
دحرمينوهندار
دحج يونليک
دري شپېتمه برخه
قاضي محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com
دنيستمنۍ اوشتمنۍ مسابقه
سعودى
شتمن هيواد دى خودلته هم دشتمنۍ په وېش کې توازن[انډول]په پام کې نه دى نيول شوى
دلته هغه دالفت صاحب خبره يود وينې له فشار اود وينې دډېرښت له امله مري اوبل
دوينې دکمښت له امله ، الفت صاحب بې له شکه دلوړوخيالونو اوژوروفکرونوخاوند و.هغه
پنځوس شپېته کاله وړاندې په افغانستان کې هم دې غميزې يادپانګودوېش په کارکې
دانډول نه شتون اوددې غميزې ناوړوپايلوته متوجه و په سعودي کې ددې ناانډولۍ ګراف وروستي حد ته رسېدلى
دى ، يوتن به دميلياردونوډالروخاوندوي بل
به په خاوروکې ژوند کوي ،ديوپر پيسوبه دلوېديځ بانکونه ډک وي اوبل به وچې ډوډۍ ته
حيران وي .همدااوس دلويديځ بانکونه دعربانوپرپيسو څرخي ،پيسې دعربانواوصنعت،تخنيک،
سوداګرۍ اوپرمختګ پرې دغربيانو روان دى غربيان هم کله کله ددوى له حماقتونو
اوعياشۍ څخه ناوړه استفاده کوي پر يواوبل نوم يې شتمني کنګل کړي، شاوخوا دوه کاله
وړاندې مې واورېدل چې امريکادعربي متحده اماراتودشيخانو ،اميرانواوشاهزويانوڅخه
شاوخوا اوه سوه ميليارده ډالرپه يوه اوبله پلمه کنګل کړل. دلوېديځ په بانکونوکې دعربانودپانګواوپيسوساتل
ددې ﻻمل کېږي چې عربان دلوېديځ مريان شي ،ځکه چې
پخپله يې خپل لاس دهغوى تر تيګې لاندې کړى دى . که دوى دلوېديځ هره روا
اوناروا غوښتنه ونه مني نوميلياردونه ډالريې کنګل کېږي .عجيبه ده پيسې اوشتمنې هم ددوى
ده اومريان هم دوى دي.
په
سعودي کې دابن لادن اوجاحظي په نوم دوه
شرکتونه دشتمنيو دانحصاردوه ښې بيلګې دي
دادواړه کورنۍ دومره شتمنې دي چې حساب يې
له دوى هم غلط دى. خوبل خوابيا دهمدې
هيواد اتباع دحرمينوشاوخوا اودمکې اومدينې په کوڅو کې پرځمکه ناست اوګدايې کوي
.دحرم شريف په شاوخواکې په هره ﻻراوهره کوڅه کې دګدايي ګرو کتارونه ليدل کيږي. ځينې سوالګرريښتياهم معيوب
وي اوځينوبيادګدايۍ اوخلکودپام،عاطفې اوشفقت دجذبولولپاره خپل لاس اوپښه تړلې ، پربدن يې مصنوعې ټپونه جوړکړي وي اوداسې
زمينه يې برابره کړې وې چې دهرچازړه ورباندې سوځي
داسې مې هم واورېدل چې دسعودي له ګاونډيو هيوادونو اوآن له سوډان
اونوروافريقايې هيوادونوهم سوالګر په پټه اوښکاره دحج په موسم کې دګدايۍ لپاره
راځي .داسې هم شوي چې سعودي چارواکيو څوڅوځله بهرني سوالګرپه ډله اييز ډول نيولي
اوله هيواده يې و ېستي وي خوډېرژرپر يوه اوبله ﻻر راستانه شوي دي. داسوالګرکله
انسان دومره مجبورکړي چې دپيسوله ورکولوپرته يې چاره نه وي، کله کله خپل ټپونه
اومعيوبيت دومره جدي ونيسي چې انسان په عاطفي محکمه کې دپيسو په ورکولومحکوم کړي
.دسعودي پوليس يې هم مخه نيسې خووس يې نه رسېږي. ځينوسوالګرو په نورو ژبو هم دسوال
الفاظ ياد کړي دي: (( حاجي بابايک ريال،حاجي بابا يک ريال)) اوازونه کوي ځينې
کوچنۍ انجونې سړي پورې ونښلي ځينې موپخپلوسترګو وليدل چې دخلکودتېروېستلولپاره يې
لاسونه په څنګلواوپښې هم په ورنوکې قات کړي اوتړلي وي
حجرالاسود
دفقهې
په کتابونوکې مې دحجرالاسود په اړه ډېرڅه لوستي اوله حاجيانواورېدلي ووخولاهم ددې تيګې په اړه له سهووسره مخ وم
ماګومان کاوه چې داتيګه به دبيت الله له ديواله څومتره لېرې په مطاف کې ايښې وي
.په لومړي طواف کې هم پرې پوه نشوم .په دوهمه ورځ مې ځکه پوښتنه وکړه چې
دښکلولوتلوسه يې راسره وه يوملګري مې له
لېري راوښود.په يادمې نه دي چې په لومړي ځل به مې کله اوپه څووم طواف کې ښکل کړى
وي خودتلوسې اواشتياق غوښتنه مې داده چې په مکه کې زمادشتون په دوهمه يادريمه
ورځ به مې ښکل کړى وي
دحجرالاسودښکلول
هيڅ وخت هم اسانه کارنه دى په ځانګړې توګه دحج په ورځوکې خودژوند په بيه تمامېږي
.حجرالاسوددبيت الله په جنوبي کونج کې
دملتزم اودکعبې دروازې ترڅنګ ايښى دى
دلته دومره بيروباروي چې دطواف مخه يې نيولې وي که دحج په ورځوکې څوک
دحجرالاسودښکلول وغواړي نوچې ځوان اوتکړه
هم وي اودحجرالاسود يومترۍ ته ځان ور ورسوي
نوهمدايومترفاصله به کله کله په
دوه ساعتونوکې هم لنډه نه کړي، کله خوداسې هم کېږي چې ديوچالاس هم حجرالاسودته ور
ورسېږي خوچې دټيل څپه پرې راشي دومره لېري يې بوځي چې بيايې ورته ورتلل څوساعته
غواړي.
زه
يوماسخوتن له لمانځه وروسته ورنږدې شوم يوه عربه ښځه هم ورته ډېره نږدې شوې وه،
ټيل يې کاوه اوځان يي وررساوه .پوليسو منع کوله خو هغه چېرته منع کېدله ،د ليوني
په څېريي جنګ کاوه خوله يې هم اچوله، دې ته خويي پام هم نه و چې دا ښځه ده
اوځان بايد له پرديو نارينه وو وساتي مامخکې هم د حجراسود دښکلولو شرعي حکم
بيان کړ،په داسې حالاتوکې چې ښځه بې حجابه
شي اويا ځان اونوروته د مرګ اودرانه زيان يقين وي ښکلول يې آن د حرمت حالت ته
رسېږي . ما هېڅ ښـځه هم نه ده ليدلې چي
حجراسود ته تللې وي اوبېرته پټ سرراغلې وي ،زه پوهېدم چې د حجراسود له ښکلولو څخه
يې نه ښکلول ښه دي خوبياهم طاقت نه راته .پنځه ځله مې دمرګ په قبلولو، جنګ اوټېل ماټېل ښکل کړى دى. دحجرالاسود د
ښکلولوپه برخه کې يوستره ستونزه داده چې ددې تيګې بهرنۍ برخه چې په اسانه شونډې ور
رسېږي پوښل شوې ده .هرڅوک مجبوردي چې سر
ورننباسي اود ننه يې ښکل کړي .يوځل پرې زما اود يوې ښځې جګړه شوه ،هغې زما مخه
نيوله اوغوښتل يې چې خپله ورنږدې شي اوماد هغې، بالاخره موږ دواړه ټېل راووېستلو،دېخوايې راباندې ډېرې
پټکې او غوسې وکړې.
ځينو خلکو بيا له بل تکتيک څخه کاراخست ، که
ددوى کوم ملګري به داتيګه نه وه ښـکل کړې
نو څلور پنځه تنه به يوځل اويوځايي ورغلل نوروبه خلک ټېل وهل اويوبل ته به يي
لاسونه ورکړي وو اوده ته به يې لاره جوړوله ،زموږسره يوڅوتنه هراتي پياوړي اومست
ځوانان وو ، هغوى به هم همدا کارکاوه ،هغوى به په ټوکه ويل چې که هرڅوک
دحجرالاسود ښکلول غواړي نو موږته دې زر
رياله راکړي موږيې وررسوو .د حجرالاسود ښکلول
څه کم ارزښته خبرنه ده ،خلکوبه ورته په
حرم کې شپې تېرولې، اسانه وخت اود بيروبارد کمښـت دشېبولپاره به په حرم کي پاتې
کېدل، يوځل د حج له مراسمو کوم شل ورځې وروسته د حرم د خادمانوديوتن سرګروپ (
شاهد)سره دحرم په دريم پوړ کې ماسخوتن
ناست وم چي ګرځنده تيليفون يې وشرنګېد، يودوست يې له پاکستان څخه په تيلېفون کي
ورته ډېره سپارښتنه کوله ورته ويل يې چې هغه فلاني حاجي راته له مکې معظمې
څخه ټېلېفون وکړ اوډېرخفه و، ويل يې چې
له اخترنه تراوسه ډېرکوښښ کوم خونه يم
توانيدلى چې حجرالاسود ته ځان وررسوم ،هغه له شاهد څخه وغوښـتل چې ورسره مرسته وکړي او حجرالاسود ته يې ورسوي
خوشاهد ورته وويل چې بله هره مرسته ورسره کولى شم خوداکارنه شم کولى ځکه چې
يوخوهلته د بيروبارله کبله موږ هم نه شو
ورنږدې کېدلى اوبل داکار حکومت هم منع کړى
دى که هرپوليس اويا د حرم خادم يا کارکوونکى
په دې کارونيول شو نو د سعودي
حکومت ورته سزا ورکوي، ته ورته ووايه چې خپله کوښـښ وکړي.
حجرالاسود دکعبې په جنوبي ګوټ کې د مطاف له سطحې
يواعشاريه لس متره پورته ايښودل شوى ،اوږدوالى يې ٢٥سانتي متره اوپلنوالى يې
تقريبا ١٧سانتي متره دى . رسول الله ص لا په نبوت نه و مبعوث شوى چې دمکې اوسېدونکيو کعبه ودانه کړه
خود حجرالاسود په ايښودلونه جوړېدل هرقام غوښـتل چي داوياړ خپل کړي د ابواميه
مخزومي دقبيلې يوتن سپين ږيري پيشنهاد وکړ چې
سباسحر هرڅوک وخته له نورو
وړاندې له باب بني شيبه څخه کعبې ته راغى
نود هماغه پرېکړه د تطبيق وړده .سبا سحرخلکوکتل چې د حضرت محمد ص د تندي رڼا
راښکاره شوه حضرت محمد ص له درايت او کفايت څخه کارواخست تيګه يې پر څادرکيښوده
دهرقوم يوتن استازى يې راوغوښت اودڅادريوه
يوه پيڅکه يې ورکړه اوتيګه يې دکعبې دېوال
ته نږدې کړه بياهغه [َص]په خپلومبارکولاسونوهغه واخيسته اوپه خپل ځاى يې کېښوده
اوپه دې توګه يې د قومونو ترمنځ د سترشرمخه ونيوله .
رسول
لله ص فرمايي چې حجرالاسود له جنت څخه
راغلې تيګه ده .
تاريخ
پوهان وايي چې کله حضرت ابراهيم ع کعبه ودانوله ،د کعبې ديوال لوړ شو او حضرت ابرا هيم ع نه وررسېده نوالله ج دا
تيګه له جنت څخه راولېږله چې هغه[ع] پرې ودرېږي اودېوال ته ورورسېږي.
تاريخ
پوهان وايي چې داتيګه به پخپله دکارپه وخت کې د ابراهيم ع ترپښولاندې تاوېدله
دا
تيګه يوه ټوټه وه
خو دقرامطه وو په وخت کې اوله هغې
وروسته داسې پېښې وشوې چې ددې تيګې ښکاره برخه ماته شوه اوکوچنۍ ټوټې ترې
بېلې شوې لويه ټوټه يې دخرماپه اندازه ده.قرامطه
داسمعيلي باطني شيعه ډله ده چې
حجرالاسود يې په ٣١٩هجري کال مات
کړاوپه ٣٣٩هجري بېرته ترميم شواودسپينوزروپوښ ورکړل شو دا اته واړه هماغه ټوټې دي چې
دحجرالاسودپه منځ کې ايښودل شوي اوښکلول يې سنت دي. دتيګې اوپوښ اونورو برخوښکلول
سنت نه دي. سعودي حکومت د[١٤٢٢ه]په ربيع الاول کې داتيګه اوپوښ له سره ورغوه اوډېريې ښکلى کړى
دى. يوځل دماسخوتن لمانځه په وخت کې پرې دبرېښنا دګروپ رڼاپريوتې وه دسپينوزرودې
پوښ دې رڼا ته داسې انعکاس ورکړى و چې ما ګومان وکړ له حجرالاسود څخه سپين راډونه راتاو دي.
درواياتوله
مخې، دې تيګې لومړى تک سپين رنګ درلود خوداچې هرګنهګاراوبې ګناه ښکلوله
دانسانانودګناه له کبله ددې تيګې رنګ تور واوښت. امام مجاهد وايي کله چې حضرت
عبدالله ابن زبير کعبه د ودانولوپه نيت ورانه کړه نوماوليدل چې دحجرالاسود دمنځ
رنګ سپين و رسول الله[ص]فرمايي چې داتيګه به دقيامت په ورځ دهغه چاشفاعت وکړي
چې ښکل کړې يې وي حضرت عايشې[رض]دبيروبارله کبله ددې تيګې له ښکلولوډډه وکړه .حضرت
عمررض چې يوريښتونى، مجاهد،موحد،فاروق اوانقلابي خليفه و ددې لپاره چې خلک
دحجرالاسودپه احترام کې افراط اومبالغه ونه کړي نوداتيګه يې مخاطبه کړه .ورته يې
وويل: زه پوهيږم چې نه چاته ګټه رسولى شي اونه نقصان يوه تيګه يې که رسول الله[َص]
مې نه واى ليدلى چې ته يې ښکل کړې يې نو
مابه هيڅکله هم نه وې ښکل کړې .
واړه لګيا ځينې ځان ځينې جهان جوړوي
نهه
بجې سحرمې خالد ته فون وکړهغه په ١٥٣مه ودانۍ کې اوسېده. له ده سره زموږکليوال هم
ووپه جروال کې درې لويې او څوپوړيزې ودانۍ خواپه خوا دي .دا ودانۍ افغان دولت
کرايه کړې وې،دلته ٤٥٠٠تنه افغانان اوسېدل بعثې هم په کې دفتردرلود .خالد
لومړي پوړته راغى ماورته وويل چې له قاري
زمري سره مې مخ کړي هغه هم راسره روان شوقاري زمرى په اوم پوړکې اوسېده ،لفت
يابريښنايي زينې هم خرابې وې. قاري زمرى مې له ځان سره ملګرى کړ اواتم پوړته دطالب
اخونزاده خونې ته ورغللوپه دې خونه کې له طالب اخونزاده [اخونزاده صاحب ددې کرښوله
ليکلوڅواونۍ وړاندې وفات شو انا لله وانااليه راجعون]پرته زموږ دکلي ملک معلم صاحب
ميرزمان،سميع الله اوصابر هم اوسېدل دوى له ځان سره خپلې مېرمنې هم راوستې وې چې
هغوى په بله خونه کې اوسېدلې، دامهال ددوى پوښتنې ته زموږ بل کليوال غلام دستګير
اوزموږ دتره زوى شېر هم راغلي ووڅوشېبې موپه پرديسۍ کې دکلي کورخبرې اوټوکې ټکالې
وکړې پاوباندې يوولس بجې لمانځه ته روان شو
معلم
صاحب ميرزمان زما ملګرى دى ،تکړه ويښ اخلاقي اوهغه دچاخبره مخ ماتي زامن لري په پيښورکې هم په کمپ کې څوارلس کاله يوځاى
اوسېدو. طالب اخونزاده زما له پلاره هم
ډېر مشر و خوزما ملګرى و ښه شوقي ځواني
يې تېره کړې وه په بډه بېره کې زموږ دجامع
مسجد موذن ووخوږغږيې درلود اوخوږ او اوږد اذان يې کاوه يوځل په بډه بيره کې چې
دادمسجدموذن وودمسجد او دمسجد دلاسپيکرواک او اختيارهم له ده سره و ،نه پوهېږم په
څه خبره مې ورسره ورانه شوې وه ورته مې
وويل چې لاسپيکرراته خلاص کړه چې خلکوته
مسايل کوم هغه هم لاسپيکرراته پرانيست اومايک يې زما قدته برابرکړهغه وخت به زه
ايله د ١٢کلونووم په لاسپيکرکې مې مسايل پيل کړل طالب اخونزاده ،اخونزاده وه
خلکوورته عقيدت اوپرزوينې درلودلې دم اودعايې پرې کوله اوماورپسې راواخيسته داسلام
له نظره مې د نسب موضوع راوسپړله، دى راته
ناست و اوماپه لاسپيکر کې ويل چي په اسلام کي ميا اواخونزاده نه شته دى
سيد، ميا اوخونزاده يې لاڅوک دي په اسلام کې د بهترۍ معيار شخصي تقوا ده هرڅوک
چي متقي وي که جټ او جولا هم وي نو هغه بزرګ دى دم او دعا بايد پرهماغه وشي په
دې خاطرد چااحترام مه کوئ لاسونه يې مه ښکلوئ
،دم اوتعويذ پرې مه کوئ چې ګوندې هغه
اخونزاده دى ،دنوح ع او دهغه دکافر زوى، دحضرت ابراهيم ع او دهغه د کافر
پلار ،دحضرت رسول ص اود هغه دکافرتره کيسې مې وکړلې چې ګويا هرڅوک دخپل عمل مسؤول
دى، ما دده پرضد خبرې کولې دى راته ناست و
لاسپيکر يې هم راته چالان کړى دى،
مسايل مې چې بس کړل نو همدومره يې راته وويل چې زړه دې يخ شو .
اخونزاده صاحب اوس مهال ډېر کمزورى اود
څواتياکالووو اوس د کمزورۍ له امله حرم ته لمانځه ته تللى هم نه شي لمونځونه
په خپله خونه کې کوي دحج په ورځوکې غلام دستګيردومره مرسته ورسره وکړه چې څوک يې د
خپل پلارسره هم نه کوي هلته هرڅوک ځان ته حيران وي له بل سره مرسته سخت کار دى او
لوړ عزم غواړي اوبياله کمزورو اوپه نورو
متکي خلکوسره، خوغلام دستګير دا همت وکړ
چې اخونزاده صاحب يې په ويلچر(دناروغانو بايسکل )کې کېنولى منى،عرفات
اومزدلفې ته وروست دجمرود ويشتلو،د طواف زيارت او قربانۍ کاريې ورته اسانه .زما له
ماما حاجي حبيب الرحمن استاذ سره په خونه کې يو کونړى سپين ږيرى اوسېده چې اوس دجلال اباد په اکمالاتي بيز کې اوسېږي زوى
يې هم ځوان مولوي دى او اوس د حج په معلمينوکې راغلى دى ، ماما مې وويل چې دامولوي
له موږ سره نږدې ودانۍ کي اوسېږي وروسته
بياما داځوان مولوي وليده واقعاً چې تندرسته اوښـکلى سړى و د وخت په تېرېدوراته
څرګنده شوه چې ده کولى شول چې خپل پلار له
ځان سره په يوه ودانۍ کي خوپرېږده آن په يوه خونه کې مېشت کړي خو دده د خدمت له
کبله يې ونه غوښتل چې پلاريې ورسره نږدې
وي دا سپين ږيرى يوه مياشت زما ماما ته پر شاوو په مزدلفه اوعرفات کې مې ماما دې
مولوي صاحب ته فون وکړ چې پلار دې
نور ستړى او له پښوپاتې دى او زه يې هم
ستړى کړم، راشه او مرسته ورسره وکړه هغه ورته په خوله ښه کړي و
خونوريې خپل فون بندکړى و دوه ورځې
زنګ هم نه ورته، په دريمه ورځ چې
په شيطانانوکې پلار اوزوى سره مخ شول نو
پلاريې ښه د زړه له خلاصه ښکنځلې
ورته وکړې
او ورته يې وويل چې د حج په دې مقدسو ورځواو مقدسو ځايونوکې يې ښې
پرېمانه ښيراوې ورته کړې دي.