امريکا په يورانيمو ککړ مهمات په عراق کې هم کارولي.

 د اروپا د تشعشاتو د ګواښ کميټې يوه تن کارپوه ډاکتر کريس باسبي ويلي، چې امريکا په عراق کې د خپل لس کلن اشغال په مهال، داسې مهمات کارولي، چې په يورانيمو ککړ وو.
نوموړی، چې د کمزورينو يورانيم لرونکو وسلو متخصص دی، د (( رشيا ټوډې)) له رسنۍ سره په مرکه کې ويلي، چې د ده دغه څرګندونې د عراق په ځينې سيمو کې د څېړنو پايلې او په ځانګړې توګه په فلوجه ښار کې دي.
د ده په وينا د څېړنې پر مهال، يوه تریخ واقعیت ته متوجه شوی، چې په ياد ښار کې د ماشومانو د ناسالمه زيږيدل او د سرطان په ناروغۍ باندې د خلکو اخته کيدل دي.
د يادونې ده، چې پر افغانستان باندې د امريکا د بريد پر مهال، ډير زيات يورانيم لرونکي بمونه کارول شوي، چې د ماشومانو د ناسالمه زيږيدل او د سرطان په ناروغۍ پېښې زياتې بيلګې يې موندلی شو.