
نهه ویشتمه برخه
دکورنيو چارو په وزارت کې د واقعاتو يا پېښو
يو څو نوري بيلګي
دکورنيو چارو وزارت مشرتابه هره ورځ په لسګونو مهمو پېښو سره لاس او ګريوان وو چې دا پېښې د قتل، اختطاف، جنايې جرمونو او د قوانينو د تطبيق نه نيولې تر ترورئيستي پېښو پورې شاملې وې چې ددې ټولو واقعاتو تعقيب، تحقيق او بررسي او نظارت زياتو امکاناتو او ظرفيت ته اړتيا درلوده او ددې ټولو پېښو مرتکبينو او يا مظنونو کسانو به د مختلفو ډلو، مشرانو او لوړپوړو دولتي چارواکو سره هم اړيکي درلودې او په عوض ددې چې دوی د قوانينو په تطبيق کې مرسته وکړي دوی به هميش ددې مانع کېدل چې د مرتکبينو سفارش وکړي او يا دوی خلاص کړي او حتی په بعضې وخت کې ددې مجرمينولکۍ به د نړيوالې ټولنې ځواکونو ته هم رسيده او يا به د هغوی له خوا هم په يو شکل د اشکالو حمايت کېدل. دا مداخلې نه يوازې د قوانينو د تطبيق مانع ګرځېدلې بلکې د بې ثباتۍ اصلي لامل ګڼل کېده او هره مسئله به د تحقيق په نتیجه کې دومره مغلقه کېدله چې اصلي مرتکب کوونکي به په کې ورک شول او د يو نوي تحقيق لپاره به يې زمينه پرانيستله د بېلګې په توګه دا لاندې مسئله څېړم :
د ۲۰۰۴زکال د دسمبر د مياشتې په پنځمه نېټه دکورنيو چارو وزېر علي احمد جلالي، د کورنيو چارو امنيتي معين جنرا ل هلال الدين هلال، د ټاکنو دکميسيون د دارالانشا رئيس ډاکتر فاروق وردګ اوماته وظیفه راکړه چې د ولسمشر حامد کرزي د تحلیف مرأسمو لپاره د مېلمنو لستونه د اخرې ځل لپاره وګورو تر څو د مرأسمو په منځ کې کومه امنيتي ستونزه رامنځ ته نشي. د شپې د اوه بجو پورې مو په دغه لستونو کار وکړ او د کار نه وروسته ما ډاکتر صيب فاروق وردګ ته وويلې چې حاجي محمد نصيب د ودان افغانستان رئيس چې زموږ د دواړو نږدې ملګری دی دماښام ډوډۍ لپاره دعوت کړي يو نو هلته به لاړ شو. ډاکتر فاروق وردګ خپل موټر او باډي ګارډ رخصت کړ او موږ دواړه زما په موټر کې د ودان دفتر ته چې په کارته پروان کې و لاړو. هلته د USAID او IRI د دفتر درې کسه خارجيان هم وو او هم ډاکتر امان الله حميدزی (۲۵) چې د امريکا نه تازه راغلی و هم موجود و. د ډوډۍ خوړلو نه وورسته ، ډاکتر فاروق وردګ د ما سره په موټر کې سپور شو او هغه مې ده بوري سره نږدې خپل کور ته ورساوه او ډاکتر امان الله حميدزی د ودان افغانستان په موټر کې خېرخانې ته د خپل ورور کور ته لاړ .
سهار شپږ بجې راته د ودان افغانستان مرستيال روح الامين (26)تيلفون وکړ چې د دوی ډرېور کوچي (۲۷) چې ډاکتر امان الله حميدزی يې تېره شپه وړی و چا وژلي او موټر يې ترې تښتولی دی. ما سره سمدستي انديښنه پيدا شوه چې ګوندې ډاکتر امان الله حميدزي به هم وژل شوی او يا تښتول شوی وي.
نو سمدستي مې ډاکتر حميدزي ته تيلفون وکړ او رأسره يې خبرې وکړې او وويلې چې کله دوی د شپې په لسو بجو د خپل ورور کور ته نږدې شول نو د دوی موټر دوه کسو چې د پوليسو دريشي يې په غاړه وې ودراوه او کوچي استاد ورته دموټر دننه چراغ روښانه کړ، نو پوليسو پوښتنه وکړه چې سلاح درسره شته دی او کنه؟ موږ ورته وويلې چې سلاح نه لرو. ډاکټر حميدزي وويلې چې کله دی د خپل ورور کور ته ورسيدو نو کوچي استاد د موټر چراغونه هغه کوڅي ته برابر کړ چې تر څو زه کور ته ننوځم. ډاکټرحميدزی وايې کله چې زه کور ته ننوتم نوکوچي استاد حرکت وکړ نور نو زه خبر نه يم چې څه پيښ شوي دي .
کله چې موږ پوليس محل د واقعې ته ولېږل نو کوچی استاد په هماغه ځايه کې چې دغه پوليسو دوی ودرولي وو، په اغلب ګمان بېرته د راګرځېدو په وخت کې کوچی استاد دلته ودرول شوی ، او بيا همدلته ځای په ځای وژل شوی او موټر ترې تښتول شوی دی. دکوچي استاد د مرګ او د موټر د پيدا کولو لپاره ما د کورنيوچارو وزارت جنايې رياست او د کابل امنيه قوماندان ته دنده وسپارله چې خپل ټول امکانات په کار واچوي او بايد جدي پلټنه وکړي. دغه موټر چې شين رنګي پرادو ليندکروزر موټر وو ما ليدلي و اوچې کله به په ښار کې ګرځېدم او دغه قسم موټر به مې ليده نو اشتباه به مې پرې راتله.
د دسمبر د مياشتې په ۱۸مه نېټه چې د شنبې ورځ وه د کنړ نه کابل ته راغلم او په لاره کې خبر شوم چې د ډاکتر فاروق وردګ کوم خپلوان مړ دی او د وزېر اکبر خان په جومات کې يې فاتحې ده نو د لارې نه هماغسې دوزېر اکبر خان جومات ته ستون شوم او د فاتحه نه وروسته د کورنيو چارو وزارت په لورې روان وم چې د اېران د سفارت سره نږدې هماغسې يو شين پرادولیندکروزر چې نمبر پليټ نه لري او يوازې ډرېور په کې دی روان دی نو ما خپلو باډي ګارډانو ته وويلې چې دا موټر ودروئ چې ولې نمبر پليت نه لري. ډرېور راته وويلې چې دا موټر د ايساف دی نو ځکه نمبر پليټ نه لري خو ما ورته وويلې چې که د ايساف هم دی نو بايد اسناد ولري، ډرېور وويلې چې اسناد لري نوما ورته وويلې چې اسناد يې ماته راوړئ، بيا ډرېور وويلې چې اسناد په دفتر کې پاتې دي.
زما اشتباه زياته شوله نو خپلو باډي ګاردانو ته مې وويلې چې دا موټر او ډرېور وزارت ته راولئ چې زه ورسره خبرې وکړم. کله چې ډرېور يې زما دفتر ته راوست نو ما د ډرېور نه پوښتنه وکړه چې دا موټر دڅومره وخت نه را په دې خوا چلوې. ډرېور وويلې چې د يوه کاله زياته موده کېږي نوما بيا د ډرېور نه پوښتنه وکړه چې همدا موټر د څومره وخت نه را په دې خوا چلوې ده وويلې چې همدا موټر د يوه کال نه زيات وخت کېږي چې چلوم يې . نو بيا ما ډرېور ته وويلې چې ايساف ته تيلفون وکړه چې موټر دکورنيوچارو وزارت نيولی دی او دموټر اسناد راوړي.
ډرېور تيلفون وکړ اوتقريبا دوه ساعته وروسته دوه امريکايي صیب منصبان چې د ائتلاف د قواؤ پورې اړه درلوده راغلل چې يو ترجمان هم ورسره دی نو ما ترجمان ته وويلې چې ته بېرون ووځه چې زه په خپله په انګليسي خبرې کولی شم او د دوی سره غږيږم، زما اشتباه نوره هم زياته شوه چې دا موټر د ايساف سره نه بلکې د ائتلاف قواؤ سره په کرايه دی.
کله چې زه د ائتلاف دقواو ددې افسرانو سره وغږېدم نو دا ټوله کيسه مې ورته وکړه چې داسې يو موټر ورک شوی او ډرېور يې وژل شوی دی نو موږ غواړو چې ددې موټر اسناد دهغه ورک شوي موټر داسناد سره مقايسه کړو نو ښه داده چې اسناد راوړئ نو پس له اسنادو د بررسۍ نه به موټر او ډرېور بېرته درکړو په دې شرط چې دا هماغه موټر نه وي.
د ائتلاف افسرانو خپل د ترانسپورت دفتر ته تيلفون وکړ او پوښته يې ترې وکړه چې دا موټر موڅه وخت په کرايه نيولی دی هغوی ورته وويلې چې دا موټر مو د ډسبمر په اومه نېټه کرايه کړی دی يعنې دوه ورځې وروسته د کوچي استاد د وژنې نه نو زما اشتباه نوره هم زياته شوه ځکه چې دغه ډرېور مخکې ويلي و چې دا موټر د يو کال نه د زياتې مودې را په دې خوا چلوي. د ائتلاف دا افسران لاړل چې استادراوړي مګرلا درکه شول او تر دوه ورځو پورې هېچا نه د ډرېور او نه د موټر پوښتنه وکړه، زما اشتباه زیاتیدله او همدا شان روح الامين او د ودان دفتر نور ډرېوران مو راوغوښتل چې دا موټر وګوري او د ټولو اشتباه همدا وه چې ګوندې همدا موټر به وي.
څرنګه چې ما سهوه کړي وه چې د ائتلافي قواؤ د افسرانو نومونه نه وو اخېستي نو نه پوهېدم چې د چا سره اړيکي ونيسم او مجبور شوم دا مسئله د ائتلاف د قواؤ د مشرتابه سره مطرح کړم او هم د کورنيو چارو وزېر جلالي صيب او امنيتي معين هلال الدين هلال ددې مسئلې نه خبر کړم .
هماغه و چې د ائتلاف د قواؤ مرستيال جنرال بیل کرست ته مې تيلفون وکړ که زما دفتر ته راشې نو ښه به وي چې د يوې مهمې مسئلې په هکله د تاسې سره غږيږم، هغه مازديګر زما دفتر ته راغی او هغه ته مې ټوله قصه وکړه چې ستاسې دوه صيب منصبان هم بېرته رانغلل او دا مسئله جدي ده ځکه چې د ټولو امنيت ته زيان رسوي.
د ډسمبر په يويشتمه نېټه د ائتلاف د قواؤ د قوماندان مرستيال بېرته زما دفتر ته راغی او وويلې چې دغه موټر صفی الله چې سکرتر دی او د اسد په نامه چې ترجمان دی دوی ته په کرايه ورکړی او يو تن دمعين په نامه دا قرارداد کړی دی خو درې واړه تښتيدلي دي او بل دا چې دا موټر هېڅ اسناد نه لري. ده وويل چې دا يوازېنی موټر نه دی بلکې داسې تقريبا دوه سوه بې اسناده موټرې د ائتلاف قواؤ په کرايه نيولي او په همدې رنګ او ماډل د دوی سره پنځه شپږ نورې موټرې هم شته دی اودا چې ايساف او يا نورو نړيوالو ادارو څومره بې اسناده موټرې په کرايه نيولي دي د هغوی خو هېڅ اندازه نشته دي. په دې وخت کې د ليندکروزرو موټرو غلاوې هم زياتې شوې وې . ما د ائتلاف د قواؤ معاون ته وويل چې تاسې بايدهمکاري وکړئ او ترڅو چې هر چا دخپل موټر لپاره صحيح اسناد نه وي راوړي تر هغه پورې نه کرايه دموټرو ورکړئ او نه موټر بېرته په خپلو خاوندانو وسپارئ او موږ به ددغه کسانو دنيولو لپاره اقدام وکړو. که دا موټرې دغلا نه وي خو دې کسانولااقل دګمرک محصول هم نه دی ورکړی او داموټرې بايد ټولې محصول شي نو په دې توګه به د دولت بودجې ته يو څه پيسې تحويل شي. ده دا ژمنه وکړه او موږ ددې کسانو په پلټنه کې شو چې پيدا يې کړو او واقعيت معلوم کړو.
په همدې ورځ راته حاجی محمد نصيب تيلفون وکړ چې صفي الله چې زموږ د يو بل ملګري محمدنيسم چې د امريکا په کلفورنيا کې اوسېږي، دهغه اوښی دی او دد ه دفتر ته تللی او وايې چې ما د دوی موټر نيولی دی او که دی واسطه شي چې موټر او ډرېور خوشي کړي. دې په دې خبر نه دی چې دا موټر د محمدنصيب د دفتر په قضيه کې نيول شوی دی. محمد نصيب وويل چې تر څو اصلي مسئله معلومه شوي نه وي که هر څوک ددې موټر په تښتولو او دده د ډرېور په قتل کې لاس لری بايد سزا وويني ولو که زموږ اولادونه هم وي. ما ورته وويلې چې ته صفي الله په خبرو مصروفه کړه تر څو زه د جنايې د رياست نه دده دنيولو لپاره کسان در ولېږم او چې څنګه ستا د دفتر نه را ووت نو دوی به يې ونيسي هماغه و چې د جنايې د رياست کارکوونکي مې د محمد نصيب دفتر ته ولېږل او چې څنګه صفي الله راووت نو پوليسوهغه ونيوه. د صفي الله د نيولو نه وروسته اسد اومعين هم ونيول شول. زما ملګري ماته دکلفورينا نه تيلفون وکړ او هم يې ايميل راولېږه چې که ته دوی په ضمانت پرېږدې نو ښه به وي ما ورته وويلې چې دا مسئله د قتل ده او په دې کې ضمانت نه کېږي اومسئله د موټر مې ورته تشريح کړه خو باالاخره هغه چې د شل کلونو ملګری مې و رانه خفه او تر اوسه سره خفه يو او دا کسان مې خوشې نه کړل تر څو تحقيقات تکميل شوي نه وي.
په سبا يې صديق چکري زما دفتر ته راغی او وويلې چې استاد رباني سلام کاوه او که ته دا نفر په ضمانت خوشې کړې نو ښه به وي نو ما صديق چکري ته ټوله قصه وکړه او ورته مې وو يلې چې استاد رباني ته احترام لرم خو دا کار نه شم کولای.
باالاخره ددې موټرو اسناد مو د انجن او شا سي نمبر سره مقايسه کړل او هم مو هغه نور ټولې همدارنګه موټرې چې ائتلاف ته ورکړل شوې وې د خارجي او داخلي متخصصينو په واسطه سره مقايسه کړل خو دا هغه موټر نه و او ددې موټر نمبر مو د هرات د ګمرکاتو د لارې چيک کړ چې دا هغه موټر نه دی خو دوی هم د ګمرک محصول نه و ورکړی او په غیرقانونې توګه يي داموتر په کرایه ورکړی و نوځکه تښتيدلي وو. داتحقيقات په دوه اونيو کې تکميل شول او وروسته مو دا درې کسان دتوقیف نه خوشې کړل خوموټر مو تر هغې ور نه کړ تر څو محصول د ګمرک يې تحويل کړی نه وو . ددې موټرونو تصفيه تر هغه پورې روانه وه چې ما د کورنيو چارو په وزارت کې څومياشتې نور هم کار کاوه دا چې وروسته څه پېښ شوي ماته معلومات نشته دی.
د واليانو، ولسوالانو او امنيه قوماندانانو تقرر او خودسري
کله چې موږ د ادارې په اړه بحث کوو نو ښه اداره ددې وسيله ګرځي چې په هېواد کې اقتصادي پرمختګ زيات او امنيت ښه شي. د ښې ادارې لپاره ښه اشخاص ضروري دي چې ښه اداره وچلوي خو د افغانستان په اداري چوکاټ کې د واليانو، ولسوالانو او امنيه قوماندانانو رول ډېر زيات مهم دی ځکه دوی د قانون اصلي تطبيق کوونکي دي. خوله بده مرغه چې په افغانستان کې د څو لسيزو جنګونو له امله د واليانو، ولسوالانو او امنيه قوماندانانو د بي کفايتۍ او شخصي ګټو له امله بې ثباتي زياته شوې او اداره خرابه شوې او فقر زيات شوی دی. البته څوک چې دوی مقرر وي او يا حمايت يې کوي د هغوی رول هم خورا مهم دي چې داسې کسان بايدمقرر نه کړي چې اداره خرابه کړي. د افغانستان په اوسنۍ اداره کې حتی ولسوال هم د ولسمشر د فرمان په اساس مقررېږي او حتی ډېر وخت وزراتونه هم خبر نه وي يوڅوک رأسا د رئيس، والي او يا ولسوال په توګه مقررېږي .
د بېلګې په توګه د ۲۰۰۴زکال د دسمبر په شپږويشتمه نېټه مې ماښام د تلويزيون خبرونه اورېدل چې ولسمشر فرمان صادر کړي و چې ګل آغا شېرزی د کندهار د والي او محمد حسين انوري دهرات د والي په توګه تعين شول. زه چې دکورنيو چارو وزارت اداري معين وم نو ددې مقررې نه د سره خبر نه وم او نه ما حتی ددوی پيشنهادونه ليکلي و ، نوما جلالي صيب ته چې دا وخت په امريکا کې وو تيلفون وکړ او د روغ بړ نه وروسته يې رانه پوښتنه وکړه چې په کابل کې څه خبرې دي ما ورته وويلې چې همدا اوس تلويزيون له لارې اعلان وشو چې ګل آغا شېرزی دکندهار د والي په توګه او محمد حسين انوري دهرات د والي په توګه تعين شول. يادونه په کار ده چې ګل آغا شېرزی او دکندهار يو شمېر نور چارواکي دوه درې مياشتې دمخه د خلکو د شکايتونو له امله دکندهار نه د جلالي صيب په هڅه دخپلې دندې نه لرې شوي وو او د فوائد عامه د وزېر په توګه په کابينه کې د کرزي صيب له خواتعين شوي وو خو دی په وزارت کې خوشحاله نه و او غوښتل يې چې بېرته کندهار ته د والي په توګه لاړ شي.
جلالي صيب راته وويلې چې داسې به نه وي نو ما ورته وويلې چې همدا اوس مې په تلويزيون کې ددوی د تقرر خبر واوريده نو ځکه مې درته تيلفون وکړ کېدای شي چې تاسره مصلحت شوی وي ځکه زه خو دسره د دوی د تقرر نه خبر نه يم. بيا راته جلالي صيب وويلې چې د کورنيو چارووزارت امنيتي معين جنرال هلال نه پوښتنه وکړه چې هغه خو د دوی پيشنهاد نه دی امضا کړی نو کله چې دهلال صيب نه مې پوښتنه وکړه هغه هم وويلې چې دی هم هېڅ خبر نه دی او ده هم پيشنهاد نه دی امضا کړي. نو جلالي صيب ته مو بيا تيلفون وکړ چې موږ دواړه د دوی په تقرر هېڅ خبر نه يو نو جلالي صيب ډېر زيات خفه شو او وويلې چې ددې حکومت سره نور کار امکان نه لري. دا چې دا دواړه واليان موثر وو او که نه جدا خبره ده خو يو والي يا د وزارت مامور چې رأساً د ارګ نه بې له دې چې وزارت په جريان کې وي مقرريږي نو داسې والي او يا مامور به خپل وزارت وزیر ته څنګه د احترام په سترګه ګوري او يا به د وزېر يا معين امر يا خبره ومني نوخامخا به په خپل سر په خپله سيمه کې کار کوي. دموجوده ادارې دخرابۍ يو عمده عامل همدا دي، چې سلسله مراتب هېڅ نه مراعات کېږي.
خو د دې سره سره د ۲۰۰۵زکال دمې د مياشتې په نهمه د سهار په نهو بجو او دېرشو دقيقو په هغه غونډه (۲۸)کې چې د کابينې اعضا، واليان او د ادارو مشران حاضر وو کرزي صيب هم په ارګ کې د ادارې نه شکايت وکړ او وويلې «حکومت بايدخدمتگار مردم باشد يک قسمت مشکل اداری است که سی سال تخريب شده و وقت مې خواهد که اصلاح شود، چيزی که باعث اذيت و آزار مردم ميشود نيت اداره است. احساس من اين است که مرا ملت بحیث يک باغبان و نوکر رای داده و انتخاب کرده، از استبداد،ظلم و اراکين دولت شکايت مې رسيد . از قضات، والی ها، ولسوال ها، قوماندان ها وغېره – اداره را بايد به اساس قانون اداره کنيم – والی بايد از ولسوال باخبر باشد، هئيت که از بادغيس آمده، راپور بسيار خراب آورده که ۱۴ زن را قوماندان ها از شوهرهايش جدا کرده و به کسی ديگر داده. اسلحه بايد جمع شود هنوز اسلحه سر مردم حاکم است. من از شما نه مې خواهم که همه اداره به يک روز جور شود – وقت مې خواهد. من يک چيز از شما مې خواهم که از راه مرحمت و انسان دوستی با مردم روش شود. من نمې خواهم که مامورين دولتی از نفوذ حکومت استفاده کند و وکيل انتخاب کند. به هیچ وجه جهان نمې ماند که ( افغانستان) جای ترياک باشد. اگر گم نه شد همين خارجی ها ما را به پاکستان تسليم مې کند. اين بسيارمسئله حياتی است که افغانستان را از اين شر ( ترياک) خلاص کنيم، پول اش را خارجی ها مې برد و بدنامې اش از ما است».
که موږ د کرزي صيب دغه بيانيه وګورونود پورته ذکر شوي مقرريو په شان دی پخپله سلسله دمراتبو نه مراعات کوله او نه يي کوی.
کله چې زه د کورنيو چارو وزارت اداري معين شوم او د واليانو،ولسوالانو او قوماندانانو احصائيه مې راټوله کړه نو د څلوردېرش واليانو له جملې نه ۹ کسه يې لسانس اوه نفره يې دولسم پاس او يونفر يې خصوصي تعليمات درلودل او د اولسو نورو واليانو د سره سوانح موجودې نه وې چې دوی تحصيل لري او کنه؟
همدا شان د ۳۶۴ولسوالانو نه يو کس ماستري، پنځه کسه ليسانسه، نه کسه فوق د بکلوريا، ۶۷کسه دولسم پاس، څلور کسه متوسط تعليمات اوه نفرو دخصوصي تعليماتو اود ۲۷۱ ولسوالانو دسره سوانح نه درلودې چې سواد يا تحصيل لري او کنه؟
د ۳۶۴ولسوالانو له جملې ۲۶۶ ولسوالانو دمرکز نه د تقرر منظوري درلوده او ۹۸ولسوالان د مرکز نه بېخې مقرر شوي نه وو يا خو د واليانو له خوا مقرر شوي وو او يا خو په خپل سر يې کار کاو.
د۳۶۴ ولسواليو د امنیه قوماندانانو نه ۱۶ کسه يې ليسانسه، ۵ نفر فوق د دولسم ټولګی، ۱۱۵کسه دولسم پاس، ۳۹کسه متوسط تعليمات، ۶ کسو خصوصي تعليمات او د ۱۸۳کسو هېڅ د تحصيل درجه نه وه معلومه.
د ۳۶۴دولسواليو د امنيه قوماندنانودجملې نه ۲۷۰ کسو د مرکز نه د تقرر سلسله درلوده او ۹۴ کسو په خپل سر وظیفه اجرا کوله يعنې په دې توګه يو ثلث يا درېيمه برخه د ادارې د مرکزي حکومت سره هېڅ ارتباط نه درلوده او نه د دوي معاشونه د مرکزی حکومت له خوا ورکول کېدل.
تصادفاً د ۲۰۰۴زکال د ستمبر د مياشتې په نهه ويشتمه نېټه د ملي امنيت د شورا مرستيال انجنېر محمد ابراهيم سپين زاده ماته تيلفون وکړ چې رئيس صيب ( کرزی) وايې چې د هرات ولايت د غوريانو او کهسان په ولسواليو کې څوک ولسوالان دي، څرنګه چې د کورنيو چارو وزارت د اسنادو په استناد په دغه ولسواليو کې يو څوک ولسوالان وو او هلته نور کسانو په خپل سر يا د والي په مشوره ولسوالي کوله نوما انجينر محمد ابراهيم ته وويلې چې مازديګر پنځه بجي به زه د نږدې نه ارګ ته درشم او د اداري معنيت مشکلات به درته ووايم.
انجينر صيب محمدابراهيم ته ما پورتنۍ احصائيې ورکړې او په ضمن کې مې ورته دا لاندې پيشنهادونه هم ورکړل چې د رئيس صيب سره يې مطرح کړي تر څو بايد يو اساسي تغېرات په اداره کې رامنځ ته شي.
زما پيشنهادونه په لاندې ډول وو:
۱ـ د منتخب حکومت نه دمخه په عبوري او مؤقت حکومتونو کې ولسمشر کرزي پړه يا ملامتي په جنګسالارانو يا دحکومت په جوړښت چې د بن د پريکړو پر اساس جوړ شوی او ائتلافي شکل يې درلوده اچوله خو د ۲۰۰۴زکال د ټاکنو نه وروسته دحکومت ټوله پړه، برياليتوب او يا ناکامي په ده اچول کېږي او دی مستقيم مسؤوليت لري چې د ادارې د ښه والي لپاره جدي او ګړندي قدمونه واخلي.
۲ـ د افغانستان ولس د محلي چارواکولکه مسلح قوماندان، ولسوالان، واليان اوامنيه قوماندانانو نه په عذاب دي نو موږ غواړو چې دکورنيو چارو په وزارت کې د دوی په هکله يوه عاجله سروې وکړو او دهغه ولسوالانو، واليانو او ياقوماندانانو نه چې ولس ترې شکايت کوي بايدسمدستي د خپلو دندو نه لرې او په ځای يې پوه، مسلکي او پاک کسان چې پارت او پارت بازي ونه کړي مقرر يا وګمارل شي. دا هم ضروري ده چې د خپلې سيمې کسان بايد په خپلو سيمو کې دنده ونه لري او دا فارموله بايد له محاکمو، څارنواليو او ښارواليو په چارواکو هم عملي شي.
۳ـ ددې لپاره چې دا ډول تغېرات يا بدلونونه رامنځ ته شي دا نوې مقررۍ بايدد يو با صلاحيته کميسيون له لارې وشي او ټول لوړپوړي چارواکي حتی د ولسمشر په ګډون، جهادي مشران ياتنظيمي ډلې بايد په دې پروسه کې مداخله يا لاسوهنه ونه کړي ځکه د دوی لاسوهنه بيا پارت او پارت بازي رامنځ ته کوي.
۴ـ د اداري اصلاحاتو کميسيون پروګرام بايد صحيح ارزيابي شي چې ډېر زيات نواقص يانيمګړتياوې لري او په دغه شکل دا په افغانستان کې د تطبيق وړ نه دی ځکه چې ریفورم همېشه د پاس نه د ښکته په لوري عملي کېږي او که دا پروسه دواليانو دخوښۍ پورې تړاو پيداکړي وظیفوي بې ثباتي رامنځ ته کوي او منفي تاثېر په اداره لري. آزاد رقابت کې د ترفيع او تقاعد مسائل ډېر مهم دي او که دولتي مامورين د خدمت انګيزه ونه لري نو بيا دوی د خدمت لپاره نه بلکې د شخصي ګټو لپاره کار کوي او دا کار په افغانستان کې ځکه عملي کېدای نه شي چې موږ دنورې نړۍ په شان بيکاره کسانو لپاره د معاش ورکولو يا اجتماعي ضمانت چې ( Social Security System) ورته وا يې نه لرو.
۵ـ د تذکرو بيا ويشل د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده اوموږ ټول ډيزاين او اړوند کارونه چې په نوي يا عصري توګه دهويت کارتونه وويشو تيارکړي دي او حتی دوه نړيوالې کمپنۍ هم دي ته چمتو دي چې دا قرارداد وکړي نو ښه به داوي چې د ماليې وزارت ته هدايت ورکړي تر څو دا پروسه ګړندۍ کړي ځکه د يوه کال نه زياته موده وشوه چې دمالې وزارت په دې هکله هېڅ اقدام نه دی کړی. دهويت د کارتونو ويشل په سمه توګه په اداري او امنيتي مسائلو باندې ډېره مهمه اغيزه لري او بلکې د ښه حکومتدارۍ اساس تشکيلوي.
۶ـ زماد کورنيو چارو وزېر جلالي صيب اوهم تاسې ته داوړانديز دی چې د يو ميانه رو حزب د جوړېدو لپاره ډېر زيات ضرورت دی ځکه د ديموکرأسۍ په لسيزه کې د ميانه رو ډلو د نشتوالي او نه ودې له امله اکثره ځوانان چپ او ښي افراطي ګوندونو ته لاړل چې زموږ د تېرو درې لسيزو ستونزې دهمدې خلا زېږنده ده.
۷ـ راتلونکي پارلماني ټاکنو ته بايد خاصه توجه وشي او يو صحيح ټيم بايد پرې کار وکړي چې صحيح کسان منتخب شي. داسې ټيم بايد نه وي چې کوم دجمهوری رياست دټاکنو لپاره تعين شوی وو او دا چې تاسې ته خلکو رای درکړي دا دخلکو شعوري قضاوت وو نه ستاسې دکمپاين دکميسيون فعاليت.
۸ـ دافغانستان د ثبات د تحکيم پروګرام ډېر مهم پروګرام دی چې دولسواليو جوړيدل او فعالول د دولتدارۍ مهمه برخه ده هغه ته د رئيس صيب توجه پکار ده. د لوګر د محمد آغه د ولسوالۍ(۲۷) ودانۍ تقريباپرانستلو ته تياره اوآماده ده نود کورنيو چارو وزېر جلالي صيب ته هم پيشنهاد وکړ چې دا ودانۍ په شريکه پرانيزي نو دا به خورامهمه وي ځکه چې درئيس صيب توجه به ولسواليو ته واړول شي . تر اوسه د ۱۴۹ ولسواليو دجوړېدو قراردادونه ورکړل شوي دي او هم يو شمېر نورې ولسوالۍ د PRT له لارې جوړېدای شي البته دکورنيو چارو وزارت په تاريخ کې د ۱۴۹ ولسواليو تهداب د لومړي ځل لپاره کېښودل يو لوی مؤفقيت و چې محلي ادارو ته په دومره لويه کچه توجه وشوله. (خو له بده مرغه اوه کاله وروسته اوس هم ځينو ددې ولسواليو ودانۍ لا هم نه دي تکميل شوي).
۹ـ بله مهمه مسئله داده چې ولسمشر بايد په خپله سلسله مراتب مراعات کړي او دا ضرور نه ده چې هره اونۍ ولسمشر واليان يا حتی ولسوالان ګوري که رئيس صيب ۲۶ کسه وزېران، تقريبا سل کسه معينان، د مستقلو ادارو رئيسان، ۳۴ واليان، ګن شمېر جهادي مشران او قوماندانان، مخور او سپين ږېري ټول په خپله ګوري نو وزارتونو ته هېڅ اړتيا نشته دی په دې کتنوکې د ولسمشر په سلو کې ۹۵وخت ضايع کېږي او دولتي پروګرامونو ته هېڅ وخت نه پاتې کيږي.
انجينر صیب محمد ابراهيم ته مې وويلې دا زه چې نن ارګ ته راغلي يم ځکه راغلم چې وزېر صيب بهر ته تللی خو که هغه موجود وی نوما ځانته دا حق نه ورکاؤ چې رئيس صيب وګورم او يا د هغه وخت ضايع کړم. ځکه زه بايدهر څه خپل وزېر سره مطرح کړم اوهغه بايد رئيس صيب سره وګوري.
د ۲۰۰۵زکال دجنوري د مياشتې په لومړۍ نېټه د مازديګر په شپږو بجو ولسمشر کرزي راته تيلفون وکړ چې د خوست والي نه سخت شکايت دی او هغه عاجل راوغواړه او په عوض يې بل څوک تعين کړه ما ورته وويلې چې ښه ده او ورته مې وويل چې ما يو څه پيشنهادونه انجينر صيب ابراهيم ته ورکړي که وخت راکړې چې په هغه پيشنهادونو باندې خبرې وکړو نو ښه به وي . کرزي صيب راته وويلې چې هو هغه پيشنهادونه ماته را رسيدلي او په دې دوه درې ورځو کې خامخا راشه چې پرې خبرې وکړو. خو له بده مرغه چې دکورنيو چارو دوزارت نه د رخصتيدو پورې ما ونه شو کړای چې کرزی صيب وګورم. کله چې دخوست والي د کرزی صیب سره ګوری نوبیا د هغه د برطرف کېدو نه تېریږی او نوموړی تر ډېره وخته پورې نور هم دخوست والي و.
د جنوري په نهمه نېټه چې کله د کورنيو چارو وزېر جلالي صيب دامريکا نه راغی په دفتر کې ناست وو چې دکارونو پوښتنه يې کوله نو دنوې کابينه په هکله پوښتنه وکړه. جنرال جميل جنبش چې هم ناست و وويلې چې دخلکو نظر مثبت دی خو ما ورته وويلې چې خلک ډېري وزېران نه پېژني خو ماته کاري کابينه نه ښکاري ،جلالي صيب هم زما خبره تائيد کړه او وويلې څلور واليان چې موږ په بې کفايتۍ لرې کړي وهغه اوس ددې کابينې غړي دي نو دوی به څنګه خپل وزارتونه رهبري کړي.
په اخري درې مياشتوکې رئيس صيب هره ورځ کوشش کاؤ چې دتنظيمونو د مشرانو په غوښتنه او هڅو بېرته هغه کسان چې موږ دوه کاله د دوی په لرې کيدو تېرې کړې و بيا مقرر کړي نو يو ورځ د PRT اجرايئوي کميټې غونډې ته د جلالي صيب سره يو ځای په موټر کې روان وم ماترې پوښتنه وکړه چې تاسې ولې د ا وروستۍ مقررۍ د پوليسو او يا په کورينو چارو وزارت په ملکي ادارو کې قبولې کړې ، نو جلالي صيب راته وويل چې نور ددې حکومت سره کار نه کيږي ځکه چې هره ورځ ارګ ته ځم نو رئيس صيب د غوشايې دوه چنډې په لاس کې نيولي او ماته وايې چې کومه اخلې نو ما لپاره هېڅ فرق نه کوي که احمد مقرريږي او يا کلبي دواړه د غوشايې چڼدې دي .