
د میدان وردګو ولایت مقام نه په يوه رارسيدلي خبر کې ویل شوي، چې د جلریز ولسوالۍ په اسمعیل خیلو سیمه کې تېره شپه د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې درې وسله وال طالبان ملا نذیر،حفیظ او ثمرګل ووژل شول او څلور نور ټپیان شول .
سرچينه زياتوي، چې همدا راز د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یو وسله وال طالب وژل شوی او اوه نور ژوندي نیول شوي ، په دغه عملیاتو کې چې تېره شپه ترسره شول،له وسله والو طالبانو څخه یو میل پیکا، یو میل کلاشینکوف، د ملي اردو یونفورم،بېلابېلې مرمۍ او ماینونه هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .