چين ۳ سپوږمکۍ په يو وار د ځمکې مدار ته رسولي

 د چين د فضايي مرکز کارپوهانو، نن ورځ په يو وار درې  سپوږمکۍ د ځمکې تر مداره رسولي.  د دغو سپوږمکيو د توغولو موخه علمي ازموينې بلل شوي.
چين په پام کې لري، چې تر ۲۰۲۰ ز کال پورې، په فضا کې د ځان لپاره يو هوايي سټيشن ولري له بله پلوه دغه هېواد هڅه کوي، چې په دې برخه د امريکا له انحصار نه ځان خلاص کړي او د داسې سپوږمکيو لکه جي پي اس پر ځای به خپلې سپوږمکۍ کاروي.