اروپايي اتحاديې هم حزب الله په ترهګر لست کې شامل کړ

 
د ارويايي اتحاديې په يوه ګډه غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د لبنان حزب الله د ترهګرو ډلو په لست کې شامل کړي.
د امريکا او کاناډا لخوا دا پرېکړه ډير کلونه مخکې شوې وه، خو په اروپا کې اوس ياده ډله، چې د ايران لخوا تمويليږي، د ترهګرو په لست کې نيول شوې.
د دغه پرېکړې لامل په اروپا کې، هغه ترهګريزه پېښه ښودل شوې، چې په بلغاريا کې د حزب الله لخوا د سيلانيانو پر يوه سرويس موټر  چاودنه وشوه او ۴ تنه اسراييليان په کې ووژل شول.
د يادونې ده، چې په لبنان کې حزب ډير ځواک لري او د لبنان تر امنيتي ځواکونو دوی ځواکمن دي، چې مشري يې  د ۵۳ کلن حسن نصرالله پر غاړه ده.
 
حزب الله د سوريې په جګړه کې هم ښکېله ډله ده  او د اسد له رژيم نه په کلکه  دفاع کوي، چې تر ډيره بريده يې د اسد په ګټه د جګړې تله درنه کړې هم ده.