
دا د اسامه بن لادن په اړه د هغه د کډې نجوا، ځوی عمر او د یوې بهرنۍ لیکوالې جین ساسن ګډ کتاب دی چې په انګریزۍ کې یې Growing Up Bin Laden نوم پرې ایښی دی. ما، سمیع الله ایلم، دغه کتاب پښتو ته ژباړلی دی او له تاسو سره یې هغه برخه چې اسامه بن لادن په کې افغانستان ته راځي د روهي ویبپاڼې له لارې شریکوم. هیله ده چې څوک یې د کاپي، بیا خپراوي، ثبت او ظبط هڅه ونکړي.
په درناوي!
دریمه برخه
پنځلسم څپرکی
افغانستان ته ګرځیدل
ل. عمر بن لادن، د اسامه بن لادن څلورم ځوی
ژ. سمیع الله ایلم، کابل
کله چې مونږ له الوتکې څخه را وتلو او خپلې پښې او لاسونه مو د شخۍ د ویستلو لپاره غځول، را غځول نو مونږ ته مو د پلار یو پخوانی ملګری انتظار و. دغه کس ملا نورالله نومیده. د نورالله د نوم مانا ده "د خدای (ج) رڼا".
ملا نورالله چې زما پلار ولیده، نو زمونږ په خوا یې رامنډه کړله او زما پلار ته یې داسې یوه غیږه ورکړله ته به وایې چې خپل ځوی یې پس له ډیرې مودې د لومړي ځل لپاره لیدلی وي.
ما مې د پلار څخه د پښتنو په اړه صفتونه اوریدلي وو. ده به ویل چې پښتانه د نړۍ پرمخ تر ټولو ډیر میلمه پاله خلک دي.
که چیرې ټول پښتانه د ملا نورالله په څير وي، نو مطلب دا چې ورځې به مو په افغانستان کې بدې نه وي.
د ملا له غښتلې تنې، او له اوږدو ګامونو څرګندیدله، چې کس مجاهد تیر شویدی. د سړي ږیره تکه توره وه خو سپین هم په کې را ښکاره شوي وو. دا چې زه د پلار د قد سیوري تر خپلې شا پټ کړی وم نو د چا فکر زما خوا ته نشو. زما پلار هم زما د معرفي کولو هڅه ونکړله.
زه وروسته پوی شولم، چې ملا نورالله زما د پلار د هغه وخت ملګرو څخه و، چې دوی دواړو اوږه په اوږه د شوروي خلاف په افغانستان کې جهاد کاوه. له جهاد څخه وروسته نوموړی په جلال اباد کې، چې د ننګرهار د پښتنو نوموتی ښار دی په یوه وتلي مشر بدل شو.
د افغانستان ننګرهار د پاکستان له پولې سره پروت ولایت دی، چې خلک ترې په اسانۍ و پاکستان ته د خیبر پاس له لارې، چې مهمه تاریخي او اقتصادي دروازه ده تیریږي.
پښتانه د نړۍ له مهمو او لویو قبایلو څخه دي، چې پخپل ځان کې ۶۰ نوره پښتنې قبیلې رانغاړي. پاکستان د پښتنو د اوسیدلو له کبله د نړۍ لومړی درجه هیواد دی. دلته ۲۸ ملیونه پښتانه اوسیږي خو په افغانستان کې بیا ۱۳ ملیونه!
دغه خلک په "پښتو" خبرې کوي او ځان ته د چلند خپل اصول لري، چې "پښتونوالي" نومیږي. په تیر کال کې د ملا نورالله مسؤلیت دا و چې داړه ماران ونیسي او ترمرګه یې ورسوي. له همدې کبله یې پخپلو خلکو کې ښه نوم ګټلی و خو د داړه مار له ورور څخه ورته متواتره ویره او ترهه موجوده وه. د داړه مار ورور سوګند یاد کړی و، چې ملا نورالله به ژوندی نه پریږدي.
په دغه خاوره کې اوس هم د سترګې په بدل کې سترګه او د ژوند په مقابل کې د ژوند اخیستل مشهوره مقوله وه او لا یې هم بدلون نه و موندلی.
خو ملا نورالله دغه ټول اخطارونه غاړې ته ایښې وو او ځان یې خدای (ج) پاک ته سپارلی و. که خدای (ج) پریکړه کړی وې چې د داړه مار د ورور لخوا به نوموړی وژل کیږي نو ده یې تصمیم نشو بدلولی. له هوایي ډګر څخه د وتلو پرمهال، ملا نورالله له مونږ څخه مخکې او مونږ یې تر شا وو. ملا نورالله د خلکو په منځ کې مونږ ته لار جوړه کړله؛ د هوایي ډګر له چارواکو تیر شولو او هغو دوسیټه ډاټسونو ته مو لار وموندله چې چلوونکي یې مونږ ته منتظر وو څو له هوایې ډګر څخه مو وباسي.
د ملا نورالله ډاټسن ځلیدونکې سره وه چې د داړه مار ورور ته یې د خطر پیغام له ځان سره درلوده.
ملا نورالله بې له کومې ویرې او ترهې په مخکیني سیټ کې کیناسته او چلوونکي یې خپل سیګرټ ولګاوه. زما پلار د ملا نورالله شا ته په دویم سیټ کې کیناسته. ما ځان ته د ابو حفص او پلار ترمنځ ځای پیدا کړ.
کله چې ښه سره کیناستلو او ارامي را باندې خپره شوله، ملا نورالله متوجه شو چې له پلار سره مې کوم بل کس چې زه وم هم موجود دی. ده مې له پلار څخه وپوښتل: "دغه هلک څوک دی؟ ځوی دې دی؟"
"هو! دا مې عمر ځوی دی. په ورونو کې څلورم دی."
ملا نورالله موسکا وکړه او لاس یې زما په لوري را اوږد کړ او له پوزې یې کش کړلم: "ښکلې پوزه لرې. ښه اوږده او اوچته!"، "عمره د غښتلي سړي پوزه درباندې لګیدلې ده!"
ما د خپلې پوزې په اړه دومره صفتونه مخکې نه وو اوریدلي او دلته هم پوی نشولم چې د ملا نورالله خبرو څومره اغیز را باندې درلوده؛ خوند یې و او کنه؟
یو غوږ مې د پلار او نورالله ترمنځ خبرو ته و خو په سترګو مې خپل نوی چاپیریال لیده. لرې مې یو غر تر سترګو شو چې بیا وروسته پوی شولم، چې دا د افغانستان وتلی "سپین غر" و. سپین غر جلال اباد فضا ته بیل ډول ښکلا وربخښلې وه. ما ویل ځه دغه ښار به سوځیدلی رنګ ولري خو څه خبر وم چې په دغه ښار کې د کابل سیند تیریده چې ښار ته یې شینواله بخښلی و.
له شینوالي څخه پرته نور د هیڅ شي خوند نه و. خلک خوار او ودانۍ زړې ښکاریدې. په ګاډي کې په ښار کې د تیریدلو پرمهال پوی شولم، چې خلک غریبۍ پوره ځپلي دي. خلک د ګاډو په ځای د خرو او یا هم د آسونو په ټانګو کې له یوه ځای بل ځای ته تلل راتلل. ځوانان مې لیدل، چې زړې جامې یې پر تن وې او په شاتورو اسونو او ستړو قچرو سپاره ګرځيدل. بس په څو ساعتونو کې زه سلګونه کاله شا ته تللی وم.
په همدې فکرونو او سوچونو کې وم، چې د ملا نورالله غږ مې واوریده، چې زما پلار ته یې ویل: "ته به بې له شکه زما په کور کې اوسیږې. کله چې ښه ځای پر ځای شولې بیا به قصر ته لاړ شې.د جلال آباد حکومت ته یوه پخوانۍ ماڼۍ ور پاتې ده. دغې ماڼۍ کې یو وخت شاه اوسیده. "
د "قصر" په نوم اوریدلو سره مې یو څه هیله مندي پیدا شوله.
کله چې چلوونکي د ملا نورالله کور ته ورسولو نو حیران شولم، ځکه دلته ژوند د ښار له ژونده او روزګاره بدل و. دده کور ډیر ښکلی و. فکر نه کوم، چې په جلال آباد کې به چا د داسې یو کور د شتون توقع کړې وای. کور ته ښکلی ځلیدونکی رنګ هم ورکړل شوی و او زما له توقع څخه لوی او اوږد کور و.
مونږ له ډاټسونو ښکته شولو او نورالله د کور په لوري بدرګه کړلو. کور دننه ښه ازاد و. ۲۵ خونې یې درلودلې. ټولې خونې ښې پاکې او سوتره وې.ما په دې کور کې د ځان ته خونې غوښتنه کوله ځکه زه تنهایې غوښتونکی وم خو په کور کې مې دغه ارمان نه و پوره شوی ځکه چې ورونه مو ډیر وو او ټول به سره ګډ اوسیدلو. زما دغه هیلې هغه وخت په باد لاهو شولې، کله چې پلار مې نورالله ته وویل، چې که زمونږ په اړه له هرې ممکنه بدې پیښې خبریده نو مونږ ټول به لاندې په تاخونه کې چې تیاره او سړه وه اوسیږو او بیدیږو.
د ملا نورالله کسانو په تاخونه کې د دوو تختونو بندوبست وکړ، مطلب دا، چې زه به مې له پلار سره یو ځای ویدیږم. دې تا خونې وړوکی تشناب درلوده. زمونږ شاوخوا زما د پلار کسان د تاخونې په نورو خونو کې د بیدیدلو په موخه ځای پر ځای شول. زه له پلار سره او هغه هم داسې، چې شاوخوا محاصره وو!!! ما ګوښې خونه غوښتله. هغه خو هیڅ را ونه رسیدله چې لا پسې محدود شولم.
ما څه غوښتل خو څه را پیښ شول.
زمونږ لپاره نورالله د یوه پخوونکي بندوبست هم وکړ. د پخونکي تنظیم لا پسې حیران کړلم ځکه، چې پلار به مو اوس د ډیرو بې خوندو خوړو د برابرولو امر ورته کاوه او هغه څه به پخوونکي پخول چې نه مې خوښیدل.
که څه هم ما غوښتل، چې په ښار کې وګرځم خو د امنیتي دلایلو له کبله زه او پلار مې سره د هغو کسانو باید په دې لوکس کور او دهغه په باغ کې پاتې شوي وای. دوې اونۍ مو په همدې منوال، چې یا کور او یا هم د کور په باغ کې په قدم وهلو تیرې کړلې. دغه کور زمونږ لخوا غوره شوی ښکلی زندان و. که څه هم په کور کې ګوښي پراته وو خو نورالله ملا هیڅکله مونږ ته داسې احساس را نکړ چې مونږ دې ځان ته وو. تل به راته او زمونږ پوښتنه به یې کوله. د خپل پښتني کلتور له مخې به یې مونږ ته ښکلې ډوډی او رنګارنګ خوراکونو د پخولو هڅه کوله خو پلار مې نه منله او ورسره جنجال به یې و.
ملا نورالله په عمل او خبرو دواړو کې هڅه کوله چې ځان زما پلار ته وفادار ثابت کړي. د جهاد شپې ورځې دوی داسې تیرې کړې وې چې اړیکې یې نه ماتیدونکې وې. دوی زما پلار سره د خبرو اترو له کبله د هغه په ژوند ښه پوی شوي وو.
پلار مې هم له ملا نورالله سره له حده نږدې اړیکې ساتلې. دومره به ورته نږدې کیده چې ما مې پلار له بل هیچا سره دومره نږدې نه و لیدلی. پلار به مې نورالله ته په سوډان کې د خپلو پروژو کیسې کولې چې د سوډان او د سوډانیانو د ښه ژوند په موخه یې په لار اچولې خو دریغا چې هغوی وفاداري ونکړله. ما د لومړي ځل لپاره له پلاره له نامیدۍ ډکې خبرې اوریدلې چې ملا نورالله ته به یې کولې: "انډیواله، زه د خپل راتلونکي په اړه په تشویش کې یم. ما تر دې دمه ډیر څه له لاسه ورکړل. زه پخپله یوه لویه کورنۍ لرم. پیروان مې هم ښځې او کورنۍ لري او دوی ټول په ما متکي دي."
دې ته اړتیا نه وه چې سړی دې یو نابغه پیدا کړي چې زما د پلار چې درې ښځې او ماشومان یې درلودل؛د هغه د پیروانو، او هغوی د ښځو او ماشومانو په ګډون چې ټولې هیلې یې زما پلار پسې تړلې وې، په ستونزو دې پوی نشي.
ما تر دې دمه د پلار ستونزو ته ډیر وخت نه ورکاوه ځکه زه پخپله په شخصي ستونزو کې را ګیر وم.
ملا نورالله به، چې زما د پلار دا خبرې واوریدلې نو سوګندونه به یې خوړل او ورته ویل به یې: "اسامه، ته یوازینی بهرنی یې چې د ډیرو ستونزمنو حالاتو پرمهال هم افغانانو ته وفادار پاتې شولې؛" بیا به چوپ شو خو موسکا به یې وکړه او بیا به یې په خبرو پیل وکړ: "اسامه، دغه ستونزې په توپ وله. ته اوس په افغانستان کې د تل لپاره د کور څښتن یې. که جنت ته لاړې نو کورنۍ به دې په تشویش کې نه وي او افغانستان باندې د خپل کور مینه ماتولی شي. زه ستا او ستا د کورنۍ او ستا د پیروانو د ژوند ضمانت پخپله غاړه اخلم. څومره دې چې وس کیږي په دې قصر کې پاتې کیدلای شی."
ددې لپاره چې ډیره مینه او محبت مې له پلار سره وښيي نو هغه ته یې په جلال آباد کې یوه پراخه ځمکه ورکړله. زما پلار ته یې د یوې ځمکې ښودلو پرمهال وویل: "دا ستا ځمکه شوله؛ اوس نو خپل ځان او ملګرو ته په کې ښه لوی کمپاونډ جوړ کړه. خپلې کورنۍ دلته راولئ. ته نور زمونږ یو غیرتي پښتون ورور یې!"
د لا ډیرې وفادارۍ د اثبات په موخه یې خو حتیٰ زما پلار ته په توره بوړه کې یو سلامت غر ورکړ.
زما پلار له دغه سړي چې تر دې دمه یې د دوی د هیواد په ازادۍ کې زما د پلار رول نه و هیر کړی، ډیر خوښ شو او مننه یې ترې وکړه. کله چې ملا نورالله زمونږ د امنیت په اړه ډاډه شو، نو مونږ یې زاړه قصر ته انتقال کړلو. په نوې ماڼۍ کې چې پرې مو ښودله، سخت زړه تنګی شوی وم ځکه چې په کې ایسار وو او هیچرې مو ترې تګ را تګ نشوای کولای.
دغې نوې ماڼۍ ته انتقال خوښ کړلم ځکه پخپله دغه د ماڼیو بدلون هم یو څه خوښي بخښونکی و. دغه ودانۍ پخپل ذات کې یو شهکار وه. د کابل سیند په غاړه جوړه شوې وه. شاوخوا یې زړو ونو نیولې وه. حویلۍ یې لویې او په ګلانو ډکې وې. هر لوري ته به دې چې کتل نو د ګلانو غونچې به دې لیدلې.
که څه هم دغه زړه ماڼۍ له پخوانۍ هغې چې مونږ پریښودلې وه توپیر درلوده خو داسې نه ښکاریدله چې دا دې شاهي کورنۍ پورې اړه ولري. ځکه شاهان خو عجیبه ځایونه ځان ته جوړه وي. خو بیا هم خوښ وم ځکه که چیرې دا ماڼۍ دې د جلال آباد له نورو کورونو سره پرتله کړې وای نو مونږ په جنت کې اوسیدلو.
دغه ماڼۍ مستطیلي وه. دوه پوړه یې درلودل. له رنګه داسې ښکاریدله، چې پوره زړه ودانۍ وه. ځلیدونکې رنګ شوې وه. د خپل وخت قیمتي ودانۍ ښکاریدله. چت یې هوار و او د سعودي او سوډان کورونو ته پاتې کیدله. زما پلار کولای شوای چې له دې ځایه خپل شاوخوا تر نظارت لاندې ونیسي او سروې یې کړای شي.
همدا چې ودانۍ ته ننوتلې نو یو لوی دهلیز دې مخې ته راته، چې په سرو غالیو پوښل شوی و. ښکلې چوکۍ هم په دهلیز کې ایښودل شوې وې. د د هلیز په اوږدو کې لس خونې وې. نهه خو یې په ډیرو ښکلو، زینتي، او قیمتي فرنیچرو فرش شوې وې. فرنیچرې تاریخې ښکاریدلې. داسې ښکاریدلې چې شاهي کورنۍ به له دې چوکیو ګټه پورته کړې وي او په دې خونو کې به اوسیدلې وي. لسمه کوټه پخلنځی و. جالبه خو دا وه چې ټولو لسو خونو ځاني تشنابونه درلودل هغه هم په داسې حال کې، چې پخپل وخت کې چې دغه ماڼۍ جوړیدله د دومره تشنابونو درلودل ناشنا کار و.
د لومړي پوړ له لیدلو څخه وروسته د داخلي زینې له لارې دویم پوړ ته په ختلو شوو. دویم پوړ د لومړي پوړ کټ مټ کاپي و، خو یوازې یو توپیر په کې جوت و او هغه دا چې پخلنځی یې نه درلوده.
ټولې داخلي کوټې سپینې رنګ شوې وې او د دهلیز په څیر سرې غالۍ په کې غوړیدلې وې. ماغزو مې ددې ګواهي ورکوي چې قصر بریښنا او اوبه درلودلې خو پلار به مونږ ته ویل چې اوبه له کابل سیند څخه راوړئ او د بریښنا په ځای له ګازي لانټین څخه کار واخلئ. ده به ویل چې د مسلمان لپاره دغه مصنوعي شیان ښه نه دي. له هماغې ورځې چې سوډان مو پریښوده، زه په زړه کې پوی وم چې یوه ورځ به مو مور، خویندې او ورونه؛ د پلار نوره ښځې او ماشومان به له مونږ سره په افغانستان کې یو ځای کیږي. ما دغې ورځې ته په ټولې مانا سره شیبې شمارلې خو د پلار په دې خبره خپه وم، چې ویل یې هغوی به په تورې بوړې کې اوسیږي چې د ټيټ کیفیت کورونه وو.
ما به له ځان سره خوبونه لیدل چې کورنۍ مو دلته افغانستان ته راغلې وي. زه مې له خپلو ورونو سره په اوبو کې لامبم او په باغ کې مستی کوم. په همدې سوچونو کې ډوب وم، چې د پلار غږ هر څه دړې وړې کړل: "عمره،دلته زمونږ پاتې کیدل مؤقتي دي. ډیر زر به تورې بوړې ته لاړ شو، چې خپل حقیقي ژوند هورې پیل کړو."
ما سره د پلار د خبرې په مقابل کې څه شی نه وو. ګونګی یې په مخ کې ولاړ وم. که څه هم جلال آباد دا مهال ارام و خو د افغانستان په نورو برخو کې د جنګسالارانو ترمنځ د واک په سر شخړې روانې وې.
زه نه پوهیدم، چې توره بوړه به په امن کې ځای وي او که هلته به هم کورنۍ جګړه روانه وي.
خو که ارامه هم وای، د تورې بوړې په اړه چې ما څه اوریدلي وو، داسې ښکاریدله، چې توره بوړه له غرونو یوه درجه نوره هم ور پورته وه. یا الله په پلار مو څه شویدي، چې زمونږ کورنۍ داسې یوه ځای ته انتقالوي؟ ځه مونږ هلکان به خو یو ډول ژوند وکړو؛ مور، خویندې، میرنۍ مورګانې به مې څنګه دلته ژوند کوي؟ غرنی ژوند د ماشومانو او ښځو لپاره مناسب ژوند نه و.
خو له پلار سره چا خبره اړولی شوای. ده به چې یو ځلې تصمیم نیوه نو نر نه پیدا کیده چې خبره ورسره غبرګه کړای شي. څه مو کړي وای، هیڅ هم نه کیدل. د بن لادن دکورنۍ تقدیر دا ویل چې مونږ به اوس خپل ژوند په دریم پړاو کې تیره وو—لومړی په سعودي کې، بیا په سوډان کې او دا دی دریم ځل په تورې بوړې، افغانستان کې!
که څه هم د پلار په تصمیم خپه وم خو دوې نوره اونۍ په جلال آباد کې له خوښیو ډکې وې. ملا نورالله وضعیت ارزولی و، چې ارام و نو زه او پلار مې یې وویستلو څو په ښار کې دوره راکړي. خوند یې خو دا وکړ، چې ښه لرې لاړو. د جلال آباد د سرکونو څخه داسې ښکاریدله، چې جلال آباد له پیښوره چې مونږ به په اوړي کې ورته راتلو، ډیر متفاوت نه و. هغه مهال چې مونږ په پیښور کې اوسیدلو نو پیښور له پښتنو ډک و. پښتانه د افغانستان په ختیځ کې چیرې چې مونږ اوس اړولي وو، په غور کې اوسیدونکې قبیله وه. دلته او هلته د میوو خرڅوونکو، کراچیو چلوونکو او پیرودونکې میوې ترمنځ ډیر توپیر نه و. عین خوند او عین بوی!!! ښکلو پښتنو ته به دې چې لیدل نو زړه دې باغ، باغ کیده.
ما ته جلال آباد او پیښور په ډیرو دلایلو سره ورته ښکاریدل. داسې نه ښکاریدل چې دوی دې سره بیل، بیل ښارونه وي.
ما مې د پلار په پل، پلونه اخیستل او هغه هم، هر چیرې چې تللو، ښه را ته متوجه و.
پلار مې چې کله هم د باندې تله، نو سترګې به یې ټيټې اچولې او ځمکې ته به یې لیدل. د پلار دې کار دوه دلیله درلودل، یا دا چې شرمیده او یا دا چې هڅه یې کوله چې سترګې یې په نا محرمې ښځې ونه لګیږي نور نو والله اعلم!
یو ځلې مې خو زړه شو، چې ورته ووایم چې پلاره: "سترګې خلاصې کړه او لږ څه پورته وګوره ځکه په جلال آباد کې ښځې نشې لیدلی." افغان ښځې له خیمې ته ورته ټوټې څخه جوړې شوې چادرۍ په سر کوي چې سر تر پښو په کې پټې وي. په چادریو کې وړه کړکۍ هم وه چې ښځو ترې خپله لار سیي کولای شوای چې هسې نه چیرته دربلې نشي. زړو ښځو بیا لوی کمیسونه چې په سر به یې لوی ټیکري وو په سر کول. که دغو زړو ښځو به کوم بې ګانه ولیده نو زر به یې د خپل ټيکري پیڅکه را پورته کړله او مخ به یې ونیوه. ما په پوره پرانیستلو سترګو خلکو ته لیدل. ځینې خلکو به خو ګاډي هم ودرول او شا ته به یې په مونږ پسې را لیدل. ځینې نور به خو په لاره پښه نیولي شول څو مونږ ښه وګوري چې څوک یو. د پلار قد مې هم خلک دې ته مجبورول چې ورته وګوري ځکه له نورمال اندازې یې ونه لوړه وه. دغه خلک به چې زما د پلار له لیدلو ستړي شول نو بیا به د ابو حفص په نندارې شول. په ده هم خدای (ج) د قد له پلوه ډیر رحمیدلی و. د خلکو لپاره دریمه عجوبه بیا سیف العدل و. ده به شاوخوا سترګې غړولې او ځان به یې متوجه ښوده چې حالات یې تر کنټرول لاندې دي. زه ورته ډیر جالب نه وم خو دا چې زه د دریوو لوړو سروې قدو ولو ترمنځ روان وم نو د خلکو پام را ته کیده. دوی حیران په دې وو چې مونږ ولې بیا هم په جلال آباد کې لاندې باندې کیږو؟ ځکه ټول عربان د جهاد له پای ته رسیدلو سره له دې هیواده کوچیدلي وو.
زما پلار د جهاد د وخت د ملګرو د لیدلو اشتها درلودله. له دغو ملګرو څخه یو یې هم مولوي محمد یونس خالص و. خالص زوړ سړی و. کله مې چې لومړی ورسره ولیدل نو بیخي زوړ را ته ښکاریده. سړی د ۷۸ کلونو و خو بیا یې هم ږیره سره رنګوله. له ضعیفوالي ښکاریده چې زوړبوډۍ څملولی دی.
دده پخواني عسکر ده ته سخت وفادار وو. که څه هم مونږ له ده سره د پسرلي په اخرینیو شپو ورځو کې لیدل، خو بیا هم شپې خورا یخې وې. کله به چې دغه سپین ږیري له سړو شکایت وکړ نو ملګري به یې سمدستي پورته شول او د خونې په ګرمولو به یې پیل وکړ. دده کور په زړې نخچې و او له خټو جوړ شوی و خو غولي یې کانکریټي وو. ددې کانکریټي غولو لاندې ساحه پرانیستې پریښودل شوې وه. کله به چې دغه سپین ږیري له سړو شکایت وکړ، نو ملګري به یې په منډو شول او سکاره او کوله به یې په بیلچو کې اخیستله او ددغه کانکریټ لاندې یوه خلاص سوري ته به یې اچوله څو کوټه ګرمه وساتي.
زه ډاریدلم چې هسې نه پلار مې زمونږ د کور ګرمولو لپاره له ورته دې میتود څخه کار وانخلي. دا چې پلار مې د مرکز ګرمۍ د سیستم خلاف و نو په ما وار له مخه د غرونو سړې هوا تبه راوستلې وه. شیخ خالص په افغانستان کې ځانګړی شهرت درلود. له روسانو سره د جهاد پرمهال يې ځانګړی نوم درلوده. کله چې له افغانستان څخه روسي ځواکونه ووتل، نو مولوي خالص خپله وسله په ځمکه کیښودله او له جګړې لاس په سر شو. کیدای شي ده ته به لس کاله وینې تویولو کفایت کاوه خو هغو ته چې لا هم د وینې تویولو تږي وو، جګړه ښکلې ښکاریدله.
ددې لپاره چې د اعتبار فضا یې رامنځ ته کړې وي او نور یې دې ته هڅولې وي چې خپلې وسلې وسپاري، مولو خالص خپلې ټولې وسلې، حتیٰ د ټانکونو په ګډون مرکزي حکومت ته وسپارلې. ده په دې ډول سره غوښتل چې ټول قوماندانان خپل عادي ژوند ته وګرځي او له جګړو څخه نوره لاس په سر شي او ملکي ژوند خپل کړي.
په تأسف سره سړی باید ووایي، چې نورو جنګسالارانو دده په پل، پل کینښود. هغوی بې له مولوي خالصه، جګړې ته ادامه ورکړله. کورنۍ جګړه د هغو کسانو ترمنځ ونښتله چې تر پرونه پورې د روسانو په مقابل کې په متحده جبهه کې د خپل مشترک غلیم په وړاندې جنګیدل.
پلار مې یو ځلې دا هم را ته وویل چې ده هڅه کړې وه څو ټول جنګسالاران په ګډ دسترخوان کیناستلو ته سره صلاح کړي او له جګړې یې را وګرځوي خو دده په وینا چې را ته وی ویل: "ځویه، دوی عجیبه خوګ سري خلک دي. یو ځلې یې چې (نه کړل)، نو بیا نه قانون، نه حکومت او نه هم ځمکې ته په درناوي ګوري. په هیڅ شي بیا معاملې ته تیار نه دي. کله چې په ماغزو کې سره جوړ نشي، نو بیا توپکونو ته لاس کوي."
پلار مې د زړه له کومې خپه و چې ولې یې افغان ملګرو د خپل هیواد په ټوټه کولو پسې را اخیستې وه. د پلار ځینې نور جهادي ملګري مې هم وو چې مولوي خالص به مې له پلار سره په اړه یې جمع کوله او د هغو د ځای ځایګي په اړه به یې ورسره خبرې کولې. دوی دومره زیاتې خبرې کولې که چا ددوی د جهاد د وخت دوران نه وای لیدلی او له دوی سره ناست وای نو سخت به ستړي شوي وای. د دوی په خبرو کې ځینې یاد شوي شخصیتونه عبارت وو له: احمد شاه مسعود، عبدالرشید دوستم، شیخ سیاف!
احمد شاه مسعود افغان مجاهد و، چې ټولې نړۍ پیژانده. د مسعود پلار په پولیسو کې دنده ترسره کړې وه او په مسعود یې ښې زده کړې کړې وې. احمد شاه مسعود په پنځو ژبو بشپړ تسلط درلوده. د خپل پلار له مقامه په ګټې اخیستنې سره نوموړی په سیاست کې دخیل شو. د ښوونځي له وخته له کمونیست رژیم سره مخالف و. که څه هم له حکومت سره مخالف و خو ترهګرۍ ته یې مخه نه کوله ځکه دی په دې باور و چې جګړه به یې هیواد وځپي.
کله چې روسانو په ټول زور سره په افغانستان حمله وکړله، مسعود د مقاومت په جنګیالي بدل شو او د تیري کوونکو خلاف یې وسله پورته کړله. د روسانو له ماتې څخه وروسته، مسعود په افغان سیاست کې لا پسې دخیل شو. له بیلابیلو جګړه مارو سره یې ناستې وکړلې څو په هیواد کې تلپاتې سوله رامنځ ته کړي.
په همدې منډو ترړو کې، چې مسعود د سولې لپاره کولې، طالبان چې د پاکستان ملاتړ ورسره و، واک ته ورسیدل. مسعود له طالبانو سره په دې بد و چې هغوی یې راډیکال مسلمانان بلل او ده ډیموکراسي غوښتله. له بل پلوه مسعود له طالبانو څخه د پاکستان ملاتړ ته په غوسې و ځکه ده نه غوښتل چې پاکستان دې د افغانستان په سیاست کې مداخله وکړي. مسعود د شمالي ټلوالې نوموتی قوماندان هم و. دغه ډله له طالبانو سره په مقاومت بوخته وه خو دوی ځکه په طالبانو بری ونه مونده چې هغوی له ځان سره د غښتلو پاکستاني سیاستوالو او فوځيانو ملاتړ درلوده او ډیر زر یې د هیواد لویه برخه تر خپل نفوذ لاندې راوستله.
هغه مهال، چې زه او پلار مې افغانستان ته داخل شولو، ډیرو به دا ویل چې مسعود د بریا او فتحې کوم چانس نه لري. پلار به مې ویل، چې طالبان به ډیر زر په کورنۍ جګړه پښه واړه وي او ډیر زر به په حالاتو قابو رامنځ ته کړي، ددې لپاره چې خپل ځان ته پناه ومومي نو په دې نیت شو که طالبان بریالي شول نو دی به له هغوی ملاتړ کوي او تر شا به یې دریږي. که پلار مې د طالبانو تر شا دریده، نو پلار مې د مسعود په سترګو کې بدیده او هغه به ورته د دښمن په سترګه لیدل خو پلار مې هیڅکله مسعود ته په ټيټه سترګه نه لیدل. زما ښه یادیږي چې د پلار له خولې مې یو ځلې اوریدلي وو چې ویل یې: "هیڅ روسی عسکر په دې ونه توانیده چې د مسعود ساحې کې ګام کیږدي!!"
ما له یوه بل افغان شیخ سره هم ولیدل. دغه شیخ، شیخ سیاف و. ده اوږده ږیره لرله او ببر سړی و. ږیره یې د شپې د تیارې په څیر تکه توره وه. ده عمداً هڅه کوله چې خپله ږیره اوږده او ببره وساتي. ما په خپل ژوند کې تر دې دمه دومره اوږده ږیره نه ده لیدلې. زما تل هیله وه چې له ده ددې اږدې ږیرې راز وپوښتم خو هیڅلکه مې دا هیله پوره نشوله. دده تنه له ږیرې وروسته دویمه عجوبه وه.ډیر اوچت و خو زما د پلار په اندازه اوچت نه! زما پلار نری و خو دی بیا تنه ور؛ داسې یوه تنه چې هیڅ د وازدې اثر په کې نه و. پراخې اوږې، قوي هیکله...
ما هڅه کوله، چې سیاف ته ډیر ور ونه ګورم خو نه کیدله. دده ږیرې او تنې حتماً زما پام خپلې خوا ته جلبوه. دده له ږیرې او تنې ښکاریدله چې سړی پوره غښتلی افغان مجاهد تیر شوی و.بیا نو هغه ورځ را ورسیدله چې پلار مې وویل: "لیدنې نوره همدومره بس دي! اوس نو هغه وخت را رسیدلی دی چې خپل کور په تورې بوړې کې جوړ کړو."
ما له ځان سره کرل ریبل، چې ځه د جلال آباد ځمکه به مې د پلار تصمیم ور بدل کړي او سړی به په تورې بوړې کې له کور جوړولو تیر شي، خو لکه چې سړي پوخ تصمیم نیولی و. "توره بوړه" د تور ګرد په مانا وه. بیا مې تصمیم دا شو، چې له پلار سره خبره وکړو څو چې کور جوړیږي، مونږ به په زوړ قصر کې په جلال آباد کې پاتې شو. خو پلار مې د نامعلومو دلایلو له مخې غوښتل څومره چې زر کیږي ځان هورې په غرونو کې تورې بوړې ته چې پس له دې به یې د بن لادن شخصي غر بولو، ورسوي.
په جلال آباد کې مو یوه میاشت تیره کړله او زما نفس تنګي هم سخته شوله. د نفس تنګۍ سپرې—inhaler هم په دې ښار کې نه موندل کیده. همدلته ځان بې عقل را ته ښکاره شو چې ولې مې خپله دوا له ځان سره رانه وړله. د نفس تنګۍ ناروغي مې ورځ تر بلې سختیدله. پلار مې چې زما وضعیت ولیده نو له خپل یوه کس څخه یې وغوښتل چې ما ته د شاتو د مچیو پیاڅه راوړي خو دده حکیمانه نسخې کار ونکړ. پلار به مو چې د یوه شي سره بده شوله نو بیا یې خپل نظر نه بدلاوه. کله چې پوی چې لومړۍ نسخه یې بې پایلې وه له خپل بل کس څخه یې وغوښتل چې ما ته یو څه پیاز وجوشوي، جوس یې را وباسي او ما ته یې امر وکړ چې دغه جوس تنفس کړم. دا نسخه هم بې پایلې وه. دریمه نسخه یې دا وه، چې په اور دې یو څه زیتون تیل توی کړم، او بیا دې زه د زیتون تیلو څخه پورته کیدونکی دود تنفس کړم. دغه دود زما ستونزه دومره زیاته کړه، چې ما ویل لکه د ژوند اخرینۍ شپې ورځې مې دي.
نور نو زما او د هدیرې ترمنځ واټن کم شوی و. زه تیار وم چې پلار ته په بن لادن غره کې له خپلې سهمیې—برخې تیر شم خو که دی تیار وي چې ما ته یوinhaler یا د نفس تنګۍ سپرې واخلي.
دا زما حالت و خو پلار مې را باندې رحم ونکړ او په همدې حالت کې یې له جلال آباد ښار څخه د سپین غره په لوري چیرې چې توره بوړه موقعیت لري روان کړو.
samiullahelam@gmail.com