د ماليې وزير د افغانۍ د راغورځېدو پړه پر بهرنیو مطبوعاتو واچوله

پرون د افغانستان د ماليې  وزير حضرت عمر زاخېلوال په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې خبريالانو ته وويل، چې د  افغانيو په راغورځېدو کې د يو شمېر بهرنيو رسنيو لاس دی. د  ده په وينا يو شمېر بهرنۍ رسنۍ د افغانستان  په اړه ډېر منفي انځور وړاندې کوي او د خلکو تر منځ د اقتصادي بې ثباتۍ په اړه وېره خپروي.  ده خلکو ته ډاډ ورکړ، چې لوېدېځ له افغانستان سره د  اوږدمهاله اقتصادي مرستو ژمنه کړې  ده.  
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې افغانۍ د  ډالر او يورو پر وړاندې ډېره راغورځېدلې ده او پرون يو ډالر د څه باندې ۵۷ افغانيو پر وړاندې بدلېده.