خوست ولايت کې د ناټو پر ټانکر بريد شوی

 د خوست ولايت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ كې ناټوځواكونو ته په ورتلونكو ټانکرو وسلوال بريد شوى، او له امله يې يو چلونكى وژل شوى او كلينريې ټپي دى، ځايي چارواكي وايي چې د پېښې ځاى ته په بېړه پوليس ورسيدلى او بريدكوونكي تښتيدلي دي. له ډېرې مودې وروسته دا لومړى ځل دى چې د خوست او ګردېز پرلار د موټرو پركاروان مخامخ وسله وال بريدكيږي. تراوسه چا د دغه بريد مسووليت پرغاړه نه دى اخيستى. د خوست او ګردېز پرلار دغه وسله وال بريد د شنبې په ورځ د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د نوي کوټ سره نږدې شوى د خوست د والي وياند مبارز محمدځدراڼ وايي په موټر سايكلو سپارو دوو كسانوپه عامه لار كې د هغو ټانګرونو په كاروان وسله وال بريد كړى چې خوست مېشتو ناټوځواكونوته يې تېل وړي وو، اودامهال بېرته كابل ته روان وو، په بريدكې د يوه موټر چلونكى وژل شوى او كلنير يې ټپي دى، ځدراڼ زياتوي بريكوونكو غوښتل چې ټانګر ته اور ورته كړي خو په بيړه سيمې ته پوليس ورسيدلي او بريد كوونكي تښتيدلي دي. د خوست ملكي روغتون ډاكټران وايي چې دوى ته يې له دې پېښې يو جسد او بل ټپي ور وړي او دواړه د وردګو ولايت اوسيدونكو وو.
كه څه هم تر دې مهاله بريدكوونكي او يايې نور ملګري نه دي نيول شوي خو د پېښې په اړه د مسوولينو پلټنې روانې دي. دا ډول پېښـې د خوست او ګردېز پرلار ډېرې شوي خو له ډېرې مودې وروسته دا لومړى ځل دى چې په نادرشاه كوټ ولسوالۍ كې پرلويه لار په موټرو وسله وال بريدكيږي، او چلوونكوته يې مرګ ژوبله رسيږي.