په میدان وردګو ولایت کې د وسله والو طالبانو د دوه سیمه ییز قوماندانانو په ګډون څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

  تېره شپه د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ په احمدخیلو سیمه کې د یوه هوايي برید په ترڅ کې په سیمه کې د وسله والو طالبانو یو سیمه ییز قوماندان مولوي عبدالرشید ووژل شو او د هغه یو بل ملګری ټپي شو.
همدا راز تېره شپه د سیداباد ولسوالۍ په اب نري سیمه کې د یوه بل هوايي برید په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو بل سیمه ییز قوماندان ملا سمیع الله د یوه عرب طالب سره یو ځای ووژل شول او په دغه برید کې د دوی یوه عراده کرولا موټر او یو میل پیکا هم لمنځه وړل شوي دي.
په درنښت
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر