
د طالبانو وياند قاري یوسف احمدي وايي، چې د چارشنبې په شپه مو دزابل ولایت دشاجوی ولسوالۍ له بازارنه دکلاخیلو پوسته چي اربکیان پکښې ول ۱۲ تنه اربکيان تښتولي دي.
نوموړی زياتوي، چې له څه مودې راپدیخوا پکې څوتنه طالبانو دیوه نفوذي پلان له مخې داخل شول او دیوه تاکتیک له مخې په داسي حال کي چي ګڼ شمیر طالبان دپوستې شاوخواته ځانونه رسولي ووپر ۱۲تنو اربکیانو دټوپکو شپیلۍ ور واړولې او لاسونه یې ور وتړل او د ورغلو طالبانو په همکاري یې له ځانه سره یو وړل او ۱۰ میله اسلحه چي ۸کلاشینکوفونه یو راکیټ یو ثقیل او نور مهمات ول هم ولجه کړل چي په اړه به یې داسلامي شریعت له مخې پریکړه وشي.