امريکا مصر ته د اف ۱۶ الوتکو سپارل شاته غورځولي

 د امريکا د دفاع وزارت وياند تيره ورځ اعلام کړه، چې امريکا مصر ته د ۴ اف ۱۶ الوتکو سپارل شاته غورځولي.
د پنتاګون وياند جورج ليتل ويلي، چې امريکا د مصر پوځ سره اړيکو ته ارزښت ورکوي، خو دا يو احتياطي قدم دی، چې اخستل کيږي. د ده په وينا، د مصر شرايطو ته په کتو سره موږ په دې اند يو، چې اوس سمدلاسه مناسب شرايط د یادو الوتکو د سپارلو لپاره نه دي.
د يادولو ده، چې دغه پریکړه يوه ګړۍ وروسته له هغې په ډاګه شوې، چې د امريکا دفاع وزير چک هېګل او مصر  دفاع وزير تر منځ تیلفوني خبرې تر سره شوې.
امريکا د مصر له پوځ سره په کال کې ۱.۳ ميليارده ډالره مالي مرسته کوي. ځينې خلک د مرسي حکومت په پرځيدلو کې د امريکا لاس ويني، ځينې نور بيا وايي، چې برعکس امريکا دغه کودتا غندلې.