د خوست ولايت د سپېرې ولسوال پر کور په بريد کې مرګ ژوبله شوې

د خوست ولايت د سپېرې ولسوال پر کوروسله وال بريد شوى اوله امله يې د ولسوال ورور په ګډون شپږ ساتونکي پوليس وژل شوي دي، بل پلو د خوست په عليشېرو ولسوالۍ كې د يوه بريدپرمهال درې
عام وګړي وژل شوي او دوه پوليس ټپيان دي، وسله والوطالبانو يا كومې بلې ډلې تراوسه د دې پېښو په اړه څه نه دي ويلي. نور د سپېرې ولسوال پر كور د بريد پېښه د يكشنبې ورځې په سهار اوه بجې شوې، د خوست امنيې قوماندانۍ د ترورېزم ضدادارې مسوولين وايي چې د سپېرې ولسوال محمد عظيم ځدراڼ كور د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ د للمۍ په سيمه كې دى او بريدكوونكي له وړاندې د كورترڅنګ باغ كې پټ شوي او سهار يې پداسې مهال پرې بريدكړى چې د ولسوال ساتونكي د هغه له ورور سره باغ ته راوتلي وو، په پېښه كې شپږ كسان وژل شوي پنځه ساتونكي پوليس او بل د ولسوال ورور خليل چې دا مهال د دوه منده ولسوالۍ ښاروال وو، له ډزو وروسته وسله وال چې تراوسه نه دي پيژندل شوي له باغ نه وتلي اوپه تېښته بريالي شوي دي، تراوسه چا د دې بريد مسووليت پرغاړه نه دى اخيستى.
د يوبل خبرله مخې د خوست شمال ختيځ ته په عليشېرو ولسوالۍ كې د يوه بريد پرمهال پنځو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، امنيتي مسوولين وايي پېښه وروسته له هغې شوې چې په شخصي لباس كې وسله والو پوليسوته د وسلو وركولو ډډه كړې، په ډزو كې درې ملكي وګړي وژل شوي او دوه پوليس ټپيان دي.