
د پاکستان پوليسو د نن سهار د رېپوټ پر بنسټ، د دغه هېواد د پنجاب ايالت د ګواجرنوالا په ښار کې، يو ريل ګادی له پټليو بهر شوی او په پېښه کې ۳ تنه وژل شوي او ۷ تنه هم ټپيان دي.
رېپوټ کې ويل شوي، چې ريل ګاډي څلور واګونه درلودل او له راولپنډۍ نه د لاهور په لوري روان و، چې د ګواجرنوالا په ښار کې له پېښې سره مخ شو.
پوليس وايي، چې دغه پېښه د ريل د زياتې چټکتيا او د چلوونکي د نه پاملرنې له امله رامنځته شوې.