
د بغداد په څو سيمو کې تيره شپه چاودنې شوي، چې ۶۵ تنه په کې وژل شوي او ۱۹۰ تنه نور يې ټپيان کړي دي.
د پوليسو د رېپوټ له مخې، په ۱۲ موټرو کې بمي چاودنې شوي او په دوه جلا سيمو کې د سرک د غاړې د ماين چاودنو زياته مرګ ژوبله پېښه کړه.
چاودنې په داسې مهال شوي، چې خلکو د روژماتي د مراسمو لپاره ځانونه تيارول.