رسنۍ: د محمد مرسي د زنداني کولو حکم صادر شوی.


 د فرانس ــ ۲۴ تلويزيون، په يوه بيړني خبر کې ویل شوي، چې د مصر محکمې، د محمد مرسي د نيولو حکم صادر کړی. نوموړی په دې تورن شوی، چې د فلسطين د اسلامي مقاومت (حماس) سره يې اړيکې درلودلې.
ورته خبر، د الجزيرې خبري رسنۍ لخوا هم خپور شوی دی.
د يادونې ده، چې د مصر د پوځ لخوا د خلکو په رايو ټاکل شوی محمدمرسي له واکه ګوښه کړل شو او اوس د ده د پلويانو په ځپلو يې پيل کړی، چې د اخوان المسلمين د يو شمېر مشران نيول په کې شامل دي.