
د اذرباييجان اسلامي حزب په خپله يوه خبرپاڼه کې، د دغه ګوند زنداني رييس محسن صمدوف د کانديد په توګه نومولی دی.
صمدوف د دموکراتيکو ځواکونو د ملي شورا د جوړيدو او له دغه پرېکړې، چې يو واحد نوماند يې وړاندې کړی خوښي څرګنده کړې ده. ده پر دې خواشيني څرګنده کړه، چې د اپوزيسيون په توګه په تيرو ۲۰ کلونو کې داسې وحدت ته نه وو رسيدلي.