د عراق د تيرې ورځې په چاودنو کې د وژل شوو شمېر ۲۸ تنو ته ورسيد

 د رويټرز خبري اژانس د رېپوټ له مخې، د عراق په څو سيمو کې د چاودنې او ډزو له امله، د وژل شوو کسانو شمېر ۲۸ تنو رسيدلی.
تر ټولو وژونکي پېښه، د بغداد شمال ختيځ ته په ۸۰ کيلومترۍ کې، د المقداديه په مرکز کې په يوه ګڼ بازار کې د چاودنې پېښه وه، چې ۱۴ تنه په کې ووژل شول.