
دزمري دمياشتې په لومړۍ نېټه دخوست ولايت اړوند تڼيو په ولسوالۍ کې دپوهنې رياست په چوکاټ کې دنړيوا ل بانک په مالي تمويل سره دديارلس ميليونه ،اوه لکه ،څلور سوه شپږ شپېت زره افغانيو په ارزښت دزراعت دمسلکي لېسې دودانۍ دبنسټ ډبره کېښودل شوه ،په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې دخوست ولايت مقام په استازيتوب بريالي روان ،دولايتي شورا وکيل داودشاه مکين زوى ،دپوهنې رياست تدريسې مرستيال مطيع الله فضلي ،دسيمې ولسوال دولت خان قيومي ،دتڼيو ولسوالۍ په لسګونو مخورو مشرانو او دزراعت دلېسې زده کوونکو ګډون کړى وو.
دخوست ولايت مقام په استازيتوب ښاغلي بريالي روان په تڼيو ولسوالۍ کې دزراعت دمسلکي لېسې دودانۍ دجوړيدو مبارکي دتڼيو خلکو او ټولو خوست مېشتو ته وړاندې کړه ،نوموړي وويل چې دا په خوست ولايت کې دپوهنيز پرمختګ ،فکري روزنې او بيارغونې په ډګر بل اساسي ګام دى چې دولايتي ادارې دمشرتابه په زياتو هلو ځلو سره پورته کيږي.
بريالي روان زياتوله چې دولايتي ادارې رهبري دخوست ولايت دبنسټيز پرمختګ لپاره خپلې هڅې زياتې کړې او دخوست دولسونو ټولې غوښتنې او وړانديزونه يې تر هر وزارت ،مرکزي ادارې او مرستندويه ټولنې رسولې دي چې له همدې امله په يوشمير پروژو باندې کارونه پيل شوي او ديو شمير نورو پروژو کارونه به په راتلونکې کې پيل شي.
بريالي روان داهم وويل چې دخوست ولايت په مرکز او ولسواليو کې په دې وروستيو کالونو کې دپوهنې په برخه کې غور پرمختګ رامنځته او دغه بهير اوس دوام لري چې دټول ولايت په کچه دزده کوونکو شميره ٢لکه نوي زره ته رسيدلې چې نوې زره يې يواځې انجونې دي چې ددغه ډول پرمختګ بېلګې دخوست په تير تاريخ کې نه ليدل کيږي.
دبريالي روان په خبره خوست ولايت مقام نه يواځې دښوونځيو ،علمي مرکزونو او بنسټونو جوړيدو ته ځانګړې توجه لري بلکې دپوهنې په سيستم کې يې دمعياري ښوونيز ،روزنيز بهير ،نظم ،دېسپلين ،په ملي او اسلامي روحيې سره دځوان نسل په روزنې تمرکز زيات کړى دى او دپوهنې رياست ته يې لارښوونه کړې چې دمعياري پوهنيزسيستم دپرمختګ لپاره کار وکړي.
همداشان بريالي روان دتڼيو ولسوالي يوه زراعتي او ځنګل لرونکې ولسوالي وبلله ،ديادې ولسوالۍ له سيمه ييزې ادارې ،ديني علماوو ،مخورو مشرانو او خلکو يې وغوښتل چې دځنګلونو دقطع کيدو مخه ونيسي اوپه دې تړاو له دولت سره همکاري وکړي.
دولايت مقام استازي په تڼيو ولسوالۍ کې دزراعت دمسلکي لېسې دودانۍ دجوړيدو په تړاو وويل چې په دغه لېسه په دوه منزلونو کې چې ١٦خونې ،تشنابونه ،دڅښلو داوبو او سپتيک څاګانې به ولري دنړيوال بانک په مالي تمويل سره دڅه پاسه ديارلس ميليونه ،اوه لکه افغانيو په ارزښت جوړيږي چې د١٤مياشتو په جريان کې به يې کارونه بشپړ اوګټې اخيستنې ته به وړاندې شي.
دولايتي شورا وکيل داودشاه مکين زوى دتڼيو په ولسوالۍ کې دزراعت دمسلکي لېسې جوړيدل دنوموړي ولسوالۍ دولسونو لپاره يوه ستره لاسته راوړنه وبلله ،نوموړي وويل چې ددغه لېسې په جوړيدو سره به په ياده ولسوالۍ کې دزراعت په برخه کې ډيرى ځوانان وروزل شي او ټولنې ته به دخدمت په موخه وړاندې شي.
داودشاه مکين زوى دخوست ولايت مقام له ټولو هغه کړنو او تلاشونو څخه يې مننه وکړه چې دخوست دپرمختګ او ځوان نسل دروزنې په موخه يې ترسره کوي ،نوموړي ددې يادونه هم وکړه چې ولايتي ادارې په تڼيو ولسوالۍ کې دبيارغونې ډيرې پروژې پلې کړې خو لاهم ديادې ولسوالۍ خلک له مرکزي وزارتونو او نړيوالو مرستندويه ټولنو په خپله ولسوالۍ کې داساسي پروژو دپلي کيدو غوښتنه کوي.
دتڼيو ولسوالۍ ولسوال دولت خان قيومي دتڼيو ولسوالۍ خلک له دولت سره همکاره او په سوله مين ياد کړل اوپه نوموړي ولسوالۍ کې يې دهرې پروژې پلي کيدل او دمعارف ودې ته ځانګړې پاملرنه دولايتي ادارې پيرزوينه ياده کړه ،دسيمې ولسوال غوښتنه وکړه چې دزراعت دليسې دجوړيدو ترڅنګ بايد دهمدې لېسې لپاره دلابراتوارونو او نورو وسايلو دسمبال په برخه کې اساسي مرسته او توجه وشي ښاغلي قيومي له مرکزي وزارتونو او مرستندويه ټولنو وغوښتل چې دتڼيو په ولسوالۍ کې داوبو ذخيروي بندونه جوړ کړي.
دپوهنې رياست تدريسي مرستيال مطيع الله فضلي دخپلو خبرو پرمهال وويل چې په خوست ولايت کې دوې دزراعت مسلکي لېسې فعالې دي چې دټولو زده کوونکو شميره ٥٠٩تنو ته رسيږي ،دفضلي په خبره په تڼيو ولسوالۍ کې دزراعت لېسه په ١٣٩٠لمريز کال کې منظوره شوې چې دادي له نيکمرغه اوس يې دودانۍ دجوړيدو چارې پيل شوې.
دپوهنې رياست تدريسې مرستيال دتڼيو ولسوالۍ دپوهنې رياست له مسوولينو وغوښتل چې خپلې دندې په صداقت ،ايماندارۍ او اسلامي روحيې سره ترسره کړي.
همداشان دتڼيو ولسوالۍ دپوهنې مدير او دزراعت دلېسې يوتن ښوونکې هم خبرې وکړې ،په ياده ولسوالۍ کې يې دزراعت لېسې دودانۍ جوړيدل يو مثبت ګام ياد کړ ،دوى زياتوله چې په دې سره به ددوى ډيرې هغه ستونزې هوارې شې چې دځاى دنه شتون له مخې ورسره لاس اوګريوان وو.
دمراسمو په وروستيو کې دزراعت دمسلکې لېسې دبنسټ ډبره دخوست ولايت مقام داستازي بريالي روان او ورسره مسوولينو او مشرانو لخوا کېښودل شوه ،مراسم په هېواد کې دتل پاتې سولې ،امن او ترقۍ لپاره دعا سره پاى ته ورسيدل.
واکمن