
سمیع الله ایلم، کابل
جولای۲۰۱۳،۱۴
پاکستان د مې په دویمه په ایبټ آباد کې د اسامه بن لادن د وژلو په اړه یو کمیسون د ۲۰۱۱ز په جون کې په دندې وګوماره څو په دې اړه تفصیلي مالومات وړاندې کړي چې څنګه امریکایي دوې چورلکې چې لوی جنګي ټیم یې له ځان سره انتقالاوه د افغانستان له جلال اباد څخه د پاکستان تر ایبټ اباد پورې ځانونه په داسې ډول سره ورسوي چې هیڅوک هم پرې پوی نشي او نه هم رادار دې هغوی ولیدلی شي. دویمه خبره دا چې په دې اړه هم پلټنې وکړي چې څنګه د نړی تر ټولو ډیر مظنون کس دې وکولای شي د کاکول فوځي اکاډمۍ ته نږدې کلونه عمر بې له دې چې استخبارات دې خبر وي په سړه سینه ژوند وکړي.
د پاکستان پارلمان په دې اړه د وخت د استخباراتو مشر شجاع پاچا ور وغوښت. خبره په بخښنې سره پای ته ورسیدله.
کمیسون د پیښې په اړه له ۲۰۰ شاهدانو سره مرکې کړیدي. په دغو شاهدانو کې د استخباراتو مشر شجاع پاچا، د بن لادن د کورنۍ غړي، د پاکستان د کابینې لوړ پوړي وزیران او چارواکي؛ لوړ پوړي فوځي مامورین، د استخباراتو کارمندان او ځینې نور بیروکراتان شامل دي.
راپور په ۳۳۶پاڼو کې کښل شویدی او الجزیرې ترلاسه کړیدی. که څه هم راپور د روان زیږیز کال په لومړیو کې حکومت ته سپارل شوی و خو حکومت دغه راپور د ملت تر لوستلو ونه رسوه.
بن لادن او پاکستان کې پټ پټوني یې:
بن لادن پاکستان ته د ۲۰۰۲ز په منځ کې ځان ورسوه. دا هغه وخت و چې د په ۲۰۰۱ز په ډیسمبر کې د تورې بوړې په جګړې کې امریکایانو خپله ماته ومنله.
بن لادن لومړی جنوبي وزیرستان، بیا باجوړ او له هغه ځایه د سوات درې ته پناه ویوړله.
په سوات کې، بن لادن د امریکا په قید کې پروت خالد شیخ محمد سره ولیدل. خالد په ۲۰۰۳ز کې د پاکستان او امریکا په ګډو عملیاتو کې راولپنډۍ کې ونیول شو.
کله چې بن لادن د خالد له نیول کیدو خبر شو، نو ځان یې له سوات په وتلو اړ وباله. ده ځان د پاکستان په شمال کې هریپور ته ورسوه. په هریپور کې نوموړی دوه کاله پاتې شو. په ۲۰۰۵ز کې نومړی ایبټ اباد ته وکوچیده او له فوځي اکاډمۍ سره نږدې میشت شو. د اسامه کور دا مهال د پاکستان له پلازمینې اسلام آباد څخه ۸۵ کیلومیتره واټن درلود. اسامه دلته ۶ کاله ژوند وکړ چې باالاخره ورباندې امریکا خبره شوله او عملیات یې پرې ترسره کړل.
ولې استخبارات خبر نشول؟
په ۲۰۰۵ز کې د پاکستان استخباراتو د راپور مطابق، پخپلو دوسیو کې د اسامه بن لادن دوسیه وتړله. د قانون نافذونکې ادارې او استخباراتو نوره په ده پسې لټه پریښودله او اسامه په ارام زړه په دې هیواد کې ۹ کاله په ژوند تیرولو تیر کړل.
امریکایانو د عملیاتو پرمهال ځکه پاکستاني استخبارات او مشران خبر نه کړل چې کیدای شي هغوی له اسامه بن لادن سره د عملیاتو راز شریک کړي او یا هم هغه له هغه ځایه چیرې چې عملیات روان دي وباسي.
راپور او انتقادونه یې:
راپور د پاکستان په استخباراتو، فوځي مشرانو، بیروکراتانو سختې نیوکې کړي او لیکلي یې دي چې دغه ډلې هیڅکله نشي کولای چې له دومره دروند مسولیت څخه ځانونه وباسي او اوږې خالي کړي.
په ورته وخت کې یې په دفاعي ادارو غږ کړی چې خپله دفاعي ستراتیژي دې له سره وسنجوي او غښتلي ګامونه دې په دې برخه کې پورته کړي. له ټولو دفاعي ادارو یې غوښتي دي چې د خپلو ترمنځ همغږي رامنځ ته کړي.
ورته وخت کې راپور د امریکا لخوا ترسره شوي عملیات د پاکستان خلاف نا اعلان شوې جګړه بللې ده چې ددې هیواد په حاکمیت یې تیری کړیدی.
راپورونه او کمیسونونه او د معلوماتو خپرولو شکل یې:
په هغه سیمه کې چې مونږ اوسیږو سیاستوال تل د پیښو او واقعاتو په اړه کمیسونونو ته دندې سپاري او د څیړنو غوښتنه ترې کوي خو د ورځې په اخر او د کار په پای کې هر څه سره ورک شي.
ملت د کمیسون په جوړولو خبریږي خو په کاري نتایجو او د مالوماتو په راټولولو یې د اوازو له لارې خبریږي.
د کمیسون غړي هم چوپه خوله پاتې کیږي او یا هم نږدې ملګرو او یا په مجلسونو کې د خپلو کاري پایلو په اړه خبرې کوي.
د پاکستان په تاریخ کې دا دویم مهم راپور دی چې لومړی د بل چا لخوا نشریږي او بیا پاکستانیان پرې خبریږي.
لومړنی هغه یې د ډهاکې د پرځیدلو په اړه د حمود الرحمان راپور و چې د یوه هندي اخبار لخوا خپور شو. او دویم دا یې لومړی د الجزیرې له لارې خپور شو چې اردو ژباړه یې لا هم موجوده نه ده.
له دې څخه مالومیږي چې پاکستاني سیاستوال ملت ته د مالوماتو په رسولو کې نه دلچسپي لري او نه هم غواړي چې پخپلو اشتباهاتو نورو څیړنو او مالوماتو راغونډولو ته لار پرانیزي.