
اتویشتمه برخه
په کابل کې د ملګرو ملتونو د درې کارکوونکو ېرغمل ( اختطاف) او د هغوی خلاصون
د اختطاف نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۰۴زکال
د خلاصون نېټه ۲۳نومبر ۲۰۰۴زکال
د اکتوبر د مياشتې د جمهوري رياست د ټاکنو نه وروسته دکورنيو چارو په وزارت کې د ورځني کارونو او مټينګونو ( کتنو) بوج يا اندازه يو څه کمه شوې او د روژي مبارکه مياشت وه نو ما د کورنيو چارو وزارت امنيتي معين ډګرجنرال هلال الدين هلال سره مصلحت وکړ چې ډېر وخت کېږي چې موږ دواړه کورونو ته تللي نه يو نو دا به ښه وي چې په نوبت سره بايد د کورنيو چارو له وزېر جلالي صيب نه رخصت واخلواودخپلو کورنېودلیدو لپاره باید لاړشو. هلال صيب راته وويل چې لومړی به دی لاړ شي او د اختر نه مخکې به بېرته د جرمني نه راوګرځي ځکه چې د هغه کورنۍ په جرمني کې وه او بيا به زه لاړ شم . د وزېر صيب سره د مصلحت نه وروسته هلال صيب جرمني ته لاړو او د اداري معنيت تر څنګ دامنيتي معنيت د سرپرست په توګه مې هم کار اجرا کاوه. په دې وخت کې چې د کورنيو چارو وزارت د دولت د ثقل د مرکز په توګه وه، ددې لپاره چې کارونو ته رسيده ګي وشي نو د کورنيو چارو وزېر موږ دواړه معينانو ته ټول صلاحيت رأسپارلی وو چې د وزارت کارونه اجرا اوورځنې کارونه لاسليک کړو تر څو د کوم رياست او يا مراجعنيو کارونه وروسته پاتې نه شي. هغه چا چې په دغه وخت کې د کورنيو چارو په وزارت کې کار کړی وي هغوی پوهېږي چې کارونه په څه شکل او څومره زيات وو که څه هم موږ دواړو معينانو ډېرې دندې ټېټو قدمو ته سپارلې وې خو ددې سره سره د افغانستان د اداري بېروکرأسۍ له امله موږ دواړه معنيان مجبور و و چې د ورځې په سلګونو لاسليکونه وکړو.
د اکتوبر په اته ويشتمه نېټه چې پنجشنبې ورځ وه د ماسپښين په دولسو بجو او ۵۰ دقيقو په شاوخوا کې د پوليسو اکاډمۍ په لور روان وم تر څو د مخدره موادو پر ضد د مبارزې پوليسو ته چې تازه فارغ شوي و د فراغت سندونه تقسيم کړم، نو کارته پروان په سيمه کې وم چې د کورنيو چارو د وزېر د د فتر نه راته تيلفون وشو چې وزارت ته ژر راشه ځکه شل دقيقې دمخه د کارته پروان د برکي په سيمه کې د ملګرو ملتونو درې کارکوونکي چا تښتولي دي. د کورنيو چارو وزېر سمدستي کابل امنيه قوماندنۍ اود کابل د ښار خروجي دروازو ته امر ورکړی وو چې ټولې لارې بندې او هر موټر بايد تالاشي کړي او زه هم سمدستې د کابل د امنيه قوماندان جنرال بابه جان سره وغږيدم چې موږ په جريان کې واچوي او په منظمه توګه دخپلو فعاليتونو راپور د وزارت مقام ته ورکړي.
وزارت ته لا رسيدلی نه وم چې د ملګرو ملتونو د عمومي سر منشي خاص استازي ژان آرنو Jean Arnault راته تيلفون وکړ چې د جلالي صيب سره غږيدلی يم او په دوه بجو د تاسې سره د کورنيو چارو په وزارت کې غونډه لرم. څنګه چې وزارت ته راورسيدم د کورنيو چارو وزېر راته هدايت وکړ چې څنګه دا مسئله ډېره حساسه او مهمه ده نو زه شخصاً بايد د کاري ګروپ مشري او سرپرستي وکړم. د کورنيو چارو وزېر زما په مشرۍدا لاندې د بررسۍ کاري ګروپ تعين کړو چې د موضوع ټول اړخونه وڅېړي او وخت په وخت بايد زه هغه ته راپور ورکړم.
د بررسۍ د ګروپ غړي په لاندې ډول وو :
۱ـ جنرال عبدالجميل جنبش د تروريزم پر ضد د مبارزې رئيس
۲ـ جنرال محمد حسن اتمر د پوليسو دعمومي رياست مرستيال
۳ـ جنرال عبدالمنان فراهي د کورنيو چارو وزارت د استخباراتو د رياست مرستيال
۴ـ جنرال بابه جان د کابل امنيه قوماندان
۵ـ جنرال محبوب امېري د چټک غبرګون يا واکنش سريع د قطعې قوماندان.
د ملګرو ملتونو کارکونکي دوه ښځې او يو سړی و چې يو يې د انګلستان تبعه Ms.Annetta Flanigen، بل يې د فلپين تبعه Mr. Nayan Angelito او درېيم يې کوسووو تبعه Ms. Hebibi Shqipe نوميدل چې د جمهوري رياست د ټاکنو په دفتر کې يې کار کاوه او د ماموريت دوره يې مخ په ختميدو وه.
دا پېښه په تفصيلي توګه ځکه ليکم چې دېرغمل مسئله په ظاهره ډېره ساده ښکاري خو په حقيقت کې دا ډېره مهمه مسئله ده چې څنګه تښتول شوي کسان روغ رمټ خلاص شي او په څه شکل د ېرغمل کوونکو سره تماس ونيول شي..
که څه هم د کورنيو چارو وزارت د لوړ پوړو چارواکو، رئيسانو، ولايتي او امنيتي قوماندانانو دندې همېشه لپاره ۸ ساعته نه بلکې څلورويشت ساعته دندې دي خو بيا هم ددې موقع وی چې سړي ځينې وخت خوب يا استراحت وکړي او خپل ورځنې کارونه څه نا څه پلان کړي خو په داسې عاجلو وختونو کې د استراحت يا خوب وخت هم نه وي او ما لپاره په څو لحاظو سخته وه اول دا چې ددې کسانو د کميسيون مشري زما په غاړه وه اود ټولو فعاليتونو جریان بايد په منظمه توګه حتی په بعضی مواردو کې ساعت واريوازې دکورنيو چارو وزېرته ورکړم اوټولې خبری بایدیوارې دما سره مخفي پاتې وي دویم ما پخپله بايد ټولو اړخونو سره تماسونه نيولي وي، درېيم دا چې ما بايد د ورځې څو ځلې د مختلفو امنيتي ادارو چارواکو ته او خاصتًا د ملګروملتونو دعمومي سرمنشي خاص استازي ته معلومات ورکړی وی چې زموږ فعاليتونه په څه شکل روان دي تر څو د هغوی ټيم د برمته کسانو کورنيو ته معلومات ورکړی وي. همدا شان ټولو امنيتي استخباراتي ادارو معلومات لحظه په لحظه را کړی وای او د هدايت په صورت کې بايد ما لازم او ضروري هدايت دکورنيو چارو د وزېر څخه اخستي وای .
ددې ترڅنګ يوازې زه مؤظف ؤم چې محدود معلومات د کورنيو چارو وزارت د وياند له لارې د نورو ادارو سره په همغږۍ مطبوعاتو ته ورکړم او د اړتيا په وخت کې يوازې زه او يا د کورنيو چارو وزېر بايد د مطبوعاتو سره غږيدلی وی، ددې نه برسېره ما بايد د وزارت کارونه هم په نورماله توګه سرته رسولي وای او هم په لسګونو دولتي او غېر دولتي سرچينو سره د ورځې کتلي وای يعنې تر دوه اونيو پورې ما په څلور ويشتو ساعتونو کې ايله څلور ساعته خوب کاوه ، د کورنيو چارو وزېر سره يوځای کله کله د شپې له خوا په دفتر کې هم پاتې کېدو خو که په کور کې به هم وو نو اماده باش يا تيارسی به وم چې بايد د ټولو موظفو قطعاتو سره بايد په اړيکه کې اووسم .
ددې لپاره چې د ېرغمل دا مسئله بررسي شي موږ د ملګروملتونو د عمومي سرمنشي خاص استازي نه وغوښتل چې ددغه موټر ډرېور بايد د تحقيقاتو لپاره د کورنيو چارو وزارت ته وسپاري د ملګرو ملتونو ډرېور چې محمد رفيق نومېده اصلاً د پغمان د سيمې و او د ملګرو ملتونو د يوناما د دفتر مامورين يې وړل خو په دغه ورځ ورته د ترانسپورت مؤظف مامور ويلي و چې دا درې کسه نړيوال کارکوونکي د نوي ښار د يوه رستوانت څخه کانتېننتال هوټل ته يوسه.
ددغه ډرېور په قول د کارته پروان د بره کي په سيمه کې د دوی د موټر نه يو تور سرف (4- Runner) موټر چې ۷۶۶۴نمبر پليټ يې درلوده مخکې کېږي او د دوی موټر ترمخه يې دروي او درې کسه چې پلنګي
( کماندویي) دريشي يې اغوستي دي راښکته کيږي او دوه کسه يې په موټر کې پاتې کېږي نو څنګه چې دا درې کسه راښکته کېږي يو تن يې د ملګرو ملتونو ډرېور په څپیړه وهي او بهانه کوي چې ولې د دوی د موټر نه مخکې شوی يې او نور دوه کسه د ملګرو ملتونو کارکوونکي د خپل موټر نه په زوره راکاږي او خپل موټر کې يې ور اچوي او د پېښې د ځای نه تښتي. د ملګرو ملتونو دریور وويلې چې د يو کس په غاړه چارخانه دستمال و که دی يې وګوري شايد چې ويې وپېژني.
ددې ابتدايې معلوماتو د حاصلولو نه وروسته د ملګروملتونو عمومي سرمنشي خاص استازی په دوه بجو د ماسپښين د کورنيو چارو وزارت ته راغی او د کورنيو چارو وزېر وويل چې دمازديګر په څلور بجو بايد عاجله امنيتي جلسه د ټولو امنيتي ارګانونو، ايساف او ائتلاف د قواؤ د مشرانو په ګډون دکورنیو چارو په وزارت کې بایدجوړه شي تر څو ټول په ګډه امنيتي پلان ترتیب او ټول بايد د يوبل په هڅو خبر اوسوو.
مازديګر په څلورو بجو په دغه جلسه کې چې د کورنيو چارو وزېر په رياست وشوه د ملي امنيت رئيس امر الله صالح، د ائتلاف د قواؤ مرستيال جنرال جان کوپر Gen. John Cooper، د ايساف د قواؤ قوماندان مرستيال جنرال لويزر (Gen. Loeser)، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د خاص استازي مرستيال فلیپو ګريندي ( Fellipo Grandi) او ما برخه درلوده. په غونډه کې فيصله وشوه چې په درېو موضوع ګانو باندې کار وکړو اول د ېرغمل کوونکو ځای بايد پيدا کړو، دویم دا چې څنګه هغه ونيسو او درېيم دا چې دا عمل سياسي دی او که جنايې، په دې غونډه کې دا پريکړه وشوه چې د امنيتي ادارو ترمنځ د رهبرۍ په کچه دي بايد د مسئلې د حلولو پورې د ورځې دوه ځلې يعنې د سهار په يولسو بجو اود ماښام په اوه بجو بايد غونډې وشي.
په لومړي ورځ د کورنيو چارو وزارت د تروريزم پر ضدد مبارزې رياست رئيس جميل جنبش او د امنيه قوماندان جنرال بابه جان دا ثابته کړه چې د اختطاف کوونکو مشر يو تن شریف الله نومېږي چې د پغمان دولسوالۍ دی او سازمان يافته جنايې بانډونو سره اړيکي لري او د دې ډلې نور غړي د کچکول، رئيس خدايداد،مالک او يو شمېر نور کسان دي چې دا راپورونه وروسته د ملي امنيت دادارې له خوا هم تائيد شول. د شریف الله د نيولو لپاره دوه ځايونه په خوشحال خان مېنه، يوځای دپغمان په چندل بايي سیمه کې ، دوه ځايونه د ګذرګاه په سيمه کې او څلور ځايونه د خېرخانې په سيمه کې تالاشي شول چې د تالاشۍ په دوران کې د شریف الله پلار او دهغه ورور د تور په نامه چېرته چې شریف الله پټ په خوشحال خان مېنه کې اوسېدل ونيول شول، تر څو د شریف الله په هکله ترې معلومات حاصل کړو. دتحقيق په نتیجه کې د شريف الله هغه کور چې دې په کې اوسيده په نښه شو خو کله چې امنيتي پوليس دغه کور ته رسېږي تقريبا شل دقيقې دمخه د يولسمې حوزې د پوليسو نه يو تن په اغلب په ګمان امر د جنايې ، شریف الله ته تيلفون کوي چې پوليس درپسې درغلل او ددغه ځای نه بايد وتښتې. شریف الله شل دقيقې دمخه ددغه کور نه تښتي او دوه کسه چې په دغه کور کې چې په خوشحال خان مينه کې وو،اوسیدل وويل چې شریف الله د درې کسانو سره چې پلنګې دريشي يې په غاړه وې له دې ځای نه وتښتېدل او يوه جوړه بله پلنګي دريشي يې هم په دغه کور کې پاتې وه چې هغه پوليسو له ځان سره راوړه.
په دغه کور کې يو بې نمبر پلیټه کرولا موټر چې تازه تورې شيشې يې ورته سپينې کړې وې هم ولاړ و، د ملګرو ملتونو د ډرېور دمعلوماتو په اساس پنځو کسو چې پلنګي دريشي يې درلودې په دغه اختطاف کې شامل وو نو شواهد را پيدا شول چې شریف الله او ملګرو يې پلنګي دريشي په ځان کې درلودي نو دا موږ ته ثابته شوه چې دا اختطاف د غلو د همدې ډلې له خوا شوی دی. دشریف الله ورور د خېرخانې په سيمه کې يو بل کور په ګوته کړو چې کله کله شریف الله هلته اوسېږي خوکله چې هغه کور تالاشي شو شریف الله هلته نه و.
د تحقيقاتو په نتیجه کې د ملګرو ملتونو په ډرېور باندې هم اشتباه زياته شوه ځکه چې دی هم د پغمان و او دجهاد په وخت کې د نادريه ليسې په سيمه کې يې مرکز درلوده.
کله چې موږ د شریف الله عکس دغه ډرېور ته وښوده نو ده وويلې چې هو دا شريف الله دی او د جهاد په وخت کې يې په پېښور کې ليدلی دی او دغه کس چې دې يې په څپېړه وهلی دی شریف الله دی.
خو ده دا خبره د عکس د ليدو نه دمخه ونه کړه چې ګوندې شریف الله دی په څپېړه وهلی دی خو دې دا دليل راوړه چې ګوندې ده شریف الله څو کاله دمخه ليدلی و نو ځکه يې ونه پېژنده، دملګرو ملتونو د ډرېور ددې اقرار نه وروسته موږ سل په سلو کې متيقين شولو چې دا اختطاف د شریف الله او د هغه ډلې له خوا شوی دی.
د اکتوبر په ۲۶ مه نټيه دجيش المسلمين په نامه يوې ډلې چې تازه د طالبانو نه جدا شوې وه او مشری يې د اکبر آغا(۲۳) په نامه يو تن کوله اعلان وکړ چې د ملګروملتونو کارکوونکي د دوی د يوې ډلې له خواتښتول شوي دي خو موږ په دې مطمين وو چې دا کسان د طالبانو له خوا نه بلکې د غلو ديوې ډلې له خوا تښتول شوي او د دې فرصت بايد دوی ته ورنه کړل شي چې دوی دا بنديان د کابل له ښار نه کومې بلې سيمې ته وکاږي او يا يې طالبانو ته ورکړي .
په همدې ورځ جنرال بابه جان وويل چې يو تن طلاګی او د يوه قوماندان ځوی د سیفور په نامه هم دې غلو د ډلې ملګري دي او دده يو تن همکار د ذبيح الله په نامه کوښښ کوي چې موثق معلومات ده ته ورکړي خومشکل داوه چې نه استخباراتي شبکې او نه امنيتي ارګانونو خپل همکاران يو بل ته ښودل ځکه چې همکارانو يوازې د هغه چا سره تماس نيوه چې په هغوی يې اعتماد درلوده.
داکتوبر د مياشتې په دېر شمه نيټه د کورنيو چارو وزېر ماته يو تن د راتب پوپلزي په نامه چې د جمهور رئيس کرزي سره خپلوي لري او هم د طالبانو او خاصتاً د اکبر آغا سره ښې اړيکي درلودې معرفي کړ چې د اکبر آغا سره په تماس کې وي او د طالبانو له خوا به معلومات راکوي، له دې برسېره د طالبانو پخواني د کورنيو چارو وزارت معين ملاعبدالصمد خاکسار (۲۴) هم وزېر صيب را معرفي کړ چې داکبر آغا دنفرو سره تماس ونيسي.
د اختطاف په مسئله کې به د ټولو اړخونو سره تماس ټېنګوې تر څو اختطاف کوونکو ته اميد ورکړې چې که د هر هدف لپاره دوی کسان اختطاف کړي دي مقابل لوری خبرو او تماسونو ته حاضر دی تر څو د بنديانو سره سمه رويه يا برخورد وکړي اوهم هغوی بیځايه ونه وژني. البته حکومتي ټولې ادارې خپل کوښښونو ته دوام ورکوي تر څو د اختطاف چيانو او بنديانو ځای پيدا کړي او د هغوی د خلاصون لپاره هلې ځلې وکړي.
په همدې ورځ ماسپښين يوه سپينه کرولا چې دولتي نمبر پليت يې درلوده او داسې ګمان کېده چې شریف الله په کې دي د باغ بالا د ګردنې په سيمه کې پوليس ورته لاس ورکړی خو موټر يې درولی نه و او د پوليسو سره د ډزو په نتیجه کې تښتيدلی و ددې ډزو په جريان کې دملګرو ملتونو يو تن بل ډرېور چې په دغه وخت کې ددغه سيمې نه تېريده زخمي شو چې وروسته هماغه کرولا موټر د نادريې ليسې سره نږدې په يوه کوڅه کې پيدا شوه.
د اکتوبر دمياشتې په يو دېرشمه نيټه د ېرغمل کسانو ويډيو د الجزېرې دتلويزيون له خوا خپره شوه او داسې ښکارېده چې دغه ويډيو په کابل کې اخستل شوې ده ځکه چې يو تن د اختطاف کوونکو چې په فلم کې ښکارېده چارخانه دستمال يې په غاړه درلوده او پتلون يې اغوستي و په دغه خبر کې اغا ويلي و چې د ګونتانامو نه بايد ټول بنديان خوشې او د ملګرو ملتونو اداره دې خپل ټول دفترونه له افغانستان څخه وکاږي نو دوی به بيا دا بنديان خوشې کړي، د دواړو چینلونو له لارې چې موږ د اکبر اغا سره اړيکي نيولې وې نو هغوی ته يې هم دغه پورتنۍ غوښتنې تکرار کړې وې.
ملي امنيت او نورو استخباراتي ادارو به هره ورځ راپورونه ورکول چې ګواکې دغه بنديان له کابل څخه ويستل شوي او د ميدان ښار او يا هم د لوګر په کومه سيمه کې ساتل کيږي خو عملا دا ټول راپورونه غلط وو.
ېرغمل کوونکو دمختلفو لارو غلط يا ناسم معلومات خپرول چې د دولت توجه هغه خوا ته وګرځوي تر څو د دوی پسې تعقيب کم شي خو دا چې د کورنيو چارو وزارت اطلاع همدا وه چې بنديان د کابل د ښارنه نه دي ويستل شوي نو د کابل ښار په مختلفو سيمو کې کشفي او عملياتي فعاليتونو جريان درلوده.
کله کله به دکوم مهم راپور و نو په بنسټ حتی د شپې په دوه يا درې بجو به هم دامنيتي ګروپ مشرتا به په کورنيو چارو وزارت کې غوڼدې درلودې. د دې لپاره چې معلومه کړو چې ايا اکبر اغا په رښتيا د ېرغمل نيوونکو سره اړيکي لري او که نه ؟ نو موږ د هغه سره د ارتباطي کسانو له خوا د بنديانو په هکله يو څو پوښتنې ورکړې او هغوی بېرته موږ ته سم ځوابونه راکړل نو موږ ته معلومه شوه چې دوی اړيکي لر.
د نومبر دمياشتې په څلورمه نيټه اکبر اغا مطبوعاتو ته ويلي و که د افغانستان حکومت د دوی سره د مازديګر پورې خبرې اترې پېل نه کړي نو دوی به بنديان يو په يو ووژني، ده ويلې و چې يوه ښځه ډېره مریضه ده او که مړه شوله نو دوی يې مسؤليت په غاړه نه اخلي ځکه چې دوی ډاکتر نه لری چې هغه تداوي کړي، نو موږ مولوی خاکسار ته وويلې چې ته د اکبر آغا سره تماس ونيسه چې که د بنديانو لپاره دوا او جامې واخلي نو دا په خپله د مذاکراتو پېل دی خو د ماسپښين په دوه بجو مولوي خاکسار بېرته خبر راکړ چې هغوی دوا او جامې نه اخلي او وايې چې تاسې د مذاکراتو اعلان وکړئ نو بيا به موږ دمذاکراتو ځای در وښايو.
په همدې ورځ سهار په شپږو بجو راته د کابل امنيه قوماندان جنرال بابه جان تيلفون وکړ چې يو تن ددې غلو د ډلې نه د کچکول په نامه د پغمان د زرشخ په کلی کې نيولی دی .
د سهار دنهو بجو او پنځه څلويښت دقيقو په شاوخوا کې بيا بابه جان راته تيلفون وکړ چې د غلو يوه بله ډله چې آصف موش او زلمی کوه بند يې مشري کوي د زړو مکروريانو په سيمه کې ونيول .
په همدې شپه داتصميم ونيول شو که د اکبر آغا د ضرب الاجل وخت پوره شي څه بايد وشي؟ دکورنيو چارو وزېر وويلې که د هغوی غوښتنه همدا وي چې خارجيان دافغانستان نه ووځي داخبره د منلونه ده او بل دا چې ېرغمل د اکبر آغا په کنټرول کې نه دي خو د ملګرو ملتونو خاص استازی په دې فکر و چې د مذاکراتو چينل بايد د اکبر آغا سره بېرته وي او هم مولوي خاکسار ته ده ويلې و دی په خپله غواړي چې د اکبر آغا سره مستقيم تماس ټنېګ کړي خو د کورنيو چارو وزارت نظر داو چې بېلا بېل چينلونو په واسطه خبرې فايده نه لري او دا کار بايد ونه شي. دملګرو ملتونو د مذاکراتو ټيم وويلې چې د ملګرو ملتونو پاليسي داده ، چې د ېرغمل کوونکو د خلاصون لپاره موږ هېڅ پيسې او ياخاص امتياز نه ورکو او همداشان په دې قضيه کې شاملې خواوې لکه د افغانستان حکومت يا نړيواله ټولنې باندې موږ دا فشار نه اچو چې د ېرغملو دخوشې کېدو پر ځای دې د طالبانو يو څه بنديان خوشې کړي، دکورنيو چارو وزېر وويلې چې زموږ د دولت پاليسي هم داده او موږ هېڅ امتياز طالبانو ته نه ورکوو.
باالاخره اصلي مظنون شریف الله د نومبر د مياشتې په شپږمه نيټه د تيلفون په ذريعه د جنرال جنبش سره اړيکي نيولې وې او ويلې و چې دی د دې کسانو په تښتولو کې برخه نه لري او دا کار د طلاه ګي او شاه محمد له خوا چې د غلو يوه بله ډله ده شوی دی څرنګه چې د کابل امنيه قومانداني هم فعاليت زيات کړی و او د غلو څه کسان يې نيولي وو نو دغلو په ډلو فشار زيات وو او نه يې شو کولی چې ېرغمل کسان د يو ځای نه بل ځای ته انتقال کړي. دکورنيو چارو وزېر جنرال جنبش ته هدايت ورکړ چې د شریف الله سره بيا اړيکي ونيسي او که همکاري وکړي نو دوی به يې پلار خوشې کړي خو ورور به يې تر هغې پورې بندي وي تر څو ټول ېرغمل کسان نه وي خوشې شوي.
دنومبر د مياشتې په اومه نيټه د مازديګر څلور بجو امنيتي جلسه کې تصميم ونيول شو چې ددې غلو د بانډ يو تن چې روښان نومېږي او پلار يې د نيمروز ولايت د امنيه قوماندانۍ د لوژستيک امر دی کابل ته راوغوښتل شو تر څو د خپل زوی سره اړيکي ونيسي او ددې بنديانو په خلاصون کې مرسته وکړي .
په همدې ورځ اکبر اغا زموږ ارتباطي نفر ته وويلې چې هغه مجاهدين چې د ملګروملتونو کارکوونکي يې ېرغمل کړي درې ميليونه ډالره غواړي چې ېرغمل کسان خوشی کړي او هم ۳۶ کسانو دطالبانو دبنديانو لست يې ورکړی وچې دوی هم بايد خوشي شي. اکبرآغا وويلې کله چې د افغانستان حکومت درې ميليونه ډالره ورکړل نو يوه انګليسي ېرغمله به خوشې کړي او کله چې د طالبانو بنديان خوشې شول نو دوی به دوه نور کسان هم خوشې کړي.
په همدې ورځ يو تن چې خواني نومېده د جنرال جنبش او شریف الله تر منځ يې اړيکه برابره کړه او ورته يې وويلې چې موږ دې مصونيت ساتو خو همکاري وکړه. شریف الله بيا وويل چې ددې کسانو په تښتولو کې طلاګی، شاه محمد او ظریف لاس لري او دا ېرغمل کسان يې د ريشخورو سيمې ته وړي دي.
د نومبر د مياشتې په اومه نېټه د کورنيو چارو وزېر د طالبانو په وخت کې د مخابراتو د وزارت پخواني معين په ذریعه يي د منځګړيتوب يو بل چينل پرانيست او د کورنيو چارو د دفتر رئيس جنرال سيد محمد قدوسي، د کورنيو چارو د وزارت د استخباراتو د رياست مرستيال جنرال عبدالمنان فراهي او د کورنيو چارو وزارت وياند لطف الله مشعل ته وظیفه ورکړه چې ددوی سره دې په تماس کې وي.
د کورنيو چارو وزېر راته وويلې چې دطالبانو دوخت پخوانی د مخابراتو وزارت مرستيال جمهور رئيس کرزی ته ورغلي و او ورته يې ويلي و چې د طالبانو دوه تنه پخواني قوماندنان چې د کندوز او تخار ولايتونو اوسيدونکي دي وايې چې د ېرغمل کوونکو مشر چې ځان د پهلوان په نامه يادوی او د شکردرې د سيمې اوسيدونکی او په قوم ناصر دی ددوی سره په اړيکه کې دی چې وايې ېرغمل کسان د دوی سره دي. دوی دا ويلي چې پهلوان په پېښور کې دی او د ېرغمل کسانو ويډويې فلم يې هلته وړی و بېرته نه دی راغلی خو دوی دوه ميليونه ډالره غواړي تر څو ېرغمل کسان خوشې کړي. دوی يو ميليون ډالر د حوالې په توګه په پېښور کې او يوميليون په کابل کې غواړي.
دکورنيو چارو وزېر وويلې چې ددې ګروپ سره په هغه صورت کې خبرې کوو چې دوی موږ ته دا ثابته کړي چې دوی د ېرغمل کوونکو سره اړيکي لري هماغه و چې ددې خبرې د اثبات لپاره درې واړه بنديانو په خپلو ملکونو کې د خپلو خپلوانو سره خبرې وکړې او دا يې ثابته کړه چې پهلوان د ېرغمل کوونکو سره اړيکي لري.
د پهلوان په قول ېرغمل کوونکي د پنجشېر دي او دی يې ځکه پېښور ته لېږلی چې پښتون دی تر څو هلته په پېښور کې د طالبانو سره اړيکي ونيسي او ددې بنديانو په مقابل کې ترې پيسې ترلاسه کړي.
پهلوان دا هم ويلي و چې پېښور کې داکبر آغا مرستيال يې دمولوي ولسوال په نامه په اکوړه خټک کې ليدلی او د ويډويې فلم په بدل کې يې ورته لس زره ډالره ورکړي دي، مولوي ولسوال ورته دا هم ويلي و که دا بنديان يې دوی ته په قبايلي سيمه کې وسپارل نو دوی به ورته دهر بندي په بدل کی ېو لک ډالرورکړي او که دا بنديان يې ووژل نو د هر بندي په بدل کې به ورته پنځوس زره ډالره ورکړي.
کله چې پهلوان په کابل کې د خپلو ملګرو سره اړيکي نيسي ملګري يې زياتې پيسې غواړي ، هماغه و چې د کورنيو چارو وزارت د طالبانو پخوانی قوماندان پېښور ته لېږي او د لارې يو څه خرچه ورکوي تر څو د پهلوان سره د نږدې نه وګوري دا قوماندان د يوې شپې نه وروسته بېرته کابل ته راځي او د کورنيو چارو موظفو کسانو سره يې د نومبر په اتمه نېټه په مکروريانو کې وکتل، دغه قوماندان وويلې چې ده د پېښور په نوی اډه کې دپهلوان سره وکتل چې دوه کسه نور چې تازه د کابل نه راغلي وو او يو تن يې په ويډويې فلم کې هم و وليدل او دواړه د پنجشېر وو. ده وويلې چې هغوی دوه ميليونه ډالره غواړي چې نيمايې پيسې بايد پېښور ته حواله شي او زه بايد د حوالې رسيدهلته يوسم او چې کله رسيد دوی ته ورسېده نو دوی به ېرغمل کوونکي په موټر کې خوشي او دده ملګري ته به يې وسپاري او دکورنيو چارو وزارت به باقې نورې روپې د طالبانو دویم قوماندان ته ورکړي او لومړی قوماندان به ترهغه پورې پهلوان سره ناست وي تر څو دوی ته ټولې پيسې ورسيږي .
دغه قوماندان وويلې چې د پيسو د تسلميدو په وخت کې بايد په هغه محل کې پوليس يا نور امنيتي کسان نه وي او هم دا تعهد بايد وشي چې دوی اختطاف کوونکي نه تعقيبوي او که تعقيب يې کړل نو دوی به په پېښور کې د دوی ملګری ووژني. دوی دا هم ويلې چې ددې معاملې نه وروسته بايد يو جعلي (ساختګي) د اخ و ډب صحنه جوړه کړئ تر څو دا وښايې چې پوليسو دا بنديان د اخ ډوب په پايله کې خلاص کړي ځکه چې دوی د جيش المسلمين سره اړيکي لري او که هغوی پوه شي چې موږ دحکومت سره معامله کړې نو بيا په پېښور کې د دوی ژوند د خطر سره مخامخ کېږي. ددې پلان د تطبيق لپاره د ملي امنيت په رياست کې ددې پلان د عملي کولو لپاره د شپې تر نيمايې پورې پلان جوړ شو او داسې اټکل شوه چې سبا ته تر پنځو بجو پورې به دا پلان عملي شي او بنديان به خوشي شي.
پنځه بجې ځکه وټاکل شوې چې د ماښام د اذان وخت دی او ټول خلک به د روژي ماتولو لپاره په خپلو کورونو کې وي نو په سرکونو کې به بېروبار هم نه وي او په دې توګه به دا پلان عملي شي خو د نړيوالې ټولنې د اماده ګي د نشتوالی په نتیجه کې د ملي امنيت رياست دا پلان چې د خېرخانې د کوتل تر شا يې يوځای په نښه کړي و معطل شو، هماغه و چې د شپې په اوه نيمو بجو پهلوان د پېښور نه تيلفون وکړ او دا پلان يې فسخه او ګواښ يې وکړ چې دوی به ېرغمل کوونکي ووژني ځکه د دوی دتوافقاتو په خلاف هغه سيمه د ملي امنيت او نړيوالو قواؤ له خوا محاصره ده، نو اوس ټولې پيسې پېښور ته حواله نه شي نو دوی ېرغمل کسان نه خوشې کوي.
ددې نه وروسته په سبا يعنې د سه شبنې په ورځ چې د نومبر نهمه نېټه وه د پهلوان سره بيا رابطه ټېنګه شوه او هغوی ټولې پيسې غوښتلې چې د کابل بانک له لارې هلته ولېږل شي او تر څو چې پيسې يې نه وي اخستي د طالبانو دغه قوماندان به د هغوی سره برمته وي. هماغه و چې دطالبانو دغه قوماندان موږ د پوليسو په موټر کې د شپې طور خم ته ولېږلو تر څو د پهلوان سره اړيکي ونيسې. خو پهلوان بيا اخطار ورکړ چې تاسې د ېرغمل کسانو مړي د جبل السراج د پله لاندې وګورئ، هر څومره چې د کورنيو چارو وزارت نماينده ګانو ددې اخطار نه وروسته د هغه سره اړيکي ونيولي ځواب يې رانه کړ خو چې کله د طالبانو دقوماندان سره اړيکي ونيول شوې هغه وويل چې دې د پهلوان سره ناست و چې د کابل بانک مشر شېر خان هغه ته تيلفون وکړ چې تاسې پيسې د بانک نه نه شئ ويستلی ځکه چې د امريکا سفېر زلمي خليل زاد د کابل بانک مشر ته ويلي و چې پهلوان ته بايد پيسې ور نه کړئ ځکه چې د افغانستان حکومت او نړيواله ټولنه نه غواړي چې د پيسو په مقابل کې بنديان خوشې کړي. دافغانستان حکومت او نریوالې ټولنې دوی په دې توګه ېرغمل کوونکي تطميع کول. خو پهلوان دې قوماندان سره رابطه پريښوده اووويلې چې دتاسې سره دامعامله نه کوم خو د زياتو هلو ځلو نه وروسته دغه قوماندان د پهلوان سره بيا اړيکي ونيولې چې خبرو اترو ته بايد دوام ورکړي خو د پهلوان ټېنګار په دې و چې پسې بايد د مخه ترلاسه کړي اما يوناما، حکومت او نړيواله ټولنه دې ته حاضر نه وه چې د پيسو په بدل کې دې ېرغمل کسان خوشي کړي. د چهارشنبې په ورځ د طالبانو پخوانی قوماندان بيا کابل ته راغي او وويلې چې ددغه ېرغمل کوونکو يو تن چې په پېښور کې و نن کابل ته د طورخم له لارې راځي او دې يې پېژني. نو هماغه و چې د کورنيو چارو وزارت د څرخي پله په سيمه کې د طالبانو دې قوماندان او پوليسو ته دنده ورکړه چې هر موټر تالاشي کړي خو په دې وخت کې هغه نفر ده ته تيلفون وکړ او وويلې چې کابل ته رسيدلی او د پهلوان له خوا دا پیغام لري چې د دوی ملګري په کابل کې بې خرڅه شوي او نه شي کولای چې ېرغمل کسانو ته خواړه او نور د اړتيا وړ توکي ورسوي نو پنځه زره ډالره حکومت ېرغمل کوونکو ته بايد ډېر ژر ورکړي.
دملګرو ملتونو دفتر او د انګلستان سفارت دې ته حاضر شو چې پنځه زره ډالره د خوراکي موادو او ضروري توکو په خاطر ورکړي.
دغه قوماندان د ېرغمل کوونکو سره اړيکي ټېنګې کړي اوورته وويلې چې حکومت دې ته حاضر دي چې پنځه زره ډالره درکړي هماغه و چې ېرغمل کوونکو وويلې چې د دوی يو تن ملګری چې فوځي دريشي به يې اغوستې وي د ماسپښين په درې بجو او لسو دقيقو د شاه دوشمېرې سيمې ته درشي او پيسې هغه ته ورکړئ. داموضوع مو د ملي امنيت سره مطرح کړه او تر څو چې ملي امنيت تياری نيوه دطالبانو دغه قوماندان شاه دوشمېري سيمې ته يو ساعت ناوخته ورسيده او نيم ساعت انتظار نه وروسته يو تن په موټر سائيکل باندې راغی او د مخکې نښې په ښودلو سره يې دغه نفر ته پيسې ورکړې. د ملي امنيت کارکوونکي چې دمخکې نه مؤظف شوي و دغه نفر چې د ميوند جاده په لوري تللو تعقيب کړي خو دغه نفر د بالاحصار د سيمې سره د ملي امنيت د کارکوونکو نه ورک شو او وی نه شو کړای چې دوی دغه نفر تعقيب کړي.
دوه ساعته وروسته پهلوان د پېښور نه تيلفون وکړ چې پيسې دوی ته ورسيدي او په دې پيسو به ېرغمل کوونکو ته اوبه، ډوډۍ او څو جلده انګليسي کتابونه واخلي او حاضر شو چې خبرو اترو ته دوام ورکړي.
د پهلوان ټېنګار په همدې و چې تر څو پيسې هغه ته ونه رسېږي دوی ېرغمل کوونکي نه خوشي کوي خو د ملګروملتونو دفتر او دافغانستان حکومت دې ته حاضر نه وو چې پيسې ورکړي نو پهلوان وويلې چې د اختر د څلورمې ورځې پورې نور مذاکرات نه کوي او د مذاکراتو دا چينل هم په تعويق پريوت .
په همدې ورځ چې نهايت زيات ستړي وم د آزادۍ راډيو ما سره ددې موضوع په هکله ژوندۍ مرکه وکړه نو ما ورته وويلې چې د افغانستان حکومت د ېرغمل کسانو د خوشې کېدو لپاره هلې ځلې کوي او څه امکانات چې په لاس کې لري د هغه نه کار اخلي، نو د آزادۍ راډيو خبريالې بله پوښتنه وکړه چې د طالبانو غوښتنې دادي چې ملګري ملتونه بايد د افغانستان نه ووځي او د طالبانو ټول بنديان بايد خوشې شي ستاسې نظر څه دی؟
ما ورته په ځواب کې وويلې چې طالبانو موږ ته په رسمي توګه دا غوښتنې نه دي راکړي او دا غوښتني موږ د خبرې رسنيو له لارې اوريدلي دي،هغې بیا پوښتنه وکړه چې که دا غوښتنې په رسمي توګه درکړي نو د حکومت نظر به څه وي نو ما ورته وويلې که چېرې دا غوښتنې وي نو دا غوښتنې د افغانستان حکومت ته د قبول وړ نه دي، ددې نه مخکې داسې خبرونه مطبوعاتو خپاره کړي وو چې د طالبانو او د افغانستان دحکومت ترمنځ خبرې راونۍ دي، سبا ته ټولو مطبوعاتو دا خبر زما له قوله خپور کړ چې د افغانستان حکومت د طالبانو غوښتنې رد کړي، البته بايد ما ويلي وی چې کله دا غوښتنې موږ ته د دوی له خوا راکړل شوې نو د افغانستان حکومت به بيا پرې غور وکړي خو له مانه دا خبره وشوله. جلالي صيب راته وويلې چې څنګه ده دا خبر سهار واوريده نو د قهر نه يې د چايو پياله چې په لاس کې وه په ديوال وويشتله او راته تيلفون يې وکړ چې داسې مصاحبه څوک کوي او کېدای شي چې طالبان په غلو فشار راولي او دا بنديان ووژني.
ددې نه وورسته د نومبر په لسمه نېټه د کورنيو چارو امنيتي معين جنرال هلال الدين هلال دجرمني نه راغی او زه چې ډېر زيات ستړي وم د نومبر په يولسمه نېټه امريکا ته لاړم او امنيتي چارې اوهم د ادارې معنيت چارې مې هغه ته وسپارلې.
ددې نه وروسته شریف الله که څه هم همکاري کړي وه خو د ېرغمل کسانو صحيح ځای يې نه ور ښودلی.
دکورنيو چارو دامنيتي معين جنرال هلال الدين هلال او د کابل د امنيه قوماندان جنرال بابه جان په قول باالاخره د نومبر د مياشتې په دوه ويشتمه نېټه د قره باغ په سيمه کې د طلاګي ډله دقوماندان امان الله ګذر د نفرو سره تصادفي برخورد کوي چې ددې اخ و ډب په پايله کې د طلاګی دوه ملګري د بېژن او الله محمد په نامه وژل کېږي او دی په خپله د دوه ملګرو (اجمل او ياسين) سره ټپيان کېږي او درې واړه د کابل څلورسوه بستريزه روغتون ته انتقالوي څرنګه چې روغتون دوی نه شو ساتلی نو د امريکا سفېر زلمي خليل زاد نه غوښتنه کېږي چې دا درې واړه ټپيان دبګرام هوايې ډګر روغتون ته انتقال کړي. ددې پېښې نه وروسته ددې ډلې يو بل تن ملګری حبيب استالفی د کابل امنيه قوماندان بابه جان ته تيلفون کوي او ورته وايې چې طلاګی او د هغه ملګري بايد له منځه لاړ نه شی او دوی به درې واړه ېرغمل کسان خوشي کړي. هماغه و چې د شپې په لسو بجو درې واړه ېرغمل کوونکي بې له کومې معاملې د شهرنو سره نږدې د ښځو باغ ( باغ زنانه) ترمخه خوشې کوی. خو طلاګی په سبا د بګرام د روغتون نه تښتي او بيا جنرال بابه جان ته تيلفون کوي چې زه خو خلاص شوم او اخطار ورکوي چې زه به تاسره ګورم. د جنرال هلال الدين هلال په قول طلاګی دبګرام د روغتون نه د نورو پای وازانو په قطار کې فرار کوي خو جنرال بابه جان او جنرال جميل جنبش راته وويلې چې طلاګی د ېرغمل کوونکو کسانو دخوشې کېدو په بدل کې خوشې شوی و خو په هر حال ېرغمل کسان خوشې کېږي او د نومبر په درويشتمه نېټه د کورنيو چارو وزېر د يو خبرې کنفرانس په ترڅ کې د ېرغمل کسانو د خوشې کېدو اعلان کوي اووايې چې د ېرغمل کوونکو هېڅ شرایط نه دي منل شوي او هر هغه څوک چې د دوې په تښتولو کې لاس لری هغوی به د قانون منګولو ته وسپارل شي.