مولوى ګلاب شاه حقبين زمونږ ددين او ټولنې لويه سرمايه ده

 مولوى ګلاب شاه حسيني زمونږ ددين او ټولنې لويه سرمايه ده ،لوى خداى پاک ج دې نوموړي ته اوږد عمر ورکړي ،دغه ټکى خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي په هغه مراسمو څرګند کړ چې دولايت مقام دجرګو کور په جومات کې دقران کريم دختم په موخه نيول شوي وو او دهېواد ستر ،جيد اوسپين ږيري عالم مولوى ګلاب شاه حقبين هم په کې برخه اخيستې وه.
خوست والي دهېواد دستر جيد او سپين ږيري عالم شخصيت او علميت دټولنې ستر وياړ او لويه سرمايه وبلله او نوموړى يې هغه وتلى ،پيژندل شوى او دولس په زړونو کې محبوب عالم ياد کړ چې تل يې دټولنې داصلاح او دځوان نسل دروزنې لپاره مبارزه ترسره کړې او خپل غږيې اوچت ساتلى اودخپل عمر په اوږدو کې يې ددين ،خاورې او ولس لپاره په هره برخه کې نه هيريدونکي خدمتونه ترسره کړي دي.
دنعيمي په خبره مولوى ګلاب شاه حقبين چې اوس مهال ډير سپين ږيرى شوى خو لاهم دډيوې په شان يې دخلکو زړونو او ذهنونو روښانه ساتلي دي اوپه خپل علميت ،خاکسارۍ ،خدمت او شخصيت سره يې دهرچا په زړه کې ځانګړى ځاى پيدا کړى دى.
خوست والي دلوى خداى پاک ج له سپېڅلي دربارڅخه نوموړي جيد عالم ته دلازيات عمر او هوسا ژوند غوښتنه وکړه او په خلکو يې غږ وکړ چې همېشه دخپلو علماوو او مشرانو احترام او پوښتنه وکړي.
واکمن