د پاکستان په سند کې د ای اس ای دفتر سره څېرمه ۴ چاودنې شوي

 تيره شپه د پاکستان د سند ايالت د سکهر په ښار ۴ پرله پسې چاودنې شوي، چې ۷ تنه په کې وژل شوي او ۴۰ تنه هم ټپيان شوي.
د رينجر ځواکونو يوه تن افسر رضوان اختر ويلي، چې دوه چاودنې ځانمرګي بريدونه وو او دوه نورې، د ای اس ای سيمه ييز دفتر سره څېرمه، د اېښودل شويو  بمونه له امله رامنځته شوي.
د ده په وينا تر پېښې وروسته، د دفتر شاو خوا سيمه ژر د ضربتي عملياتو په واسطه د بريدکوونکو له شتون نه پاکه شوه.
د سکهر ښار د پوليسو يوه لوړ پوړي چارواکي مسعود بنګښ ويلي، چې تر چاودنې وروسته لس کسيزې وسله والې ډلې غوښتل د ای اس ای دفتر ودانۍ ته ننوځي. د ده په وينا، دوه تنه په ځانمرګي بريد کې او درې تنه د امنيتي ځواکونو لخوا وويشتل شول او پنځه تنه نور له سيمې په وتلو بريالي شوي.