سي آی اې په افغانستان  کې د خپلو مرکزونو پر تړلو پيل کړی دی

واشنګټن  پوسټ  د امريکې د استخباراتي سرچينو په حواله خبر   ورکوي، چې تر يوې لسيزې پراخو عملياتو وروسته اوس سي آی اې په افغانستان کې دخپلو لسګونو پټومرکزونو پر تړلو پيل کړی  دی. ورځپاڼه ليکي، د مرکزونو تړل په  افغانستان  کې د  القاعدې د  ګواښ کمېدلو، منځني ختيځ ته دزياتې پاملرنې اړتيا او د  جاسوسۍ له دوديزو تګلارو سره  د سي آی اې د  نوي مشر د لېوالتيا څرګندونه کوي. د  خبر له مخې سي آي اې به په کابل کې خپل مرکز چې د نړۍ په کچه تر ټولو لوی مرکز دی، پرانيستی وساتي او تر څنګ به يې په جلال اباد کې د ډرون الوتکو هوايي اډه  هم خپلو فعاليتونو ته دوام  ورکړي. د پلان له مخې به د پاکستان د پولې په اوږدو کې لسګونه پټ مرکزونه وتړل شي، چې په خوست کې د (چاپمن) اډه به هم په  همدې لړ کې وي. د تړل شويو اډو زياتره کارکوونکي به د  کابل مرکز ته او همداراز د بګرام، کندهار، جلال آباد، هرات او مزارشريف اډو ته انتقال شي.
د سي آی اې يو متقاعد مامور (ريچارډ بلي) واشنګټن پوسټ ته ويلي، چې په افغانستان  کې سي آی اې د استخباراتي فعاليتونو پر ځای زيات پوځي او جګړه ييزو عملياتو ته مخه کړه، ځکه چې دلته  دوديز استخباراتي فعاليتونه ډېر اغېزناک نه وو، خو د سي آی اې نوی مشر غواړي بېرته دوديزو فعالیتونو ته مخه کړي.