په عراق کې د ۵۰۰ بنديانو د خلاصون مسووليت القاعده پر غاړه اخيستی

 القاعده د يوې خبرپاڼې په خبرولو سره ويلي، چې د عراق له ابوغريب زندان نه د شاو خوا ۵۰۰ کسانو په تېښته کې د دوی لاس و او دوی د دغه پلان پر جوړولو په مياشتو کار کړی و.
عراق د تيرې شنبه په ورځ اعلان وکړ، چې تر وسلوال بريد وروسته، د ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ تنو پورې بنديان له یاد زندان نه په تېښته بريالي شوي، چې زياتره يې د القاعده غړي وو.