د خوست ولايت په تڼيوولسوالۍ کې د کرنې ليسې په جوړيدو پيل وشو

 د خوست ولايت په تڼيوولسوالۍ کې د كرنې د پرمختګ او پياوړي كيدو په موخه د مسلکي لېسې لپاره د وداني په جوړولو پيل وشو، دغه وداني چې شپاړس درسي خونې به ولري، په بشپړيدوبه يې ديارلس ميليونه افغانۍ ولګول شي. د تڼيوولسوالۍ ډېری خلک چې په کرنه بوخت دي، وايي چې د دې ليسې په جوړيدوسره به يې سيمه نوره هم کرنيزه شي.
په همدې موخه جوړو مراسموكې د تڼيو ولسوالۍ د پوهنې مدير نذيرخان وويل چې په تڼيو كې د نورو ترڅنګ د كرنې په برخه كې د زده كوونكو روزلو ته ډېره اړتيا ده، كه څه هم درې كاله وړاندې د كرنې ليسه فعاله شوې خوتراوسه يې هم وداني نه درولوده، ده زياته كړه چې د دې ودانۍ په جوړيدوسره به يې دا ستونزه اواره او نور پرمختګ ته به ښه زمينه برابره شي.
د خوست ولايت مقام د عامه اړيکو مسؤل بريالى روان وايي چې دغه وداني د ديارلس ميليونه افغانيوپه لګښت جوړېږي او شپاړس درسي خونې به ولري، ده زياته كړه چې د تڼيو ډېری خلک په کرنه بوخت دي او له روزنې سره به يې سيمه نوره هم کرنيزه شي.
د ياده ولوده چې اوس مهال د تڼيو ولسوالۍ په څلورڅلوېښت ښوونځيوكې له شلو زرو زياتې نجونې او هلكان په زده کړو بوخت دي، او د مسلکي لېسو له ډلې يوازې د كرنې مسلکې ليسه ده، چې نږدې درې کاله مخکې فعاله شوې ده.