رسنۍ: د ډرون الوتکو ۹۸ سلنه قربانيان ملکي خلک دي


د جرمني تلويزيون لومړي کانال (اې ار ډي)، په امريکا کې د يوې خپلواکې موسسې د څېړنو مرکز د يوه تن جرمني کارپوه له قوله ويلي، چې د امريکايي بې پيلوټه الوتکو زياتره قربانيان ملکي خلک دي. رېپوټ زياتوي، چې يوازې ۲ سلنه هغه کسان وژل شوي، چې ترهګرو سره تړاو لري او پاتې ۹۸ سلنه ملکي خلک د دغه بې رحمانه بريدونو قربانيان دي.
د دغه کارپوه د اټکل له مخې، په قباييلي سيمو کې تر اوس له ۳۰۰۰ نه تر ۳۵۰۰ تنه وژل شوي، چې اکثريت يې ملکي خلک دي.
اوسمهال په جرمني کې هم د ډرون الوتکو د کارولو پر سر باندې ناندرۍ رامنځته شوي، ځکه د افريقا او اسيا سيمو نه، چې کوم مالومات راغونډيږي، لومړی په جرمني کې تحليلږي او بیا امريکا ته ورکول کيږي او هغوی يې د بريدونو پرېکړې تر سره کوي.
يوه له جنجاله ډکه موضوع د يوه تن جرمني ((بنيامين )) د وژل کيدو مساله هم ده، چې په ميرعلي کې د ډرون الوتکو په بريد کې يې ژوند له لاسه ورکړی. نوموړی له خپل ورور ورندارې او ماشوم وراره سره، هلته تر بريد لاندې راغلل، چې بنيامين ووژل شو او ورور يې ټپي شو. تر بريد وروسته د بنيامين ورور له خپلې ميرمنې سره جرمني ته ستانه شول، چې اوس يې محاکمه روانه ده.
تر اوسه داسې کوم شواهد نه دي تر لاسه شوي، چې دغه کسانو دې د ترهګرو سره ګد فعاليتونه تر سره کړي وي او يا دې په تبليغ کې برخه اخيستي وي او پر دې باندې څېړنه روانه ده، چې د بنيامين په وژل کيدو کې د جرمني د حکومت څومره لاس و.
کارپوهان وايي، چې د دغه بريدونو يوه لويه حقوقي ستونزه دا ده، چې تر څو د يو مجرم محاکمه نه وي تر سره شوي، تر هغه د وژلو پرېکړه ناسمه ده او په دې توګه د ترهګرۍ په پلمه دغه بريدونه جواز نلري.
په قباييلي سیمو کې د شاو خوا ۱۳۰ هغو کورنيو، چې ماشومان او د کورنۍ غړي يې په دغه بريدونو کې وژل شوي، د يو تن وکيل ميرزا شهزاد په واسطه، د امريکا پر ضد نړيوالې محکمې ته عريضه وړاندې کړې خو دا څرګنده نه ده، چې څه ډول پایله به ولري.