کابل کې د افغان ملي غورځنګ لخوا پراخ لاريون شوی

په کابل کې د ((افغان ملي غورځنګ)) په بلنه، نن ورځ يو پراخ لاريون رابلل شوی و. دغه لاريون،چې په سلګونو تنو په کې ګډون کړی، د دهمزنګ له څلور لاري پیل شو او د ملي شورا په لور وخوځيدو.
لاريون د په ولسي جرګه کې د انور سادات او یو شمېر نورو هغو کړيو په غبرګون کې رابلل شوی و، چې د افغان ملي هويت، ملي ارزښتونو او ملي مقدساتو ته سپکاوی کوي.
د افغان ملي غورځنګ لخوا د دغه لاريون په هکله په يوه خبرتيا کې ليکل شوي: (( له بده مرغه په دې وروستيو کې او په ځانګړې توګه د ولسمشر کرزي په واکمنۍ کې د بيان د آزادۍ په نامه په پرله پسې ډول د افغانستان ملي هويت، ملي ارزښتونو ، ملي مقدساتو او ملي وياړونو ته سپکاوی کېږي او واکمنه اداره يې پر وړاندې چوپه خوله پاتې ده. خبره تر دې ځايه رسېدلې چې د حکومت بر حاله واليان او د ملت په کور کې په درغليو راغلي يو شمېر وکيلان د افغان نوم د ځان لپاره ننګ ګڼي. له يوې خوا د ولسي جرګې مرستيال ميرويس ياسيني د افغانستان د ملي ارادې او افغاني ولسواکۍ تاريخي وياړ او مؤسسې لويې جرګې ته سپکاوی کوي او له بلې خوا د سيد انور سادات په نامه يو بې سواده او عقده يي وکيل بيا د افغانستان لوی قوم پښتنو ته سپکې سپورې وايي. افغان ملي غورځنګ نور نه شي کولای د افغانستان ملي هويت، ملي ارزښتونو او ملي مقدساتو ته سپکاوی وزغمي )).