
د چين له پولو سره نژدې، د پاکستان په شمالي سيمه ګلګت بلتستان کې د ګېشر برم ون څوکه کې د اسپانيې څلور غرختونکي لادرکه شوې دي.
د پاکستاني رسنيو د رېپوټونو له مخې، څلور اسپانوي غرختونکي د ګېشر برم ون څوکې ته چې ۸۰۶۸ متره لوړوالی لري د جولای په ۲۱مه ورختلي وو، او له غره د بېرته ښکته کېدو پر مهال ورک شوي دي. دغو غرختونکي له ځان سره سټلايټ ټيليفون درلود، چې د ټيليفون له لارې يې يوازې له خپل هېواد او په پاکستان کې له خپل سفارت سره اړيکې نيولې.
تر دې پېښې دوه ورځې وړاندې درې ايراني غرختونکي د براډ په نوم څوکې ته له ختو وروسته د بېرته ښکته کېدو پر مهال لادرکه شوي دي.