طالبان: سروبي کې مو پر يوه کاروان بريد کړی او ۲ بهرنيان په کې وژل شوي

 طالبان وايي، چې تير مازديګر د کابل ـ جلال اباد په لويه لاره د سروبي په سيمه کې، پر يوه کاروان بريد تر سره کړی. د دوی په وينا، بريد د سپکو او درنو وسلو په واسطه تر سره شو او کابو یو ساعت يې دوام وکړ.
سرچينه زياتوي، چې په دغه بريد کې يو لنډکروزر موټر تخريب شوی او ۲ بهرنيان په کې وژل شوي. په دغه بريد کې د افغان امنيتي ځواکونو د وژل کيدو او د څو نورو ګاډو د ویجاړيدو ادعا هم شوې ده.