
دحج يونليک
نهه پنځوسمه برخه
قاضي محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com
مشعرالحرام مسجد
دامسجدمزدلفه کې جنوب خواته دهغه غره په لمن پروت دى چې دمسجد الحرام اوقزح په نوم يادېږي ،دامسجد دمزدلفې په اوسنۍ نقشه کې پرپنځم سړک پروت دى رسول الله ص په حجة الوداع کې دمزدلفې په شپه له سپيدووروسته هم دې ځاى ته ورغى اودعايې وکړه وروسته دلته مسجد جوړ شو تاريخ ليکونکي ليکي چې دقريشو مشر قصى چې دحضور ع په نيکونو کې دى به پردې غره ددې لپاره اوربلوه چې حاجيان دمزدلفې لار ومومي،دا دود د رسول ص اوراشده خلفاوو په وخت کې هم وو،آن اموي خليفه سليمان بن عبدالملک به هم بلوه خو هارون الرشيد داور پرځاى سترې سترې شمعې بلولې ،وروسته ،په دريمه هجري پېړۍ کې ډېوې بلېدلې اوس خو برېښنا هرڅه سپين پړق کړي دي.
دسعودي حکومت چې په وروستي ځل دامسجد رغولى نو پنځه ميليونه رياله يې پرې لګولي دي له ختيځ څخه يې لوېديځ ته اوږدوالى ٩٠متره ،عرض يې ٥٦متره او ټول مساحت يې ٥٠٤٠مربع متره دى دولس زره تنه پکې په يو وخت کې لمونځ کولى شي، دوه مناره لري چې هريو ٣٢متره لوړ والى لري ،دقبلې له پلو پرته درې خواووته دنارينه او ښځينه وو لپاره ځانګړې دروازې لري، له مشعر الحرام څخه تر خيف مسجد پورې پنځه کيلو متره لار ده.
داختر په ورځ لومړۍ ورځ حاجيان يواځې لويه جمره په تيګو ولي ،جمره اصلاً ميده کروت کاڼوته وايي ددې لپاره چې په دې تيګو شيطاني سمبولونه ياشيطاني څلي ويشتل کېږي ،نو استعاراً همدې درې څلوته جمرې ويل کېږي.
دخيف دمسجد له لوري لومړۍ کوچنۍ جمره بيادوهمه جمره بيا لويه جمره راځي،بيروبار ډېر وو خو اوس جمروته نوي پراخه پراخه درې پوړيزه هوايي پلونه جوړ شوي دي هغه پخوانۍ ستونزې تر ډېره حده حل شوي دي ، په لومړي پوړ کې مې ځان د جمرې بيخ ته ورساوه،اوه تيګې مې وروارې کړي، ټول خلک جمرې ته ځان نه شي ور رسولى،داکثروتيګې دشيطان پرځاى پر حاجيانولګېږي .تيګې کوچنۍ وي خو داچې ډېرې وي او په مخامخ شيطاني ستن لګېږي نو ټک او ټوک ډېر وي شيطانانو ته دتللو لار بېله د وتلو بېله ده ياپه بله وينا حاجيان دمسجدخيف له لارې ورځې اوشمال خواته ښکته کېږي حکومت شيطاني څلي ډېر لوړ کړي دي په لومړي پوړ ،دوهم پوړ ،دريم اوآن څلورم پوړ کې هم ويشتل کېږي.
لوړو پوړيو ته بريښنايي پوړۍ (زينې)پورته شوي په يوه خوا دورختلولار په بله خوا يې دښکته کېدلو لار ده ،پوليس هلته څوک اوزګار ولاړ نه پرېږدي، اونه دتللو پرلار بېرته راتللو اونه دبېرته راتللو پر لار تللوته اجازه ورکوي کله چې له جمرې ويشتلو اوزګار شوم اخوا ديخوا مې وکتل چې که کوم ملګرى ومومم، خوڅوک مې ونه ليدل ،ستړى هم وم ،کرارکرار دخپلې خېمې خواته روان شوم،دجمرې اوزموږ دخېمو ترمنځ ډېر لاروه،موږ دمزدلفې په ساحه کې وو چېرې چې زموږ کمپ وونو له دې ځايه کوم سل متره مخ په منى دمزدلفې لوحه وه،لارموندل هم اسانه نه وي په هر حال ،خېمې ته روان شوم،بېروبار ډېر زيات وو، خومادخپل کمپ شاوخوا غونډۍ ګانې نښه کړې وې،زموږ کمپ ته نږدې دمبايل انټنونه هم وو،خو بياهم کمپونه سره ورته وي،دخپل کمپ موندل سخت وي.
نهه بجې کمپ ته ورسېدم،سړه ثنا وه،په دې کمپ کې دجنوب اسيادمطوف اړوند د ٧٨مکتب٥٠٠٠ حاجيان وو خواوس ډېرکم خلک دلته ښکارېدل زموږ کمپ ته لاهېڅوک هم نه وو راغلي ، اوس راته په مخ کې قرباني پرته وه،چې بايد ويې کړم، سر وخريم او احرام وباسم،ملګري مې لانه وو رارسېدلي زموږ دشرکت ډېروخلکو دصحايفې په نوم يو شرکت کې دقربانۍ لپاره نومونه ليکلي اوپيسې تحويل کړې وي.
جمرات
دجمرو ويشتل دحج له واجباتو څخه اوابراهيمي سنت دي ، رسول الله ص هم جمرې وويشتلې اوامر يې وکړ چې ((خذوا منى منا سککم))يعنې له ماڅخه مودحج مناسک زده کړئ.
دجمرو د ويشتلوفلسفه په اسلام کې ښودل شوې چې شيطان زموږ ازلي دښمن دى اوله هر ډول شيطان اوشيطاني وسوسو سره بايدتل په جنګ واوسو.
حضرت عبدالله ابن عباس رض فرمايي: کله چې حضرت جبريل ع ،حضرت ابراهيم د حج دمناسکو ښودلوته روان کړ نو دجمره عقبه سره ورته شيطان ښکاره شو، نوهغه همدلته اوه تيګې پرې وار کړې.
رسول الله ص د ذوالحجې په لسمه غرمه مهال جمره عقبه يا لويه جمره همدلته وويشتله اوپه ١١_١٢_١٣يې له زوال وروسته درې واړه جمرې وويشتلې.
رسول الله ص دحجة الوداع په وخت کې دلته هم خطبه ورکړېده.
سعودي حکومت اوس هلته پراخو اوسرپټو پلونو ته ورته و دانۍ جوړې کړيدي ،له لومړي څخه تر څلورم پوړ پورې دګردو دايرو په منځ همداپايې د شيطانانويا جمرو په نوم پېژندل کېږي داپايې په هغه ځاى کې پورته شوي دي چېرته چې شيطان ليدل شوى اودحضرت ابراهيم ع لخوا پر کاڼو ويشتل شوى دى.
سعودي د بيروبار دمخنيوي لپاره حاجيانو ته ډېرې اسانتياوې رامنځته کړي دي، دا دايرې په لومړي ځل په ١٢٩٢هـ ق کې جوړې شوي موخه يې اسانتيا اوپه يو ځاى کې دتيګو راغونډېدل دي.
په هغه وخت کې چې دجمرو شا وخواته دايره جوړېده نو دلويې جمرې ترڅنګ سل متره لوړ غرګوټى وو چې له همدې امله داڅلي ياپايه نيمه راغلې ده.
دلومړي يا لويې جمرې او دمنځنۍ جمرې ترمنځ واټن ٢٤٧متره او دمنځنۍ او کوچنۍ جمرو ترمنځ واټن ٢٠٠متره دى.
کله چې دلوى اختر په لومړۍ ورځ دشيطانانو له ويشتلواوزګار او منى کې خپلې ته لاړم نو زماملګري هلته لا راغلي نه وو ،ستړى هم وم اوپه احرام کې هم خو لا مو دحج ځينې مراسم لکه قرباني، حلق اوطواف پاتې وو.
قرباني او که سرګرداني
موږ دمولنا يار محمد په هڅونه دقربانۍ لپاره دصحايفې په نوم يوشرکت کې داخله کړې وه، زموږ دشرکت ډېر کسان مولنا همدې شرکت ته وروستي وو،هلته مو په خپله پسونه وليدل ، دهر نفر لپاره مو ديوه پسه ٤٢٠ رياله تحويل کړل او دپيسو رسيديې راکړ، دشرکت مسؤولينو راته وويل چې که داختر په ورځ ټول راځئ ، که خپل استازى رالېږئ اوکه موپه ټيليفون خبروئ موږ ستاسوپسونه حلالوو، ماډګروال سميع ته ټېليفون وکړ هغه اوڅه نور ملګري مو راورسېدل، خلکو تشويش راواچاوه، چې که شرکت ته پخپله ورنشئ، اوپه ټېليفون خبر ورکړئ نو تاسوته ښه وکړي خو بيا حلاله درته نه کوي.
موږته څو تنو خپل وکالت اودشرکت رسيدونه راکړل چې دهغوى په استازيتوب هم دهغوى پسونه قرباني کړو،حکومت دحج په ورځوکې د ازدحام په ځاى کې ټکسي اوعام موټر نه پرېږدي،موږ له ٥٠ دقيقوڅخه پر پښو ډېرمزل وکړ،او دشيش ابو داؤد پرلاربازارته راووتو،ټکسي ته مو ادرس ورکړ او صحايفې شرکت ته روان شو،په رسيدکې دشرکت ادرس وو،سره، له دې چې زموږ دټکسي چلوونکى دمکې معظمې اوسېدونکى وو،بياهم په موندلو کې يې له ستونزوسره مخ شو او اخواديخواګرځېدو،څوشرکتونو ته لاړو خو منفي ځواب موترلاسه کاوه،مولنا يار محمدته مو ټېليفون کاوه، دهغه ټيليفون،بند و.
ستړي ستومانه لالهانده ګرځېدو ،ګرمي، بې خوبي،احرام ،شرکت نه موندل او دمولنا دټيليفون بندېدل، دلوى اختر لومړۍ ورځ .... هغه عوامل و چې زموږ خفګان اوستړتيا يې لا زياتوله،نور دشرکت له موندلو مايوسه وو ما ملګروته وويل چې زه بل پسه اخلم خوموټر چلوونکي د صبر او زغم ډاډ راکاوه، موږ يې په موټر کې پرېښودلو رسيد يې واخست،څودقيقې وروسته راغى ويل يې ځاى مې وموند،خو شحاله ورسره روان شو.
څه باندې يوه بجه مو شرکت ومونده،پرشرکت ډېر بيروبار وو هرچاغوښتل پسونه يې ژرحلال شي،ځکه چې تر څوحلاله ونه کړي نو نه وېښته کمولى شي ،نه جامې اغوستلى شي، اونه طواف کولى شي.
هرچاپرشرکت نيوکه کوله چې پيسې يې له ډېرو خلکو اخستي دي اودحلالې ځايونه (قصابخانې)اوقصابان يې کم دي،سلګونه خلک منتظر ولاړ و ،د ځينو په پرچويا رسيدکې سل پسونه وو آن يوافغان خو ددوه سوو تنونماينده وو هرڅوک به چې ورغى نونوبت ته به درول کېده،او هر سړى به دڅو تنو آن کله کله د لسګونو اوسلګونو تنو وکيل وو،موږچې حالاتوته کتل نو نن خوپرېږده آن سباهم وختي نوبت نه راته . مکي چلوونکي ته مو وعده ورکړه چې تاته پسونه درکوو خودنوبت درامخکې کولوهڅه وکړه،په همدې هلو ځلوکې وو چې سترګې مو پر مولنا ولګېدلې،له سلام کلام وروسته پوه شو چې ده دهغو حاجيانو له وېرې ځان پټ کړى او ټېليفون بندکړى دى. چې ده شرکتونو ته دقربانۍ دداخلې لپاره وروستي دي.
ځينو خلکو تور لګاوه چې مولنا له شرکت څخه دهرحاجي پرسر کمېشن اخيستى اوځينې حلال شوي پسونه يې هم وړل.
سنت داده چې قرباني په منى کې وشي اوس دحاجيانو دبيروبار له کبله يواځې حاجيان هم همدلته نه ځايېږي قرباني خو لاپرېږده ،دارشاد حج اواوقافو وزارت مرستيال محترم منيب صاحب راته وويل چې ددوى دپنځه دېرش زره حاجيانوله ډلې څخه يواځې لس زروته په منى کې ځاى ورکول شوى نور ټول دمزدلفې په ساحه کې وو.
دهغه په وينا ،علماوو هم دا فتوا ورکړېده چې دمنى د ساحې دتنګوالى له امله که څوک په مزدلفه کې شپې وکړي هم صحيح ده.
زموږ نه پسه په کار و اونه يې غوښه ،موږ غوښتل چې زموږ ذبحه زموږ بروړاندې وشي،اوپه ډاډه زړه ځان له احرامه وباسو په سلوکې لس حاجيان هم له شرکتونو څخه خپل پسونه نه وړي.
مولنا مو راټينګ کړ،هغه اخوا دېخوا ټېليفونونه وکړل،خپله ننووت چې بېرته راغى ويل يې لږ صبر وکړئ کار کېږي، موږ له وخت څخه ګټه واخسته ،دهمدې شرکتونو ترڅنګ دڅارويو ګڼ منډويان شته دي . زموږ دشرکت يوتن مسؤول محمد نادر چې په حاجې ګل اغا مشهور و نه دخپل ځان اونه هم دخپلې مور لپاره داخله کړې وه،هغه سميع ته پيسې ورکړې وې چې دوه څاروي ورته واخلي، اودهغه لخوايې ذبح کړي، خو پرمايې هم له هغه سره دمرستې غږ کړى و،موږ داعرب ډريور له ځان سره ملګرى کړ ښه وګرځېدو څاروي مو بيه کړل دامهال بيې را پرېوتې وې، په هغو پيسو چې موږ شرکت ته ورکړې وې ښه پسه کېده ،يو اوښ مو بيه کړ ،پنځه زره رياله وو،يوبل يې راته په درې زره او اوسه سوه رياله بيه کړ،زموږ يوبل ملګري هم داخله نه وه کړې لاړو درې پسونه مو وپېرل مذبح ته مو راوستل ،هرپسه په ٣٧٠رياله ياسل ډالره وشو،او دهر پسه دذبحې اجوره مو ٣٠رياله ورکړه، دحاجي ګلاغاپيسې کمې شوې، ماته يې وويل چې ته يې له خپل جېب څخه ورکړه ،چې راغلې دربه يې کړم ما هم ورکړې، سره له دې چې سميع څوځله ورپه ياد هم کړې خو تر اوسه يې هم ندي راکړي.
په دې درې پسونوکې موږ يو د ټکسي ډريور ته ورکړ ،يويې يوبل تن چې زموږسره يې دپسونو په پيرلوکې مرسته کړې وه،واخست پر يوبل يې هملته په مذبح کې ددوه تنو دعوه شوه.
موږ سخت پښېمانه وو چې په شرکت کې مو داخله کړې وه او خپل لاسونه اوپښې مو پخپله تړلي دي. بېرته صحايفي شرکت ته ورغللوخو لاهم نوبت نه وو ،دماسپښين لمونځ مو ناوخته شو، بالاخره شا وخوا درې نيمي بجې نوبت راغى، يوتن منشي به راغى د څلوېښت ، پنځوس تنو نومونه به يې واخستل داکسان به وړاندې دروازې ته ورغلل دننه مذبح کې زرګونه پسونه ولاړ وي ، ددروازې په مخ کې اوسپنيز جال اوبل خواته دمذبح ديوال وي، کله چې داجال ډک شي شاوخوشپته پسونه به پکې ځاييږي بيايوځل ټول پسونه له بلې دروازې مذبح ته ننوېستل شي،هلته يې قصابان په چړوحالالوي، کله چې دحاجې په نوم پسه مذبح ته ننوېستل شو نوبياحاجي نه خبرېږي چې رښتياهم ذبح شو اوکه نه،اوآيا دا پسونه ټول ذبح شول؟ يعنې که شرکت ټګي وکړي حاجيان پرې نه پوهېږي ځکه چې څوک دخپل پسه جسدنه غواړي ،زموږ څوارلس پسونه وو،کله چې داپسونه ذبح کړل شي،بيايې په چتونو پورې اوسپنيزو ميلوپورې نښتو چنګونوکې راځوړندوي،په پايپونو يې وينځي اوله دې ځايه داچنګونه کشوي اوځاى دنويو پسونو حلالولوته اوزګاروي.
هلته داتېروېستل ياځان غول ډېر دي ګويا ذبحه دې شوې ،ځان له احرامه وباسه خوذبح لانه وي شوي ډېر شرکتونه داکار کوي .
لږ وروسته موږته وويل شول چې پسونه مو ذبح شول