په ماليزيا کې فتوا ورکړل شوې، چې د چلم څکول حرام دي

 
په اسلامي امورو کې کې د ماليزيا اسلامي شورا د فتوا کميټې، د دغه هېواد مسلمانانو لپاره د چلم څښل حرام بللي.
د ماليزيا خبري رسنيو د رېپوټ له مخې، د يادې شورا رييس همداراز په دې برخه کې مسلمانان له هر راز خدمات منع کړي.
رييس عبدالشکور ويلي، چې دغه فتوا وروسته له هغې ورکړل شوې، چې د عامې روغتيا وزارت له کار کوونکو سره په دې هکله خبرې وشوې. نوموړې زياته کړې، چې د چلم او تنباکو کارول، روغتيا او اقتصاد ته زيان رسوي.