
د ريانووستي خبري رسنۍ د رېپوټ له مخې، د اسپانيا په شمال لويدیځ کې د پټليو څخه د ریل ګاډي د وتلو او اوښتلو په پېښه کې ۷۷ تنه وژل شوي او ۱۰۰ ته هم ټپيان شوي دي.
په تيرو ۴۰ کلونو په اسپانيه کې دا تر ټولو لويه پېښه وه. پېښه د سانتياګو ښار ته نږدې شوې او په ريل کې ټول ۲۲۰ تنه مساپر وو. داسې اندېښنه شته، چې مړو شمېر به تر دې هم زيات شي.