د سمنګانو د ولايت د مرسيتال

 اویشتمه برخه
د سمنګانو د ولايت د مرسيتال حاجي غلام سخي معرفي کېدل
د سپتمبر د مياشتې څوارلسمه نېټه ۲۰۰۴زکال
دکورنيو چارو وزارت له خوا د بغلان ولايت پخوانی مرستيال حاجي غلام سخي د سمنګانو د ولايت د مرستيال په توګه تعين شوی و خو د سمنګانو والي غلام حسين شفق ددې معرفي کول دوه درې اونۍ ځنډولی و، څرنګه چې د سمنګانو والي د هزاره د قوم نه او د امنيه قوماندان سيد احمد د ازبک د قوم نه و نو د کورنيو چارو وزارت دا لازمه وګڼله چې حاجي غلام سخي چې د بغلان د پښتنو د قوم نه دی هلته د والي د مرستيال په توګه تعين کړ ي تر څو يو نسبي توازن هلته برابر شي ځکه چې په دغه سيمه کې چې پښتانه اقليت وو او په تېرو څو دورو کې ورسره يو څه زياتی شوی وو. حاجي غلام سخي چې پخوا بغلان کې د والي مرستيال و او کافي تجربه يې درلوده نو د کورنيو چارو وزارت په دې اند و چې دده په مقررۍ سره به پښتانه هم په دغه ولايت کې دحکومت نه ځانونه بېګانه احساس نه کړي او هم به دحکومت سره همکاري وکړي.
د حاجي غلام سخي د تقرر نه وروسته بعضې هزاره ګانو دا ادعا وکړه چې ګوندې حاجي غلام سخي د جهاد په دوره کې ددغه سيمې بعضې کسان وژلي دي نو شايد چې خلک ورسره يو څه حساسيت ښکاره کړي، ما د سمنګانو والي ښاغلی شفق ته تيلفون وکړ چې که دې خلکو څه ادعا درلودې نو ولې ددې د تقرر نه دمخه يې دا مسئله نه مطرح کوله نو ښه به دا وي چې تاسې د سمنګانو د ولايت دا نوی مرستيال معرفی کړئ خو د سمنګانو والي هغه او دغه کول نو ماسپښين ما د کورنيو چارو وزېر ته وويل چې د سمنګانو والي ،حاجي غلام سخي نه معرفي کوي څه بايد وکړو. جلالي صيب ډېر زيات په قهر شو او وويلې چې ته دې بې انصافۍ ته ګوره چې د سمنګانو ولايت په ټوله اداره کې دا يوازينې پښتون دی چې هلته معرفي کېږي خو دوی يې تحمل نه شي کولی بيا يې ماته هدايت راکړ چې والي ته ووايه که دا نه معرفي کوې نو موږ د مرکز نه هئيت درلېږو او هلته به دا معرفي کړي خو په هغه صورت کې به دا ستا بې کفايتي وښايې او دی به هم له خپلې دندې نه لرې کړي شی.
کله چې ماښام زه د سمنګانو دوالي سره وغږيدم او د جلالي صيب دا پیغام مې ورته ورساوه هغه بيا هغه دغه کول نو ما ورته وويل چې يوه خبره راته وکړه چې معرفي کوې يې او کنه؟ که نه يې معرفي کوې يې نو موږ سبا ته هئيت درلېږو او دا معرفي کوو. نو بيا والي زړه نا زړه وويل چې سمه ده خو که چا قبول نه کړ نو زه ورسره بيا هم بیرته درځم. ما ورته وويلې چې فرق نه کوي نو بيا تاسې هم وظیفه پريږدئ او کابل ته راشئ. نووالي بيايې راته وويلې چې که ته د امنيه قوماندان ته تيلفون وکړې نو ښه به وي چې امنيت ونيسې، ما ورته وويل چې ته حاکم او مشر د منطقې يې، ته ورته ووايه او که هغه ستا امر ونه مانه نو بيا موږ ته شفر یعنی مخابروی خبر راکړه نو موږ به د هغه هم څه چاره وکړو. هماغه وه چې سبا د سمنګانو ولايت مرستيال حاجي غلام سخي معرفي شو او هېڅ څه پېښه ونه شوه او حتی تر او سه هم هلته د سمنګانو د والي مرستیال دی. واقعا په داسې مواردو کې قاطع تصاميم ډېر زيات تاثېر لري اوهمېشه چې موږ د کورنيو چارو وزېر جلالي صيب نه د مهمو مسائلو په هکله هدايت اخستی ډېر قاطع هدايت يې را کړی.

د فراه PRT افتتاح
د سپټمبر د مياشتې پنځلسمه نېټه ۲۰۰۴زکال
نن د فراه ولايت د PRT د افتتاح لپاره د دولت يو لوړپوړي هيئت د کابل نه فراه ولايت ته سفر وکړ تر څو د بيارغونې کارونه هلته ګړندي شي. په دې سفر کې موږ سره د عدليه وزېر ډاکټر عبدالرحيم کريمي د عامې روغتيا وزېره ډاکتر سهيلا صديق، د ښځو د چاره وزېره مېرمن حبيبه سرابي، د کرهڼې وزارت معين غلام مصطفي جواد، د اوبو او انرژي د وزارت معين ښاغلی عزيزي، د مخابراتو وزارت امنیتی مسوول جنرال محمدایوب اصیل، د امريکا ژاز دافېر ښاغلی ډيویډسدنی، د ملګرو ملتونو او د ائتلاف د قواؤ استازې موږ سره ملګري وو. د کابل د هوايې ډګر نه په C-130 الوتکه کې لومړی د شين دنډ هوايې ډګر ته په پنځه څلويښت دقيقو کې ورسيدو او د هغه ځای نه په څلورو امريکايې الوتکو کې د نيم ساعت پرواز نه وروسته د فراه ولايت مرکز ته ورسيدو. د هوا نه مو چې د فراه ولايت ته نظر اچوه په غېر د خړو غرونو، د شنو شګو او ګرد غبار نه نورڅه نه ښکارېدل. کله چې د PRT مرکز کې زموږ چورلکي کيناستې هم غېر د شګو باديدلونه پرته نور څه نه و. د فراه والي اسدالله فلاح او امنيه قوماندان محمد شاه کاکو، دفراه ولايت د يو شمېر سپين ږېرو او مخورو، ښځو او ماشومانو سره د هر کلي لپاره ولاړ وو. د فراه وضع ته چې سړي ګورې ډېره وروسته پاتې ولايت دی او دا چې خلک څنګه هلته ژوند تېروي دا د هغوی د همت پورې اړه لري چې څنګه د ژوندانه ستونزې ګالي.
که څه هم د فراه ولایت ډېر زيات لوړ رتبه کسان په اوسني حکومت او هم په پخوانيو حکومتونو کې د جمهور رئيس د معاون تر څوکۍ پورې لوړ پوړې عهدې درلودې خو ددغه ولايت خلکو ته چندان کار نه دی شوی.
 
 
 
 
 
 
 


د حضرت اکبر وفادار شعر
د سپتمبر د مياشتې شلمه نېټه ۲۰۰۴زکال
په افغانستان کې دا رسم او رواج شته څوک چې چېرته مقررېږي نو يو شمېر دوستان او ملګري ورته مبارکۍ ته ورځي نو په دې لړ کې د کنړ ولايت د پشد د کلي يو تن تکړه شاعر او ليکوال حضرت اکبر وفادار هم زما د نوي وظیفې مبارکې ته راغی او وويل چې د ګلانو په بدل کې ما درته دا لاندې شعر راوړي دي:
د مبارکي مراتب
راتلم مبارکۍ ته خو ناوخته شو په دې
ما ويلې درته جوړي کړم د سرو ګلو غنچي
چمن خزان وهلی دی ګلونه تالا شوي
ددې وطن مسکون خلک کوم بل وطن ته تللي
دريم قيامت تېر شوی خو حساب او کتاب نشته
ددې ملت تاريخ کې کوم صحيح انتخاب نشته
ليکمه، ټولومه مرغلرې د ادب
په تا باندې شيندمه دا خبرې د ادب
پند ليکه وفاداره له مياخيله څه پرده ده
باران دې د ډالرو خو کنړ باندې سوکړه ده
په درناوی
حضرت اکبر وفادار پشدی
۲۸سنبله ۱۳۸۳هـ ش کال
البته ددې شعر مطلب دا و چې دکنړ ولايت اوس هم وروسته پاتې دي او بايد چې ددې ولايت بيارغونې ته موږ توجه وکړو، حضرت اکبر وفادر اوس په حق رسيدلی او روح دې ښاد وي.
د زابل ولايت يوه دردونکې پېښه: د سپتمبر د مياشتې په شپږويشتمه نېټه د زابل ولايت د خاک افغان د ولسوالۍ سپين ږېري دکورنيو چارو وزارت ته راغلل چې زما سره وګوري او ويې ويلې چې د دوی مشران طالبانو نيولي او هغه يې حلال کړي دي او بيا يې د مړو سره کاغذ ( ليک) پريښی و او ليکلي و: دا چې موږ بندي خانې نه لرواوبندیان نشوساتلې نو ځکه دوی دغه کسان حلال کړي دي. د دوی په قول په وژل شوو کسانو کې د ارغنداب د سيمې د سايګس د ولسوالۍ شاه صيب چې د توخو د قوم مشر او ضابط عزت الله هم شامل و. افسوس په داسې محاکمه او داسې وحشت چې د افغانستان مشران په ډېره بې رحمۍ سره له منځه ځي او نه پوهیږو چې دا سلسله د ورور وژنی به تر څه وخته پوري روانه وي.
 
 
 
په افغانستان کې د جمهوري رياست لپاره لومړنۍ ټاکنې د شنبه ورځ دميزان ۱۸مه نېټه ۱۳۸۳هـ ش کال
( د ۲۰۰۴زکال د اکتوبر نهمه نېټه)
د ۲۰۰۴زکال د جمهوري رياست د ټاکنو امنيت اوهم دخلکو برخه اخستنه په ټاکنو کې يوه تاريخي موضوع وه چې شخصاً زما لپاره چې په لومړي ځل مې په افغانستان کې په ټاکنو کې برخه واخستله ډېره په زړه پورې وه ځکه چې الله تعالي يوځل بیاموږ ته دا موقع په لاس راکړه چې د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړو. کله چې زه په پاکستان او يا امريکا کې ؤم نو کله به چې ټاکنې کيدې نو موږ د رای اچونې حق نه درلوده او د يوه عاطل مخلوق غوندې به د ټاکنو په هکله بې تفاوته وواو همدا ارزو مې د مهاجرت په وخت کې درلوده چې که خدای افغانستان آزاد کړی نو په ټاکنو کې به برخه اخلم او هم به ځان دولسې جرګې ته کاندیدوم او دا خو زما په فکر کې هم نه وه چې ګوندی زه به داسې دنده ولرم چې دټاکنو په امنیت کې به عمده رول ادا کوم..
که څه هم زموږ په هېواد کې د ډيموکراسۍ نه دوه معنې خلک اخلي يوه دا چې په ډيموکرأسۍ کې د چا څه خوښه وي هغه بايد وکړي او دویمه دا چې بعضې خلک ډيموکرأسي يوازې ټاکنې ګڼي ، په تېرو څو ټاکنو کې موږ وليدل چې په ټاکنو کې درغلۍ له حده زياته وه نو د خلکو په منځ ګې د ټاکنو پروسه هم بې اهميته شوه حال دا چې ټاکنې د ډيموکراسۍ يوه برخه ده چې چارواکو ته مشروعيت ورکوي او که آزادانه او شفافه ټاکنې نه وي نو مشروعيت هم نه شي ورکولی خو اصلاً اداره يا حکومتداري په اعتبار چلېږي چې خلک په خپلو مشرانو که هغه منتخب وي او که انتصابي اعتماد وکړي او د هغوی د پروګرامونو، پاليسو او سياسي روند ملاتړ حاصل کړي. اصلاً ډيموکرأسي که د لفظي معنی نه وکاږو نو ډيموکرأسي د قانون د حاکميت په معنې ده چې په يو هيواد کې وضع شوي قوانين به په ټولو اتباعو بايد په يو شان تطبيق شي.
د ۲۰۰۱م کال نه راپدی خوا ما په ټولو ټاکنو او جرګو کې برخه اخستلې ده او امید لرم چې په راتلونکې ټاکنو کې هم برخه اخلم که ژوند و او همدا زما غوښتنه د ټولو افغانانو خویندو او ورونونه ده چې په ټاکنوکې با ید همیشه فعاله ونډه واخلی او بې تفاوته پاتی نه شی ولو که انتخابات د دوی له نظره ناسم او نیمګړي هم وی ځکه هغه څوک که په درغلی او نورو هیلو هم انتخابات وګټی خو دانه شي ویلی چې ګوندی ده او هغې څوکې په زور ګټلی او دا د دوی میراث دی او دا اندیښنه به ورسره همیشه وې چې ګوندی ولس د دوی نه یوه ورځ خامخاپوښتنه کوی.
البته دا ډېر لوی بحث دی او زه به ترې تېر شم خو زه غواړم په اصله موضوع چې د ۲۰۰۴زکال د جمهوري رياست ټاکنې دي او په دې برخه کې د کورنيو چارو وزارت رول څه و په هغې به یو څه رڼا واچوم.
د ټاکنو دمخه د يوناما دفتر چې د بن د پروسې پر اساس يې د ټاکنو اصلي مسؤوليت په غاړه درلوده په رابطه کې ورسره و چې تقريبا پنځه زره د رای ورکونې مرکزونو امنيتي پلان جوړ کړو ځکه چې د حکومت د مخالفينو له خوا داسې انديښنې موجودې وې چې د ټاکنو په ورځ به ګډوډي جوړه کړي او يا د رای ورکولو په مرکزونو باندې به بريدونه وشي.
ددې لپاره چې صحيح امنيتي تدابېر ونيول شي دکورنيو چارو وزېر په امر مو د ملي دفاع وزارت ، د ملي امنيت ، ايساف، يوناما او ائتلافي قواؤ ترمنځ د کورنيو چارو په وزارت کې ګډ عملياتي مرکز جوړ کړ او هم د معينانو په کچه کاري ګروپ چې په پپل کې يې په اونۍ کې يوځل او وروسته هره ورځ او د ټاکنو ته په نږدې ورځو کې يې سهار او ماښام غونډې کولې ، ددې غونډو مشري به د کورنيو چارو وزارت امنيتي معين جنرال هلال الدين هلال او ما کوله او د اړتيا په صورت کې ددې ادارو مشرانو هم عاجلي غونډې داېرولې او همدا شان د همغږۍ عملياتو مراکز مو په ولاياتونو کې جوړ کړي وو چې د کورنيو چارو وزرات له خوا مو ورته يو تن د جنرال په کچه ټاکلی و چې د محلي امنيتي چارواکو سره امنيتي چارې سمبال کړي.
د اکتوبر دمياشتې په اومه نېټه دکورنيو چارو وزېر علي احمد جلالي په خبرې کنفرانس کې وويل چې ټاکنې په خپل وخت يعنې دوه ورځې وروسته ترسره کېږي او تقريبا يو لک (۱۰۰.۰۰۰) امنيتي پرسونل د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې ځای په ځای شوی دی. د ټولو امنيتي ارګانونو ترمنځ تشريک مساعي يا ګډه هکاري موجوده ده او چېرته چې امنيتي قواؤې ضعیفه دي هلته د چټک غبرګون له قطعې څخه پوليس لېږل شوي دي د بېلګې په توګه نن سهار سل کسه پوليس د بدخشان ولايت مرکز فیض آباد ته ولېږل شول .
جلالي صيب وويل چې د ټاکنو پر ضد فعاليتونو هم داخلي عوامل درلودل او هم بهرني. داخلي عناصر د مخدره موادو مافيا وه ځکه که په افغانستان کې ثبات راشي نو دوی فعاليت نه شي کولی نو بايد چې ګډوډي جوړه کړي څوک چې د ثبات مخالف دي هغه د وطن دښمنان دي، ده زياته کړه چې ترورئيستان او جنګسالاران هم نه غواړي چې ثبات رامنځ ته شي، د جمهوري رياست د کانديد مرستيال احمد ضيا مسعود موټر ته چې پرون ( يعنې د اکتوبر په شپږمه) د بدخشان د هوايې ډګر نه فیض آباد ته تللوورته ماين ايښودل شوی و چې په دغه چاودنه کې يو کس مړ او څلور کسه زخميان شول او داسې شواهد شته چې دا کار د مخدره موادو مافيا کړی دی، دکورنيو چارو وزېر زياته کړه چې په دې مياشت کې لس داسې پېښې شوي چې هغو کسانو چې ماينونه يې ايښودل په خپله د ماينونو د ايښودلو په وخت کې دچاودنې له امله وژل شوي دي، ددې نه برسېره دکورنيو چارو وزارت پوليسو د شلو واقعاتو مخنيوی کړی او د سلو نه زيات کسان د چاوديدونکو موادو سره نيول شوي دي، که څه هم د شپيتو نه زيات بريدونه شوي دي چې ۲۰ کسه مړه او د شپيتو کسو په شاوخوا کې زخمي شوي دي خو ددې سره شل کسه تخريب کار هم وژل شوي، دېرش زخمي شوي او ۴۴ ژوندي نيول شوي دي.
په همدې ورځ مازديګر په څلور بجو په امنيتي غونډه کې راپور ورکړ شو چې په هېواد کې نن کومه مهمه پېښه نه ده شوې او د درې تخريبي عملياتو مخه پوليسو نيولې ده چې په هغه کې يوه پېښه د کابل قلعه فتح الله په سيمه کې په يوه بوجۍ کې چاوديدونکي مواد چې پټاقۍ هم په کې ځای په ځای شوې وې پوليسو پيدا کړي دي . په همدې ورځ دکورنیو چارو وياند لطف الله مشعل چې د ګډی هم آهنګې د مطبوعاتی دفتر مشری يي هم کوله وويلې چې ۷۷۴ ژورنالستانو په خبري کانفرانس کې برخه اخيستې وه چې ۴۱۷يې د نړيوالو رسنيو او ۳۵۷ يې د افغاني رسنيو وو.
په همدې ماښام ناوخته د کابل د امنيه قوماندانۍ مرستيال مل پاسوال محمد شفيق فضلي او ماد کابل ولايت امنيتي حوزې او يو شمېر د ټاکنو مراکز وکتل تر څو دانتخاباتو لپاره امنيتي ترتيباتو کنترول او نظارت وکړم. څرنګه چې د کورنيو چارو وزېر له خوا د لومړۍ درجې د تياري امر ورکړل شوی و نو ټول امنيتي پرسونل بايد په خپلو دندو کې حاضر وي او يوازې په استثنايې حالاتو کې که کوم څوک ضرورت ولري بايد د وزارت د مقام نه د رخصت اجازه اخستی شي .
د نهمې امنيتي حوزې امر سمونوال محمداکبر د خپل ټول پرسونل سره چې ۲۸۰کسه وو په خپلو ګمارل شوو دندو کې موجود وو چې بيا مو په همدغه سيمه کې د رای اچونې دوه مرکزونه هم وکتل چې د پلان له مخې شپږ کسه په هر مرکز کې حاضر وو.
همدا شان د اتمي امنيتي حوزې امر ملا عبدالصبور د خپل ټول پرسونل سره په خپلو دندو کې حاضر وو او په دې سيمه کې مو هم د رای اچولو دوه مرکزونه ولېدل او امنيتی ترتيبات يې سم وو ورپسې مو د کابل دویمه امنيتي حوزه وکتله چې مل پاسوال محمد عظيم د خپل پرسونل سره حاضر وو او په استقلال ليسه کې د رای اچونی مرکز نه مو هم کتنه وکړه چې امنيتي کسان ټول موجود وو، ورپسې مو د کابل لسمه حوزه وکتله او د حوزې امر مل پاسوال اکرام الدين د خپل پرسونل سره حاضر وو او همدا شان د کابل د ښار په ټولو لارو او چوکونو کې امنيتي تدابېر ښه وو چې واقعاً د پوليسو او نورو امنيتي ارګانونو کار د قدر او ستاينې وړ وو.
د اکتوبر د مياشتې په اتمه نېټه اوپراتیفي راپورونه راغلل چې په کندهار کې يو د تيلوتانک چې چاوديدونکي مواد په کې ځای په ځای شوي وو ونيول شو په دغه پېښه کې د تانکر ډرېور او دوه پاکستاني اتباع هم نيول شوي وو، د جلال اباد نه د کورنيو چارو وزارت د PRT نماينده سمونوال محبوب راپور راکړ چې د جلال آباد په ښار کې د زړې څارنوالۍ سره نږدې درې راکټونه په دغه ماښام ولوېدل چې دوه ماشومان په کې زخميان شوي وو.
همدا شان په جلال آبادکې لس تختې تروتيل انفجاريه مواد ونيول شول چې دوه کسه هم ورسره نيول شوي دي همدا شان د کنړ او نورستان ولايتونو ترمنځ د پیچ درې او غازي اباد ولسواليو په سيمه کې په لارو کې ماينونه ښخ شوي وو خو د ائتلافي قواؤ له خوا خنثی يا شنډ شول .
په همدې سهار ما اومه امنيتي حوزه وليده او د کورنيو چارو وزېر او امنيتي معين هم څو امنيتي حوزې او د رای اچونو مرکزونه وليدل او امنيتي ترتيبات د دوی د قناعت وړ وو. په همدې ماښام د شپې په اوه بجو دکورنيو چارو وزېر په لسمې امنيتي حوزه کې د ژورنالستانو سره په خبرې کنفرانس کې دامنيتي وضعې په هکله خبرې وکړې او وويلې چې د افغانستان د ګوډ ګوډ نه موږ ته د امنيتي تدابېرو په هکله ډاډ راکړل شوی او د امنيتي ارګانونو پرسونل سبا ته د ټاکنو د ترسره کولو لپاره تيار او آماده دی.
سهار وختي د کورنيو چارو وزېر د وزارت معينانو او رئيسانو ته وظیفه ورکړه چې په امنيتي حوزو او د رای ورکولو په مرکزونو يو ځل بيا وګرځي او که چېرته څه مشکلات وي هغه حل کړي، زه پخپله د زړو او درېيم مکروريانو سيمې ته لاړوم چې سهار وختي اوو بجو نه دمخه خلک په قطار کې د رای ورکولو مرکزونو مخې ته ولاړ و، که څه هم ډېره سخته يخني وه خو خلک راتلل او په ډېرې آرامۍ سره په قطار کې ودرېدل بې له دې چې څه ګډوډي جوړه کړي. ما هيڅ فکر نه کاوه چې د افغانستان خلک پس له څو لسيزو جنګونو او ګډوډۍ نه، څنګه په يوه شپه کې راغی تغیرپکې راغی چې په خپله منظم په قطارونو کې ودرېږي او د قوانينو او اصولو مراعات کوي. زه شخصاً د ټاکنو په ورځ د امنيتي وضعې نه سربېره د رای ورکولو په مرکزونو کې د ازدحام او ګډوډي په اړه ډېر انديښمن وم چې څنګه به دا خلک کنټرول شي.خو د افغانستان خلکو په دې ورځ دا وښودله چې دوی د افغانستان د سياسي پروسې سره مينه لري او حاضر دي چې د وطن د سولې په پروسه کې برخه واخلي.
ما خپله رايه د لسو بجو په شاوخوا کې د صدارت په حوزه کې واچوله او د ژورنالستانو سره مې هم د امنيتي وضعې په هکله خبرې وکړې او ورته مې وويلې چې تراوسه موږ ته د نورو سيمو نه داسې خبر نه دی راغلی چې کومه امنيتي پېښه شوي وي همداسې راپورونه موږ ته د ولاياتونو نه هم را ورسېدل چې خلکو ډېر په منظمه توګه رای اچولي. په بدخشان، نورستان او د افغانستان په مرکزي سيمو کې داورښت او واوري د ورېدو له امله يو څه مشکلات و خو بيا هم ډېرو خلکو په ټاکنو کې ګډون کړی وو.
ماسپښين څلور بجې د ټاکنو نړيوال ناظرينو لکه د اورپا اتحاديه، افغاني ناظرينو، FIFA او د بشر د حقوقو ادارو دغه ټاکنې د قناعت وړ وبللې خو د کانديدانو دډلې نه څوارلسو کانديدانو چې کمې رای وړې وې دا ټاکنې د قناعت وړ ونه ګڼلې او د دوی شکايت داو چې په ځينو سيمو کې د دوی ناظرينو ته د نظارت اجازه نه ده ورکړل شوې.
دا ادعا د دوی سمه نه وه ځکه چې کله زه د کابل د مکروريانو د الفتح په سيمه کې د راُی اچونې مرکز ته ورغلم نو ددې کاندېدانو يو شمېر ناظرينو غوښتل چې د ښځود حوزو په منځ کې نظارت وکړي خو دافغاني کلتور له مخې دا سمه نه وه او ما ورته وويلې چې ښه به دا وي چې ښځينه نظارت کوونکي بايد راولېږي. يو کس يې وويلې چې موږ ښځينه نظارت کوونکي نه لرو نو ما ورته وويلې چې رياست جمهوري ته کانديد ياستئ او په سلو کې پنځوس رايه له ښځو غواړئ او يو کس نظارت کوونکی نه شئ پيدا کولی نو دا سمه نه ده چې نارينه دې د ښځو د رای اچونې مرکز ته داخل شي .
دټاکنو د کميسيون په اټکل د دوه لکو کسانو په شاوخوا کې د سختي يخني له امله رای نه وې اچولې چې هغه هم يوازې شمال ختیځ، نورستان، کنړ، پنجشېر او مرکزي افغانستان سيمې وې، د کورنيو چارو وزارت د صندوقونو دانتقال اوهم احتمالي مظاهرو ته ترتيبات نيولي وو، د ټاکنو او هم د ټاکنو نه يوه ورځ وروسته هېڅ داسې پېښه په افغانستان کې ونه شوه چې د ذکر وړ وي.
د اکتوبر د مياشتې په اوه ويشتمه نېټه په امنيتي غونډه کې او هم د اکتوبر د مياشتې په اته ويشتمه د PRT د نظارت کمېټې په غونډه کې ټولو د کورنيو چارو وزېر جلالي صيب ته د مؤفقه ټاکنو د ترسره کېدو په اړوند او په خاصه توګه چې په امنيتي لحاظ سم تدابېر نيول شوي وو مبارکي ورکړه، په همدې غونډه کې د ماليې وزېر ډاکتر اشرف غني احمدزي هم جلالي صيب او نورو داخلي او نړيوالو امنيتي ارګانو ته مبارکي وويله .
په دغه غونډه کې ډاکتر صيب اشرف غني وويل چې اوس موږ بايد د بيارغونې پروسه په انکشافي پروسه تبديله کړو تر څو خلکو ته کار پيدا شي او د افغانستان د يو شخص کلنی عايد د ۲۰۰ ډالرو نه بايد ۵۰۰ ډالرو ته لوړ شي او همدا شان د افغانستان بودجه د ۳۰۰ ميليونو ډالرو نه بايد ۱.۵ميليارده ډالرو ته ورسېږي. همدا شان موازي ادارې بايد جوړې نه شي او کومکونه بايد د دولت له لارې مصرف شي. د افغانستان لپاره سړک، برق او د اوبو لږولو د سيستم جوړول لومړيتوب لري او يو اوږدمهاله پلان باندې بايد کار وشي. ده زياته کړه اوس د ټولو کمکونو په سلو کې ۵۲د کابل په ښار کې او په سلو کې ۴۸ نور افغانستان کې مصرف شوي نور نو داتوازن بايد سرچپه شي چې زياتې پيسې بايد په ولايتونو کې مصرف شي.
د ټاکنو نه وروسته د کورنيو چارو وزارت او امنيتي ارګانونه په دې مؤظف شول چې د منتخب جمهوررئيس د تحلیف مرأسمو ته د ډسمبر په اومه نېټه بايد تيارۍ ونيول شي.