پاکستان کې د لشکر جهنګوي يو قوماندان نيول شوی.

 د پاکستان د کورني اطلاعاتو ادارې خبر ورکړی، چې د سند ايالت په مرکز کراچي کې يې، د ترهګريزو بریدونو په تور  د لشکر جهنګوي يو قوماندان نيولی.
د يادې ادارې عمومي رييس افتاب سلطان په يوه غونډه کې، چې نواز شريف د پاکستان لومړی وزير هم حاضر و، ويلي: په کراچي کې د معصوم بلاه په نوم د لشکر جهنګوي قوماندان د ضربتي ځواکونو لخوا ونيول شو او د ده په نيولو سره به د هغې دوسيې څېړنه هم اسانه شي، چې په تيره میاشت کې د يو تن قاضي باقر د ترور کيدو پورې اړونده ده.
نوموړی قاضي تيره میاشت په کراچي کې په يوه چاودنه کې له ۷ تنو نورو  سره ووژل شو.