
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې جمهور رييس حامد کرزی به د ايران د نوي ټاکل شوي جمهور رييس حسن روحاني، د لوړو په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته سفر وکړي.ټاکل شوي، چې د يکشنبې په ورځ د زمري د مياشتې په ۱۳ نېټه، دغه د لوړې مراسم تر سره شي. په دغه سفر کې به د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمی رسول به هم له حامد کرزي سره مل وي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي، چې د امريکا او اسراييلو له استازو پرته، نور يې د نړۍ ټولو هېوادونو ته بلنه ورکړې، چې په يادو مراسمو کې برخه واخلي.