
د ياکستان سيمه ييزو رسنيو خبر ورکړی، چې د خيبر په قباييلي سيمه کې د امنيتي ځواکونو لخوا، د ۲۱ وسلوالو مړي موندل شوي دي.امنيتي ځواکونو ويلي، چې د وسلوالو مړي د باړه په سيمه کې موندل شوي.
دغه مړي په داسې مهال موندل شوي، چې په سيمه کې د پاکستان امنيتي ځواکونو لخوا ځمکني او هوايي عمليات د وسلوالو ډلو پر ضد پيل شوي.
رېپوټونه وايي، چې دغه عمليات وروسته له هغې پیل شول، چې په پېښور او قباييلي سيمه کې وسلوالو مخالفینو بريدونه تر سره کړل.
په هغو سيمو کې، چې پوځي عمليات پيل شوي، زياتره د تحريک طالبان او د انصار الاسلام ډلې فعالې دي.