د مصر حکومت د مرسي ۲۲ پلويان په زندان کې اچولي

 د مصر محکمې، ۲۲ تنه د محمد مرسي پلويان د دوشنبې په ورځ د التحرير میدان په تاوتریخوالي کې د لاس لرلو په تور نيولي او په ۱۵ ورځې بند یې محکوم کړي دي.
د فرانسه د خبري اژانس د رېپوټ له مخې، دغه کسان همداراز په ناقانونه توګه د وسلې په درلودلو هم تورن شوي دي.