افغان سياسيون سوله په  ګدايۍ غواړي



 کابل ته د پاکستان د ملی امنیت د سلاکار سرتاج عزیز راتګ یو ځل بیا د تودو بحثونو باعث شو . څوک خوشبیه او څوک بدبینه ښکاري. واقعیت دادې چې د دولتونو په مناسباتو کې یوازی د دولت او اقتصاد غښتلتیا نقش لری، نه اخلاقی، دیني او بشري ارزښتونه.
موږ باید د پاکستان نه ترهغه تمه ونه کړو، ترڅو مو یو نسبی غښتلې دولت نه وی جوړ کړی، د سیاسی قوتونو ترمنځ د ملي ګټو برسر تفاهم نه وی شوی، خپل اقتصاد، عامه ملکیت، خپلو خلکو او قوانینو ته مو د درناوی فرهنګ نه وي رامنځ ته کړی. ددغه نیمګړتیاوو پړه نه یوازې د افغان حکومت په غاړه ده، بلکی د افغانستان ټول سیاسیون او تعلیم یافته قشر هم خپل مسؤلیت نه دی په ځاۍ کړی
پاکستان یوازې خپلې تعریف شوی ګټې تعقیبوی او په دی لار کې د نواز شریف، ګیلانی، مشرف ، زرداري او همدغه شان د ملا او کمونست ترمنځ کوم فرق نشته. پاکستان زموږ نه د نسبی امن په مقابل کې په نیم افغانستان غیرمستقیم تسلط، د افغانستان معادنو ته بې رقابته لاس رسې، د افغانستان په جنوب کې د هند د نفوذ بیخي د منځه وړل او په شمال کې ددغه نفوذ محد...ودول، افغانستان د خپلو اوبو نه بې برخی کول، د دیورند د کرښی منل او د کرښی د دواړو خواو پښتنو ترمینځ د اړیکو د منځه وړل غواړي.
د پاکستان غوښتنې په عمل کې افغانستان د سیاسی او اقتصادی استقلال نه محروموي. پاکستان اوس کوښښ کوي چې شمالی ټلوالې ته د طالبانو سره د ګډ حکومت د جوړولو په وعدو سره افغان حکومت نور هم کمزورې کړی. خو که دغه شان یو حکومت رامنځ ته هم شي بیا به د هغې په ضد د یو بل حرکت ملاتړ وکړي ترڅو افغانان د فکر او عمل قوت او وخت بیدا نه کړی. دغه تجربه افغانانو په ۱۹۹۰ لسیزه کې هم وکړه او اوس یې هم قربانی دي.
بهتره به دا وی چې د پاکستان او یا هم بل هېواد نه د تمې په ځاۍ لومړی خپل مسؤلیت ترسره کړو. د قانون یوشان تطبیق، د عامه ملکیت ساتنه، د دسیسو او توطیو نه ډډه، د سلګونو ټولنو، ډلګیو او په قومی بنیاد جوړشوي ګوندونو په ځاۍ د څو محدوند ملي ګوندونو جوړول، خپل تولید ته پاملرنه هغه څه دي چې موږ د یوه ملي قوی دولت خاوندان کولی شي. که دانوی نو سوله اوبسیا ژوند په ګدایې نه تر لاس کیږی.