د امريکا لوی درستيز په سوريه کې د پوځي مداخلې لپاره چمتوالی ښودلی

 د امريکا لوی درستيز جنرال دمپسي، په هغه رېپوټ کې چې د امريکا د سنا د وسلوالو ځواکونو کميټې ته سپارلی ويلي، چې امريکا په سوريه کې د پوځي مداخلې لپاره چمتو ده.
امريکا په پام کې لري، چې د ليبيا په څېر په سوريه کې هم د الوتنې ممنوعه زون رامنځته کړي او وروسته په دغه هېواد کې پوځي مداخله وکړي.
که چېرې دغه پلان د جمهور رييس بارک اوباما لخوا لاسليک شي نو عملي بڼه به غوره کړي. يوه لويه اندېښنه، چې په امريکا کې د دغه پوځي يرغل په هکله موجوده ده، هغه دا ده، چې د دې جګړې لګښت د مياشتې یو ميليارد ډالره دی او که دغه جګړه کلونو ته وغځيږي بیا به د دغه دروند بوج وړل به سخت وي.
له بل پلوه، روسيه او چين هم په سوريه کې د پوځي مداخلې لپاره ليواله نه دي او داسې احتمال شته، چې وار د مخه يې  د بشار اسد رژيم ته پرمختللې وسلې ورکړي وي او يا هم ورکړي.
\"\"