
د امريکې د ولسمشر مرستيال جو بايدن
هندوستان ته په رسمي سفر رسېدلی
دی. نوموړي د هند د ولسمشر له مرستيال حميد
انصاري سره وکتل او ټاکل شوې چې له لومړي وزير من موهن سنګ او ولسمشر پرناب موکرجي سره به هم وګوري. د مشرانو د
خبرو يو مهم ټکی له افغانستان څخه دامريکايي پوځيانو وتل دي. هند له دې
امله جدي اندېښنې لري او د بايډن سفر د
همدغو اندېښنوتر سيوري لاندې راغلی دی. تر ۲۰۱۰ کال وروسته چې بارک اوباما
هند ته سفر درلود، دا هند ته د امريکې د تر ټولو لوړپوړي چارواکی سفر بلل کېږي. هندوستان په افغانستان کې څه باندې
دوه ميليارد ډالره لګولي دي او واک ته د
طالبانو له بياراتګ څخه سخت په اندېښنه کې
دي.