سويلي افريقا ۷ تنه پاکستانيان د سړي تښتونې په جرم نيول شوي دي

 د سويلي افريقا د تلويزيون د رېپوټ له مخې، د دغه هېواد په سويل کې ۷ تنه پاکستانيان د انسان تښتونې په تور نيول شوي دي.
دغه پاکستانيانو، د يو ۲۵ کلن هندی ځوان محسن پاتل په تښتولو کې لاس درلود. د رېپوټ له مخې، دوه تنه پاکستانيان د پوليسو په يونيفورم کې د هندي ځوان کور ته ورغلي و او بیا یې له ځانه سره بيولی.
 
دغه پاکستانيانو د هندي ځوان له کورنۍ نه د خلاصون په بدل کې د ۵۰ زره ډالرو غوښتنه کړې وه. د پوليسو په وينا وروسته له هغه، چې د هندي ځوان د بند ځای پيدا شو ټول پاکستانيان ونيول شول.