مارتين ډېمپسي: که چېرې تړون لاسليک  نه  شي، ټول سرتېري به وايستل شي

د امريکې لوی درستيز جنرال مارتين ډېمپسي چې له افغانستان سره د امنيتي تړون  د لاسليک  کولو په اړه افغانستان ته راغلی و، له ولسمشر کرزي او يو  شمېر نورو چارواکو سره تر کتنې وروسته خبريالانو ته وويل چې هيلمن  دی راتلونکې اکټوبر مياشت د امريکې او افغانستان تر منځ امنيتي تړون لاسليک شي. ده وويل چې تر هغو پورې به د  تړون د شرايطو په اړه توافق ترلاسه شوی وي. ډېمپسي خبرداری ورکړ، چې که چېرې تړون لاسليک نه شي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به هېڅ امريکايي سرتېری په افغانستان  کې پاتې نه شي، نه د  جګړې په ډګر کې او نه د روزنې لپاره.