
ولسي جرګې د تیرې شنبې په ورځ وروسته له هغې د پتنګ د استیضاح پریکړه وکړه چې نوموړی ددې جرګې استجوابیه غونډې ته حاضر نه شو.
د کورنیو چارو وزیر جنرال مجتبې پتنګ د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې استیضاحیه غونډې ته حاضر شو، خو وې نه شوای کړی چې د اعتماد رايه تر لاسه کړي.د ولسي جرګې په دې غونډه کې ۲۴۵ وکیلان حاضر وو، چې ۱۳۶ تنو یې ښاغلي پتنګ ته د رد رایې ورکړې.
د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي له ولسمشر حامد کرزي څخه وغوښتل چې؛ د دې وزارت لپاره بل وړ کس ور معرفي کړي.
پتنګ ادعا وکړه چې ځینو وکیلانو د وسلو د جواز اخیستو او زره موټرو په ګډون یوشمیر نورې غیرقانوني غوښتنې ترې کړي. پتنګ وویل، چې دی په خپلو کارونو کې بریالی دی، خو ځینو مرستیالانو یې په ضد کمپاینونه پیل کړي او وکیلانو ته یې پیسې ورکړي.