
په امنيتي چارو او بهرنيو اړيکو کې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز، کابل ته د خپل يوه ورځني سفر پر مهال ويلي، چې پاکستان حاضر دی د سولې له پروسې سره همکاري وکړي، خو د سولې پروسې د برياليتوب تضمين نشو کولی.
نوموړی، چې تيره ورځ کابل ته راورسيد، په يوه خبري کنفرانس کې د بهرنيو چارو له وزير زلمي رسول سره په يوه ګډ خبري کنفرانس کې وويل، چې موږ به د افغان حکومت لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې مرسته وکړو او له افغان حکومت سره به مرسته وکړو، ليکن دا تضمين نشو ورکولی، چې دا پروسه به بريالۍ وي.
نوموړې زياته کړې، چې حسن نيت یې له ځانه سره راوړی او ممکنه ده، چې له دې وروسته به د دواړو هېوادونو تر منځ به له اړيکې ښې شي.
عزيز د نواز شريف پر خبرو ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې پاکستان په افغانستان کې دخالت نه کوي او نه د کومې ډلې پلوي کوي.
عزيز دا ويلي، چې په افغانستان کې د سولې ټيکاو د دوی په ګټه هم ده او بې له دې به ټوله سيمه ناکراره وي.
زلمي رسول د افغانستان د بهرنيو چارو وزیر، په افغانستان کې د پاکستان رول مهم بللی او تر دې مهاله يې، د دغه هېواد له همکاريو مننه وکړه.