
د روان زېږدیز کال په پیل کې د امريکا عمومي قاضي القضات ايريک هولدر ويلي، چې د بې پیلوټه الوتکو په بريد کې تر اوسه ۴ تنه امريکايان وژل شوي.
دغه خبر په امريکا کې يو سلسله جنجالونه رامنځته کړي او سپينه ماڼۍ وايي، چې قضايي ارګانونه په دې موضوع کې د دخالت حق نلري، ځکه دا د ترهګرۍ سره مبارزه ده.
د امريکا فدرال قاضي ميرمن روزاماريا کويلر، دغه کړنه تر پوښتنې لاندې راوستې او وايي، چې د ترهګرۍ په پلمه څوک دا حق نلري، چې امريکايي اتباع ووژني. نوموړې په دې هکله اندېښنه وښودله او دا يې د قانون خلاف وبلله.