى قومي، سمتي، ژبنيو او نورو تعصبونوته هڅول كيږي، او پدې ډول هيواد وال د هغوى د ګټو قرباني كيږي.
راټول خلكو د دغوستونزو د هواري لپاره يوه طرحه وړاندې كړه او هيله يې وښوده چې كه په همدې ډول هيواد شموله حركت پيل شي، هم به هيواد وژغورلى شي او هم به د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راشي، كه څه هم په هيواد کې ډير ورته حرکتونه شته خو څنګه چې لازمه ده نه يوازې هغوى خپل مسوليت ترسره کړى بلکې د ولس احساسات يې د خپلو ګټو قرباني كړي اوتجارتونه پرې شوي دي.